مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

المپیک : دهنري جمناستک په لوبه کي چین او امریکا مخته دي

راحیله جواد ـ کابل

دالمپیک لندن ۲۰۱۲ لوبو په درشل کي د هنري جیمناستک په سیالیو کي تر اوسه  چین او امریکا مخته دي دوی دواړو څلور څلور مډالونه ګټلي چي دهر یوه ئې دوه دسرو زرو دي

خو چین تر امریکا ځکه مخته دی چي په دې لوبه کي ئې دوه دسپینو زرو او امریکا یو دسپینو زرو بل دمیسو مډالونه خپل کړيدي

په هنري جمناستک کي روسې اووه مډاله ګټلي دي چي یو ئې د سرو زرو ، درې دسپینو زرو او درې دمیسو  دي

همدا راز په هنري جمناستک کي  جاپان یو دسرو دوه دسپینو زرو رومانیا یو دسرو زرو بل دمیسو ، جنوبي کوریا هنګري او برازیل یو یو دسرو زرو مډالونه ګټلي دي
 برتانیا په یاده لوبه کي یو دسپینو زرو درې دمیسو  او جرمني یو دسپنو زرو مډالونه  خپل کړي دي ددې ترڅنکه په یاده لوبه کي ایټالیا او اکراین هم یو یو دمیسو مډالونه خپل کړي دي

دیادولو وړ ده چي چین یو ځل بیا د نړي لومړی هیواد دی چي تر ټولو زیات (۳۱ ) دسرو زرو مډالونه ئې تر اوسه خپل کړي دي ورپسې امریکا ده چي ۲۹ دسرو زرو مډالونه لري دریم برتانیا ده چي ۱۹ دسرو زرو مدالونه لري

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery