مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزنی کی پولندی سرتیری خپله دنده سمه نه تر سره کوی

مومند
سرچینه : والسټريټ ژورنال

 

امريكايي رسنۍ وايي، نږدې يوولس كاله كيږي چې امريكا په افغانستان كې د امن او ثبات لپاره له وسله والو سره جګړه كوي، خو بيا هم په دغه هيواد كې وضعيت تاوجن دى او د افغانستان په ځينې سيمو كې خلك وېريږي كه د لوېديځ مرستې ترلاسه كړي، نو په امن به نه وي.
والسټريټ ژورنال زياتوي، د امريكا د كرنې وزارت استازو په غزني كې له خلكو سره وكتل، غوښتل يې سړخونې ورته جوړې كړي چې مېوې او نور حاصلات په كې وساتل شي او د موسم له تېرېدلو وروسته كروندګر خپل محصولات په ګرانه بيه وپلوري، خو په سيمه كې ځايي چارواكي محمد حسن وويل چې طالبان خلکو ته ګواښونه كوي او ورته وايي چې د امريكايي پيسو پرمختيايي پروژې دې نه مني. نوموړي زياته كړه كه دوى د ورته پروژې خبرې هم كوي، طالبان به يې ووژني.
ورځپاڼه زياتوي، امريكا په دغه ولايت كې هم تېر كال وروستي ستر عمليات وكړ چې ښې لاسته راوړنې هم لري، خو دا پوښتنه شته چې كه د امريكا ډېر ځواكونه له سيمې وځي د دوى لاسته راوړنه او پرمختګ به خوندي وي كه نه.
غزني چې د افغانستان ستره لار پرې سپره ده، ځكه امريكا د عملياتو لپاره مهم وباله چې كابل او كندهار سره تړي همدارنګه دا لار له پاكستان، ايران، تركمنستان څخه د مالونو د لېږد لپاره هم مهمه ده.
په غزني كې نږدې زر پولنډي پوځيان شته، خو دوى يوازې ستر لار خوندي كوي او لږ د شاوخوا كليو سوچ ورسره دى، همدا وجه ده چې طالبان په غزني كې ډېر فعال شول، خو امريكا په سيمه كې د عملياتو لپاره درې زره پوحيان واچول او وايي، دا ولايت يې تر ډېره خوندي كړى دى خو پوښتنه دا ده چې افغان ځواكونه به يې له ۲۰۱۴ كال وروسته وساتي كه نه؟

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery