مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندوز کې د شمال ختیځو ولایتونو د کرکټ سیالۍ پیل شوې

benawa afghanistan
عمیرخان
په کندوز کې کرکټ تر ډېره وده کړې او د لا ودې په حال کې دی؛ هیله ده چي په نورو ګاونډیو ولایتونو په تخار، بدخشان او بغلان کې هم وده وکړي

 
د کرکټ دغه سیالۍ، چې نن د کندوز ښار د سپین زر چمن کې پیل شوې په کې د بغلان، تخار، بدخشان او کندوز ولایتونو ۲۴ ټیمونه لوبیږي.
د شمال کرکټ بورډ مسوول ډاکټر نورعالم فرید وايي دغه سیالۍ، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي د کندوز کرکټ بورډ لخوا د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د تکړه لوبغاړي میرویس اشرف او د رییس احمدزي د کرکټ د بنسټ AWCSO په مالي مرسته جوړې شوي.
ښاغلی فرید وايي، چې په دغه سیالیو کې د شمالختیځو ولایتونو ۲۴ لوبډلې لوبیږي، چې په وینا یې اکثره یې د کندوز د ولسوالیو او پوهنې ریاست لوبډلې دي.
میرویس اشرف، چې د دغه سیالیو مالي ملاتړ کوونکی هم دی د یادو شوو سیالیو د جوړېدو موخه په شمالختیځو ولایتونو کې د کرکټ لوبې ته وده ورکول وګڼل.
(( په کندوز کې کرکټ تر ډېره وده کړې او د لا ودې په حال کې دی؛ خو موږ غواړو چې دغه لوبه زموږ په نورو ګاونډیو ولایتونو په ځانګړي ډول تخار، بدخشان او بغلان کې هم وده وکړي.))
اشرف زیاته کړه، چې د ځوانانو تر منځ د همغږۍ رامنځ ته کول او د نوو استعدادونو راپیدا کول د دغو سیالیو دوه نورې ارزښتمنې موخې دي.

د شمال کرکټ بورډ مسوول ډاکټر نورعالم فرید مطبوعاتو ته وویل، چې دا وخت په کندوز کې د نجونو د درې لوبډلو په ګډون تر ۶۰ پورې کرکټ لوبډلې دي، چې په خبره یې تمه کیږي، چې د روان کال تر پایه به په کې نور هم ډېروالی راشي.
نوموړی وايي، چې دوی ښځینه کرکټرانو ته هم د امکاناتو او مناسب ځای د پیدا کولو په هڅه کې دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery