مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-21   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د ميوند د اتلانو لوبډله بريالۍ كندهار ته راستنه سوه .

benawa afghanistan
همدارنګه يادي لوبډلي ته په كندهار ښار كي ښاريانو هم تود هركلى ووايه او هرځاى خلګ ددې لوبډلي راتګ ته سترګي په لار وه

پښتنه اميد


ياده لوبډله چي له تيري يوې نيمي مياشتي راهيسي په مركز كابل كي د روشن افغانستان د غوره ليك په سياليو بوخته وه ،د يكشنبې په ورځ كندهار ته راورسېده .
يادي لوبډلي ته د كندهار په هوايي ډګر كي د ولايت مقام د مالي او اداري ريس ،د سپورټ او بدني روزني دامر او كندهار ښاريانو له خوا هركلى وسو.
همدارنګه يادي لوبډلي ته په كندهار ښار كي ښاريانو هم تود هركلى  ووايه او هرځاى خلګ ددې لوبډلي راتګ ته سترګي په لار وه .
د ميوند د اتلانو د لوبډلي روزنكى عبدالسمېع غيرت مل وايي ملګرو يي په ډېره مېړانه لوبي وكړي چي په ترڅ كي يي درې ګټلي ،يوه مساوي او يوه يي هم بايلي ده:
همدارنګه ښاغلى غيرت مل وايي چي د روشن افغانستان د غوره ليك سيالۍ د ملي وحدت د يو سمبول په توګه تر سره سوې چي د كندهار او هلمند ځوانانو پكښي فعاله برخه واخسته :
د يادوني وړ ده چي  په يادو سياليو كي د سويل لوېديځ زون څخه د ميوند اتلانو دريم  د شمالي زون څخه د سيمرغ البرز دوهم او د لوېديځ زون څخه د طوفان هريرود لومړى مقام تر لاسه كړ.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery