مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نړۍ ستر شهكار ( جګړه او سوله ) په پښتو ژبه له چاپه راوواته

ادم خان سيرت

د نړۍ ستر شهكار ( جګړه او سوله ) په پښتو ژبه دوردګو دپخواني والي محمدحليم فدايي په مالي لګښت له چاپه راووت.
جګړه او سوله يو نړيوال رومان دى. دا رومان په نولسمه پېړۍ كې نامتو روسي ليكوال ( ليف نيكولايوويچ تولستوى ) ليكلى دى. داد نړۍ دادبياتو په تاريخ كې يو له غورو نه غوره رومان  دى چې دوكتور لطيف بهاند له روسي ژبې نه پښتو ته راړولى دى. او دغه اثار دنړۍ لس ګونو ژبوته ژباړل شوې دی.
جګړه او سوله نژدې ۲۷۰۰ مخونو كې په ښه كاغذ او ډبله پښتۍ په څلورو برخو كې د زرو ټوكو په شمېر په عالي کيفيت  د ميدان وردګ ولايت د پخواني والي او فرهنګپال شخصيت الحاج محمد حليم فدايي په مالي لګښت او هڅو  او د مهمند خپرندويه ټولنې په تخنيکي مرسته چاپ شوى دى.
ټاكل شوې ده په راتلونكو څو اونيو كې به ددې رومان مخكتنه  دټولو فرهنګي ګړيو او ددې کتاب دمينوالو په ګډون به دښاغلي محمد حليم فدايي  په مالي لګښت هم  ترسره شي. او یادکتاب به دمینوالو لاسو ته په وړیا ډول  ورسیږي.
ديادونې وړ ده چې تراوسه دميدان وردګوپخواني  فرهنګپال والي محمدحليم فدايي لخوا دخپل ماموريت په څلور کلنه دوره کې دپښتو ژبې او فرهنګ دبډاينې په موخه( ۴۴ ) علمي او کلتوري اثار په خپل مالي لګښت دچاپ په ګاڼه سمبال کړي، چې ددغو مهمو اثارو څخه دالفت نثري کليات، غزلبڼ او جګړه او سوله هغه  سترکتابونه دي چې  دفرهنګ په برخه کې داسې يو ستر ګام  او تل پاتې خدمت  دی چې دښاغلي فدايي فرهنګي فعاليتونه به د پښتو ژبې دمينوالو او فرهنګيانو په زړه کې دتل لپاره پاتې وي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery