مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-11-08   مخپرونکئ : 119 - دبېنواخبریال - وردګ

نړیوال شهکار (جګړه او سوله) مخکتنه وشوه

ادم خان سیرت

(دلړم اتلسم: ستورۍ مانۍ، بهرنیو چارو وزات،کابل):  د نړۍ ستر مشهور ناول (جګړه او سوله) چې مشهور روسي لیکوال لیف نیکولایوویچ ټولسټوی لیکلی، د بهرنیو چارو وزارت کار کوونکې دوکټور لطیف بهاند په لومړي ځل په پښتو ژباړلی او په څلورو جلدونو کې په ۲۶۷۴ صفحو کې په عالی کیفیت د میدان وردګو د پخواني والي محمد حلیم فدايي په مالی لګښت چاپ او د ګڼو لیکوالانو او سیاسییونو په ګډون يي د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز لخوا مخکتنه تر سره شوه.

د مخکتني په دغه غونډه کې دبهرنیو چارو وزارت سیاسي معین جاوید لودین، د میدان وردګو په پخواني  والي محمد حلیم فدايي سربیره ګڼو پوهانو، لیکوالانو او سیاسیونو د ادبیاتو او فرهنګ په ډګر کې ددې کتاب په اهمیت او ارزښت هر اړخیزه خبري وکړي او ټولو په ګډه ددې کتاب ژباړه او چاپ وستایل.

ګډونوالو  ته دبهرنیو چارو  وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو ریس ( ډاکتر فرامرز تمنا)  دښه راغلاست ویلو ترڅنګ نوموړي د دکتور لطیف بهاند دهڅو او  محمد حلیم فدايي د مالی ملاتړ ستاینه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین جاوید لودین  دغه نړیوال شهکار د دیپلوماتیک بهیر دپیاوړتیا او په ځانګړي ډول  په ادبیاتو کې دلطیف  بهاند د کالونو د زیار هغه ستره لاسته راوړنه وبلله چي په دې ارزي چي هر څوک يي ولولي.

جاوید لودین وویل: ((په افغاني ټولنه کې د کتاب د لوست او اخیستلو فرهنګ لا وده نه ده کړي، نو ځکه ځیني سخاوتمنده ملي او فرهنګي څېري لکه فدايي صیب اړ کېږي چي دا ډول کارونو ته اوږه ورکړي)).  

دوردګو پخواني فرهنګپال والي چې تراوسه یې دخپل ماموریت په څلورو کلنو کې دپښتو ادب  دبډاینې په موخه تراوسه(۴۴) بېلابېل فرهنګي اثار  چاپ کړي او ترخلکو یې په وړیا توګه رسولي دي وویل: ((د جګړه او سولې د نړیوال شهکار ژباړه  د فرهنګي دیپلوماسي او افغان ادب په ډګر کې لومړي اساسي ګام دی)).

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل:  ((ددې کتاب له مطالعي او همدارنګه د نورو مهمو شخصیتونو لکه ابن سینا، مولانا روم، سید جمال الدین افغان، ګاندي، علامه اقبال او له دوي څخه دمخه شخصیتونو، ساینسپوهانو او عالمانو له مطالعي څخه داسې څرګندېږي چي اصلا ډیری علوم له شرق څخه غرب ته تللي او اساس یی موږ شرقیانو ایښي دی)).

((اما اوس کله چي د انټرنیټ او معلوماتي تکنالوژي او نړیوال کلي دور ده، د اسلامي هېوادونو حکومتونو او ولسونو د تېر برم سیاستونو او پالیسیو څخه بشپړه ګټه نه ده پورته کړي)).

فدايي زیاته کړه: (( که غواړو چي ټولنه مو له نورو زده کړه وکړي، دنورو ملتونو د ترقي او زوال اصلي لاملونه معلوم کړي، د نورو  مهمو کتابونو ژباړه زموږ ملي ژبو ته وړاندیزوم. په دغه تګلاره کې زموږ لپاره دا اړینه ده چي له عقلانیت سره معنویت هم له نظره ونه غورځوو او دا کېدای شي زموږ د داخلي او خارجي سیاستونو نه بیلېدونکې توکي وی)).

ښاغلي فدايي د ډاکټر لطیف بهاند په اړه وویل: د نوموړي پخه اراده، حوصله، په ځان او کار باور، مثبت ګرايي، غوره اخلاق،  د نیکو دوستانو نیکو مشورو ته غوږ نیول، د ځینو دوستانو په بدو او منفي خبرو سترګي پټول،  په کار تمرکز نه په اشخاصو، د کورنۍ او مسلکي ټیم څخه استفاده کول او بالاخره د وخت څخه  موثره ګټه پورته کول، بهاند صیب دې ځای ته را ورساوو چي د افغانستان د فرهنګي دیپلوماسي په ډګر کې یی یولوي کار، د لوي ولس لپاره په لویه ژبه تر سره کړ او نوموړي ته لا بریالیتوب غواړم.))

ورپسي د علومو د اکاډمي غړي او تکړه شاعر سلیمان لایق، تکړه ادیب رهنورد زریاب، د ملي راډیو ټلویزیون رییس انځوراو دقلم د موسسې غړي نبي صلاحي ټولو په ګډه د کتاب ژباړونکي ډاکټر لطیف بهاند، د کتاب تمویلونکي فرهنګي شخصیت محمد حلیم او د جګړې او سولې د کتاب د لیکوال په اړه هر اړخیزي علمي او ادبي مقالي ولوستي او دا کار يي یو مهم پرمختګ و باله.

په پای کې ډاکټر لطیف بهاند له ټولو ګډونوالو او هرچاچي ورسره ددې کار په بشپړېدا کې مرسته کړیده، مننه وکړه. اما خپلې خبري يي د جګړې او سولې د فلم په لومړي جملي چي وايي: ( دنړۍ ډير ستر کارونه  دساده  قدم نه پیلیږي)، پیل کړي، ما دا قدم پورته کړ، که څه نیمګړتیاوي ولري نو تاسو کولای شي زموږ دا نیمګړتیاوي را په ګوته کړي. د غونډې په پای کې  په ټولو ګډونوالو  باندې دغه مهم اثر په وړیا توګه وویشل شو.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery