مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-11-09   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

افغان او عراقي جنګ ۱۵۰۰ امریکایان معیوب کړي دي


نېټه : ۲۰۱۲/۱۱/۸
راپور تر : ډیویډ  ووډ

منبع : هفینګټن پوسټ ( امریکا )

ژباړن : نثار احمد صمد

 

په عراق او افغانستان کی د امریکایی زخمیانو په لړ کی څه باندی ۱۵۰۰ هغسی کسان هم شامل دي چی لاسونه یا پښې او یا هم د بدن نور اعضاوی یې له منځه تللی دي .
د هغو نوو ارقامو او معلوماتو له مخی چی په چهارشنبه خپاره سول ، د عراق یا افغانستان په جګړو کی څه باندی ۱۵۰۰  امریکایان بې پښې یا بې لاسه سوي دي ، او په سلګونو هم دواړه لاسونه یا دواړې پښې بایللی دي .
هفینګټن پوسټ د اکتوبر پر ۱۵مه راپور ورکړ چی په دغو جګړو کی د امریکایی زخمی پوځیانو شمیر تر پنځوس زرو واوښت چی دا په څه باندی لس کلنه جګړه کی یوه تلپاته انسانی ضایعه ده . په چهار شنبه د دفاع د وزارت له مخی د دغو ټپیانو شمیر ۵۰۱۵۹ ته ورسېد .
کله چی په ۲۰۰۱ کی د سپټمبر د تروریسټی حملې په ځواب کی افغان جګړه راپیل سوه ، نو د افغانستان او عراق په عملیاتو کی ۵۲۲۵ امریکایی پوځیان وژل سوي دي .
خو د زخمیانو بشپړ اکثریت د شلو کالو په شاوخوا کی عمر لری  ، نو ځکه هغوی د ژوند تر پایه له مصرفه خورا ډک ، مسلسل او ښه ټینګ علاج ته اړتیا لری . د مثال په توګه ، هغه کسان چی لاس یا پښه یا بل کوم غړی یې له منځه تللی وی په هرو څو کالو کی د هغه اړونده مصنوعی لاس یا پښه یا بل غړی باید ورته نوی سی .
د زخمیانو اوږد لیست ، چی په هغه کی جسمانی او روحیاتی دواړه زخمونه شامل دي ، دا راښیی چی ولی د جنګېدلو پوځیانو وزارت د دې نوې نسل د علاج او دماغی روغتیا پالنی د خدمتونو لپاره ډیری پیسې مصرفوی .
د هفینګټن پوسټ د لس میاشتنۍ ګرویږنی له مخی په جګړه کی څه باندی شپاړس زره امریکایان ټپیان سوي دي چی زخمونه یې ډیر سخت او ناتوانونکي دي .
د هفینګټن پوسټ د غوښتنی په ځواب کی د امریکایی پوځ د روغتیا پالې څانګې لخوا د دې ډول ضایعاتو نوي معلومات ورکول سوي چی هغه د زخمیانو یو ډارونکی حالت بیانوی . ټول ټال ۲۵۳۳۳۰ نرینه او ښځینه د جګړې په جبهه او سیمه کی په دماغی اختلالاتو مبتلا سوي دي چی په هغوی کی د ۳۹۴۹ کسانو سرونو ژور زخمونه اخیستی دي ، او ۴۴۶۱۰ کسانو هم سختی یا متوسطی دماغی ضربې خوړلی دي .
په پوځ کی ۷۳۶۷۴ عسکر د جګړو له امله په عصبی او روحیاتی ناروغیو مبتلا سوي دي . همدا راز ، ۳۰۴۸۰ هغه پوځیان چی د جګړې څخه راستانه سوي دي ، په روحیاتی او دماغی تکلیفونو اخته دي چی علت یې پر سر باندی کلکی ضربې او یا هم د چاودنو له امله ټکانونه او بې هوښۍ دي .
د هغو پوځیانو څخه چی نېغ په جګړه کی جنګېدلي ، ۱۵۷۲ کسانو لاس یا پښه بایللي دي ، چی له دې جملې نه ۴۸۶ پوځیانو د بدن دوه یا زیات اندامونه له لاسه ورکړی دي . په دغو کی هغه کسان شامل نه دي چی صرف ګوتی یا د پښو پنجې یې له منځه تللي وی .
اکثریت بې اندامو سوو کسانو ، یعنی ۸۳ سلنی یوه یا دواړی پښې له لاسه ورکړي چی تقریبأ ټول د ماین چاودنو له سببه دي . دغو په کورونو کی جوړو کړو ماینونو د ۱۴۱۰ زخمی امریکایی پوځیانو تناسلی آلې هم له منځه وړی دي .
هغه ارقام او معلومات چی په چهارشنبه خپاره سول ، ۲۵۴۲ نرینه او ښځینه پوځیان په جنګ کی د اور لمبو هم زخمیان کړي دي ؛ ۱۴۲ پوځیانو په جنګ کی لږ تر لږه یوه سترګه بایللې او پنځه کسان خو په دواړو سترګو ړانده سوي دي .
د دغو زخمیانو د تداوۍ او علاج مصارف بېله شکه تر ځانی تلفاتو لږ دي . خو په ۲۰۰۸ کی د هارورډ پوهنتون د اقتصاد پروفیسورې میرمن لیندا بیلمز د دغو جګړه ییزو ټپیانو د ټول ژوند روغتیایی لګښت ۶۰۰ ـ ۹۰۰ بلیونه ډالره اټکل کړی دی . مګر وروسته چی د دې ډول زخمیانو او معیوبینو شمیر زیات سو ، نو هغې په چهارشنبه هفینګټن پوسټ ته وویل چی اوس دغه مصارف نور هم زیات سول .
که څه هم په عراق کی د امریکایی پوځ عملیات د ۲۰۱۱ په ډسمبر کی پای ته ورسېدل ، خو څه نا څه ۶۶۰۰۰ امریکایی پوځیان لا بیا هم په افغانستان کی عملیات کوی . ولسمشر اوباما ژمنه کړې چی د ۲۰۱۴ کال تر پایه به ټول امریکایی پوځیان د افغانستان څخه راوباسی ، مګر امریکایی او افغانی مقامات غواړی چی دغه امریکایی شتون به د روزنې او کوماندویی عملیاتو لپاره تر هغه وروسته هم پاته وی . پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery