مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-11-17   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

رسواینې واشنګټن ولړزاوه

اریک مارګولیس
سرچینه : کمن ډریم ( امریکا )

نېټه : ۱۷/۱۱/۲۰۱۲
ژباړن : نثار احمد صمد

نیویارک ـ امریکا یو جنګ بایلود او لګیا ده په بیړه دوهم جنګ هم بایلی ، خو هغه څه چی امریکایان یې ډیر خپه کړی دي دا دي : د جنسی روابطو رسواینه ، د جنرال ښکلي ښځینه شوقیانی ، په ټمپا او فلوریډا کی د امریکایی پوځی مقاماتو اوسېدل د پاچهانو غوندی ، د ایف بي آی لخوا د سي آی اې څخه تحقیقات او ګروېږنی ، او د امریکا د استخباراتو تر ټولو غټ مقام یعنی پخواني لوی جنرال ډیویډ پترس راپرځېدنه .
د امریکا تر بدرنګه او زړه تنګونکو انتخاباتو وروسته د هغه مینه وال په شرمو وشرمېدل . ځکه د پترس پټه معشوقه او د جاه طلبانه ولولو څخه ډکه جنسی رفیقه ( پاولا براډویل ) یو دم رسوا سوه . هلته په ټمپا کی د شهوت او هوس څخه ډکی ښځی ( جیل کیلي ) او د هغې خور  ایف بي آی ته د پشي غوندی په پټه د ایمیلونو په ورلیږلو سره دا رسواینه بربنډه کړه .
پوښتنه دا ده چی آیا ایف بي آی تر ننه د دغو ځان کښونکو پوځی مقاماتو څخه داسی ګروېږنی کړي دي چی آیا هغوی خو به د کومو چینایی یا روسي ایجنټانو سره له جنسي پلوه شپې نه وی سبا کړي ؟
د خلوت ګاه دغه سرځوړیزه ملنډې او د حکومت دننه مخالفتونو او ډغرو په مجموع کی د امریکا د تعقیبی دولت په هکله یو لړ جدي پوښتنی راپورته کړی دي .
موږ ګورو چی ایف بي آی د جنرال پترس په زرګونو ایمیلونه او هم دغې رسواینې ته د یو بل غټ پوځی مقام یعنی مرین جنرال آلن ایمیلونه سپړی چی په افغانستان کی د امریکایی پوځ لوی قوماندان دی . دا په اصل کی د سي آی اې سره د ایف بي آی د اوږدې مودې سیالي او تربګني راښیی .
سي آی اې اوس اوس د استخباراتو د راغونډولو او ارزولو د یوې شبکې څخه نور نو یو داسی پوځی جوړښتون ته اوښتی دی چی د خپلو یو لړ بې پیلوټه وژونکو ډلګیو او قاتلانه جنګی یونټونو په  لرلو سره د یو بل خورا اوچت پوځی جوړښتون یعنی د خاصو کوماندویی عملیاتو د قوماندانۍ سره ( چی هماغه د برتانیې د خاصو وژونکو ایس اې ایس معادل دی ) رقابت کوی .
باید د بوش د حکومت څخه مننه وسی چی د سپټمبر د یوولسمی تر حملې وروسته یې داسی قانونی بدلونونه راوړل چی له مخی یې ایف بي آی ، سي آی اې او د ملی امنیت اداره کولای سی د هر چا هغسی ایمیل او ټکس مسېج ولولی چی « ملی امنیت ته د تهدید » شک ورباندی کیږی ، او هم د هر هغه چا څخه تحقیقات وکړی چی اړونده شخص ته یې ایمیلونه لیږلی وی او هم هغه څوک په دې ګروېږنو کی راتلای سی چی اړونده ایمیلونه ورته راغلي وی او نور .  نو د مشر ورور دغه لویی انټرنیټي نړۍ ته ښه راغلاست !
له دې نه یوه بله غټه پوښتنه هم سته : هر جنګ داسی جنرالان رامنځته کوی چی د حکومت ، خپرونو او خپلو عامه چارو لخوا د اتلانو غوندی راپیژندل کیږی . جنرال پترس هم ، چی لومړی په عراق کی او بیا په افغانستان کی د امریکایی اشغالي ځواکونو لوی قوماندان و ، د یو « پوځی نابغه » او « جنګی قهرمان » حیثیت میندلی دی .
راځیً چی یو ځل بیا ورته ځیر سو : پترس او د هغه تر قوماندې لاندی جنرالانو د عراق د یوولسو مقاومتی ډلو پر ضد ( چی واشنګټن په غولونه او دوکه سره القاعده بلل ) د دوو ملیونو عراقی سُنیانو توکمیزه تباهي ، د وژونکو ډلو ، کړوونو ، او وحشیانه بندي توب په شمول ټولی امریکایی وسلې او ذریعې وکارولې .
د ملګرو ملتونو مقامات دا تاییدوی چی د امریکا په مشرۍ د صدام حسین د مهال بندیزونو څه نا څه نیم ملیون عراقیان چی اکثریت یې کوچنیان وو ، له منځه وړی دي . پر عراق په ۲۰۰۳ کی د امریکا د حملې راهیسی تر ۲۰۱۱ پوری لږ تر لږه نور نیم ملیون عراقیان هم وژل سوي دي . خو د دې هر څه سره سره امریکایی پوځیان باالاجبار د هغه  جنګ په پای کی راووتل چی صدام حسین یې « د ټولو جنګونو د مور » په نوم خبردارﺉ ورکړی و .
د عراق د جنګ مصارف څومره دي ؟ هغه د ۱٫۶ څخه تر ۲٫۴ ټریلیونو ډالرو پوری دي ؛ تقریبأ پنځه زره امریکایی پوځیان پکښی وژل سوي او پنځه دیرش زره هم سخت زخمیان سوي دي .
څه بری یې وګټی ؟ امریکا ایله اوس لږ لږ دا تریخ حقیقت مني چی که څه هم په عراق کی یې ټولی تاکتیکی لاس اچونی ګټلی دي ، خو اصلی جنګ یې بایللی دی .
پترس مخکی له دې چی په واشنګټن کی د سي آی اې د لوی ریًس په توګه مقرر سی ، افغانستان ته ولیږل سو تر څو هلته خپله جادو وچلوی . دغه ځیرک جنرال چی د خپلی ترفیع پر اخیستلو او پر خپل نوم او شهرت باندی میَن و ، دلته هم وغوښته چی دا ځل پښتني مقاومت په پراخو بم وریو سره دړی وړی کړی او په دې لار کی یې د بلیونونو ډالرو خورا عالی تکنالوجي هم استعمال کړه  ، داسی حملې یې وکړې چی له امله یې سربسته کلي هوار او لوټی لوټی کړل ، د لټولو او وژلو هر ډول عملیات یې وکړل ، د شوروی نیونی د مهال غوندی یې شکنجې او مخامخ وژنی عامی کړې .
خو بیزاره سوي امریکایی عوام نور نو د هغه یوولس کلن ناپایه جنګ څخه راوتل غواړی چی د امریکا په تاریخ کی تر ټولو اوږد جنګ ثابت سوی دی . نو د امریکایی پوځ ستره برخه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه راووزی .
جنرال پترس او نورو لوړ رتبه امریکایی قوماندانانو په ګستاخۍ سره د دې راوتنې په خاطر په عامه پر ولسمشر بارک اوباما باندی انتقادونه کول . دوی باید سمدلاسه له وظیفو پسی اخیستل سوي وای ، خو ولسمشر دا جرأت نه درلود چی د ټولو نه پیاوړې جوړښتون یعنی پوځ په وړاندی درېدلی وای .
په افغانستان کی راتلونکی امریکایی قوماندان په دې وروستیو کی وویل چی غواړو امریکایی پوځیان دلته د ۲۰۱۴ څخه وروسته هم پاته وی .
د افغان جګړې لګښت څومره دی ؟ هغه یو ټریلیون ډالره دی خو پسی ډیریږی . د افغانانو تلفات معلوم نه دي . مګر څه نا څه ۲۱۰۰ امریکایی پوځیان وژل سوي او ۱۷۰۰۰ نور هم ټپیان سوي دي .
امریکایی پوځ په افغانستان کی د منځنیو پیړیو غوندی قبایلی انسانانو سره جنګیږی چی وسله یې صرف کلاشنیکوف دی او لګیا دي یو ځل بیا دغه « د امپراتوریو قبرستان » په اثبات رسوی .
هو ، پوځی نابغه جنرال پترس د اوڅار پاچا ( پیرس ) هغه ساندې او ژړا را په یادوی چی ویل یې : « صرف یو بل دغسی بری ، بس نور نو مات یو » ! پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery