مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-12-08   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

آیا امریکا افغان جنګ پای ته رسوي ؟

ډېو لینډورف
سرچینه : کمن ډریمز

نېټه : ۲۰۱۲/۱۲/۲
ژباړن : نثار احمد صمد


آیا امریکا واقعأ هم په افغانستان کی جنګ ختموي ؟ حقیقت خو دا دی چی دا کار د « جنګ » په کلمه یا لغت پوری اړه لری .
دا بیخی د حیرانۍ خبره ده چی سیاست وال د خپلو ژمنو څخه ځانونه تیروی . ولسمشر اوباما خو موږ ته همدا هنر ډیر ښه انځور کړی دی .
اوباما او د هغه مرستیال جوبایډن د انتخاباتی مبارزې او وروستنۍ ټلویزیوني مناقشې پر مهال په کلکه د دې دفاع کول چی امریکایی پوځونه به د افغانستان څخه راووزی او دغه جنګ به د ۲۰۱۴ تر پایه پوری ختموي ، یعنی هغه هدف چی اکثریت امریکایان یې غوښتونکی دي . بایډن د خپل جمهوریت غوښوتونکې سیال ( پاول رې ین ) سره د شدیدی مناقشې پر مهال وویل چی امریکا به د افغانستان څخه د ۲۰۱۴ په پای کی « مطلقأ راووزی » . اوباما له دې نه یوه اوونۍ وروسته وویل چی « د انتقال دغه بهیر به په ۲۰۱۴ کی بشپړیږی او افغانان به پخپله د خپل امنیت ساتلو مسؤل وی . »
دغو یادونو ما ته د ولسمشر کلنټن ، یعنی یو حقوقی وکیل ، هغه خبره را په یاد کړه چی قاضی ورڅخه وپوښتل چی د سپینی ماڼۍ د یوې کارمندې سره چی دې جنسي عمل کړی دی ، د هغه توضیح راکړه ، خو ده ورته وویل چی ځواب یې د « دی » د کلمې په معنی پوری اړه لری .
همدا تیره اوونۍ راپور ورکړه سو چی اوباما او د پنتاګون جنرالان پر داسی پلان کار کوی چی له مخی یې لږ تر لږه لس زره امریکایی پوځیان د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته هم تر نامعلومه وخته په افغانستان کی پاتیږی .
آیا پوهیږﺉ چی دا څومره تعداد پوځیان دي ؟ لس زره پوځیان د هالینډ یا ډنمارک هر یوه نیمایی پوځیان تشکیلوی ، یعنی هغه دوه هیوادونه چی همدا اوس د ناټو په چوکاټ کی په افغانستان کی د امریکا په دوولس کلن جنګ کی ولاړ دي .
دا تصور چی وایی تر ۲۰۱۴ وروسته به دغه لس زره پوځیان افغان اردو ته « روزنه » ورکوی ، یوه چټی او نامعقوله خبره ده . ځکه : په جنوبی کرولینا کی د « پیریس آیلینډ » اوڅار مرکز چی امریکایی مرین پوځیان روزي ، او د امریکایې پوځ تر ټولو ښه روزنتون دی ، په ۶۰۰ نفرو سره د کاله اوولس زره ( ۱۷۰۰۰ ) نوي مرین پوځیان روزی او جوړوی . د دې معنی دا ده چی یو نفر روزونکیً ۱۷۰ پوځیان اردو ته تقدیموی . په دې حساب لس زره امریکایی روزونکي باید په افغانستان کی هر کال افغان پوځ ته ۱٫۷ ملیونه  نوي پوځیان تقدیم کړی ! آن که د دې لسو زرو پوځیانو صرف درېیمه برخه « روزونکي » یې هم افغان پوځیان وروزي ، نو په هغه صورت کی به افغان اردو هر کال پنځه لکه ( ۵۰۰۰۰۰ ) نوي پوځیان ولری ! مګر افغان اردو همدا نن ، چی د امریکا د ادعا له مخی ښه ترا روزل سوي دي او خپل هیواد ساتلای سی ، ټول ټال دوو لکو ( ۲۰۰۰۰۰ ) ته رسیږی .
نو ځکه باید دې موضوع ته جدی اوسو . یعنی : دغه لس زره پوځیان چی اوباما او پنتاګون وایی چی په افغانستان کی به د ۲۰۱۲ په ډسمبر کی [ ښایی دا ۲۰۱۲ نه بلکی ۲۰۱۴ وی ـ ژباړن ] د روزونکو دنده پر مخ بیایی ، دغسی نه ده ، ځکه : یو جنګ څنګه په داسی حال کی پای ته رسېدای سی چی صرف یو طرف یې د ختمېدو خبره کوی ؟ آیا تر هغه وخته چی دغه لورﺉ ورڅخه وتلی نه وی ، اړونده جنګ ختمېدای سی ؟ دا خو یقیني خبره ده چی په یو بهرني جنګ کی اشغالګر لورﺉ اړونده جنګ ختم وبولی ، خو که یې مقابل لورﺉ و نه بولی او اشغالګر هم په همدې جنګ کی بوخت پاته وی ( چی په افغانستان کی ټول هیواد پکښی راګیر دی ) ، معنی دا چی دا جنګ قطعأ پای ته نه دی رسېدلی . مخالف لورﺉ به هم خپل ګوزارنه جاری ساتی تر څو چی نیونکی وشړی .
په بل عبارت ، دغه لس زره امریکایی پوځیان به واضحأ د جنګ په حال کی وی ، که رسمأ ځانو ته هر نوم هم ورکړی . دا ځکه چی طالبان به په افغانستان کی هغوی قطعأ پرې نږدی چی هغسی پوځ ورته وروزي چی د دوی سره جنګیږی ، نو ځکه به د همدې « روزونکو » سره جنګیږی . نو اوباما ، جوبایډن او جنرالان څنګه دا ژمنه کولای سی چی دغه جنګ به په ۲۰۱۴ کی پای ته رسیږی ؟
ځواب یې دا دی چی دوی هغه څه چی تر ۲۰۱۴ وروسته به پیښیږی ، « جنګ » نه بولی . هغوی به د « جنګ » د کلمې تعریف بدل کړی .
پیش بیني خو باالکل داسی ده چی هغه لس زره بد بخته پوځیان چی هلته به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د « روزونکو » په نوم پاته وی ، د طالب جنګیالیو د حملو ، ځان وژونکو برید ګرو ، او ماین چاودنو سره مخامخ وی . د هغوی پر اډو او بېسونو به د هاوانونو او راکټونو حملې کیږی . کله چی هغوی دوری هوری ځی ، نو ګاډي به یې په راکټونو ویشتل کیږی . دا لا څه ، هغوی به پخپله د افغان پوځیانو د حملو سره هم مخامخ وی چی ظاهرأ به همدوی روزلي وی ، لکه طالبان چی مخکی لا پوهېدلی دي چی په اردو کی نفوذ امریکایی ځواکونو ته د نږدې کېدو تر ټولو ښه ذریعه ده تر څو ګوزار پر وکړی .
نو امریکایی ځواکونه به هم د ناچارۍ له مخی جنګیږی او خپلو بریدونو ته به پایښت ورکوی . امریکایی هوایی حملې به هم ضرور جریان لری او هم به د بې پیلوټه طیارو حملې جاری وی څو چی په دې ډول به ګڼ شمیر نوي دښمنان رامنځته کیږی او امریکایانو ته به د سزا ورکولو او له وطنه شړلو  لوړه کوی .
دا هر څه به بېله شکه د امریکا لخوا « جنګ » نه بلل کیږی او نه به یې هم د لویو پانګوالو خپرونی جنګ بولی . وګورﺉ په دې ارتباط موږ مخکنۍ بیلګې هم لرو : امریکا په کولمبیا کی د کلونو کلونو راهیسی د « فارک » ، مارکسیسټی ښورښیانو سره د دې هیواد په ځنګلونو کی جنګیږی . همدا جنګ هیڅکله هم په امریکایی خپرونو یا د پنتاګون په راپورونو کی جنګ نه دی بلل سوی ؛ بلکی موږ ته ویل کیږی چی امریکایی پوځیان هلته د دې لپاره لیږل سوي دي چی د کولمبیا اردو ته « روزنه » او « سلا مشوره » ورکړی چی د « مخدره موادو د کاروباریانو » سره جنګیږی .
کټ مټ قصه د مرکزي امریکا په یو کوچني هیواد السلوادور کی هم روانه وه چی یوه لسیزه یې انقلاب او کورنۍ جګړه وزغمل . په دې هیواد کی امریکا د یو څو فاسدو او ظالمو شتمنو د حکومت ننګه کوله او د هغه وحشی پوځ ملاتړ یې کاوه چی اطرافو ته به ورتلل او د ښورښیانو ملاتړي به یې په وحشیانه ډول وژل . دلته هم امریکایی پوځیان « روزونکي » او « مشاورین » بلل کېدل حال دا چی د هغوی دندې له دې نه ډیري پراخي وې یعنی وینی به یې تویولې . لکه څنګه چی یو ځل یې د دې هیواد د مرکز په یو هوټل کی د مخالفینو پر ۱۲ فعالینو باندی چی هوټل یې د لږ مودې لپاره یرغمل کړی و ، وینړۍ حمله وکړه .
په یو هیواد کی د خپلو پوځیانو اچول او هغوی ته د مشاورینو یا روزونکو نوم ورکول د امریکا یو پخوانی تبلیغ دی . خو د پخوانیو دغسی استعماري کړنو سره د دې نوي پوځ اچونې فرق دا دی چی دا ځل په دغسی اعمالو کی د لاس لرلو لپاره د امریکایی پوځیانو شمیر خورا ډیر دی . حتی دا ادعا به د بیل کلنټن د افسانوي ګنګس یا مبهم کولو په نسبت هم خلک ځکه معتقد نکړی چی آیا لس زره تر غاښونو وسلوال امریکایی پوځیان هم « روزونکي » کېدای سی ؟! ( په هر صورت ، امریکا کټ مټ لس زره « روزونکي » او « مشاورین » په ۱۹۶۲ کی په یو بل جګړه ځپلي هیواد کی هم لرلی وو . هو ، دا هیواد ویتنام و ، او دغه روزونکي هلته سم په جګړه کی جنګېدل څو چی باالاخره یې تعداد پنځو لکو « ۵۰۰۰۰۰ » ته ورسېد . ) پای    

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery