مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-01-02   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

فلم کتل څه ګټه لری؟

حبیب الله شینواری

 

وایی کامل انسان هغه دی چی خپل ورځنی کارونه په یو مهال ویش سره ترسره کړی او خپل ژوندانه کی هر څه ته وخت ورکړی. لکه د تعلیم او زده کړی تر څنګ، تفریح هم وکړی. چکر ته ولاړ شی، خپلی کورنی، انډیوالان او خپلوانو سره ناسته او پاسته وکړی. ځکه که انسان دا ټول ترسره نکړی او ځانته پر یوه شی تمرکز وکړی، یعنی تل درس ووایی یا تل تفریح وکړی. نو طبیعی ده چی هم ښه کار ندی، او هم دا چی انسان له بیلابیلو روحی او روانی ستونزو سره مخامخوی. او بل دا چی اوسنی نړی د ځغاستی میدان غوندی دی چی که څوک تلاش ونکړی او منډه و نه وهوی نو خامخا به له ناکامی سره مخی شی. محققین هم له تحقیقاتو څخه وروسته پدی نظر دی چی هر انسان په فطری شکل باید هر څه لپاره تقسیم اوقات او وخت ولری. د زده کړی یا کار و بار وخت، د سپورټ یا ورزش وخت، د تفریح وخت او خامخا چی د خوب وخت .
نو اوس راځو دی ته چی فلم کتل هم یو ډول تفریح ده او د دی ترڅنګ چی څوک د تفریح کولو لپاره فلم ګوری باید د فلم چی منظور می دلته د ښو او اجتماعی فلمونو څخه دی، مثبت اړخونه په پام کی ونیسی او هغه په خپل ژوندانه کی پلی کړی.
ډیریی کسان شته چی د فلم کتلو سره سخته علاقه لری او په اضافی وخت کی د هالیووډ یا بالیووډ فلمونه ګوری. او خوند تری اخلی. نو زه فکر کوم چی فلم کتل هم یوه تفریح ده او سړی کولای شی د فلم کتلو له طریقه خپله د کار یا زده کړی ستړیا او ستومانتیا اوباسی. او هم دا چی د فلم کتلو څخه مثبت ټکی راواخلی او د هغه څخه د ژوند د پرمختګ لپاره ترینه ګټه واخلی.
په آخر کی غواړم دا ووایم چی زه ځپله شخصا هم د فلم کتلو سره ډیره زیاته علاقه لرم او په اضافی وخت کی کله چی د خپلی وظیفی څخه راشم او کورنی کار هم بل نوی، نو یو هندی یا آمریکایی فلم ګورم. او د هغه څخه خوند اخلم شاید ځنی کسان دا ووایی چی فلم کتل د وخت ضایع کول دی او هیڅ ګټه نلری. خو آمریکا چی په نړی کی یو پرمختتلی هیواد دی، د هغی ډیریی اوسیدونکی هره یکشنبه چی د هغوی د رخصتی ورځ ده د تقسیم اوقات پر اساس یا سینما ته ځی او یا هم په خپل کور کی فلم ګوری.
ځکه څیړونو دا ښودلی ده چی هر انسان د کار او زده کړی تر څنګ تفریح ته اړتیا لری. او فلم کتل یو د غورو لارو څخه یوه لاره ده چی سړی تفریح وکړی.
نو زه د یو ځوان په صفت د خپلو همزولو څخه هیله کوم چی لومړی مهمه دا ده چی په یو قوت سره زده کړه وکړی او د زده کړی په برخه کی تل هڅه ولری او تل مطالعه وکړی. خو د دی تر څنګ دی د تفریح لپاره وخت وباسی، خو تفریح دی هم وکړی. دا چی فلم ګوری یا ملګرو سره په چکر وځی یا کومه بله لوبه کوی دا د هر چا خپله خوښه ده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery