مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-01-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اټومي ځواک پاکستان ګډودیواو نارامیوکې ډوبیږي

ژباړڼ : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
سرچینه : شپیګل انلاین

 
لیکوال :حسنین کاظم   له  اسلام اباد  څخه 

نیټه ۱۶.۰۱.۲۰۱۳  
یوسړی چې ځان يې  په خپله  د انقلاب لارښود نومولي ، دیو ستر لاریون  لامل شوي دی . د پاکستان سترې محکمې  د لومړي وزیر  دنیولو امر  ورکړي دی .  د دغو لوبو تر شا   پوځ خپل چاڼس ته انتظار  باسي  . د پاکستان  اټومي دولت   به ډیر  زر د ژورو سیاسي  ګډوډېو لخوا  ولړزیږي ، له دې  سربیره د غه هیواد  د تاوتریخولې، تشدد او ترهګري څخه هم کړیږي .
دغه صحنې او انځورونه له یو بل څخه  ډیرتوپير نه لري . خلک په اسلام اباد کې د ولسي جرګې ودانۍ  مخي   ته ګدیږي . نارینوو لاسونه د یو بل پر اوږ و اچولي او په یوه ډایره کې ټوپونه  وهي . ښځو زرغون بیرغونه  د سپیني نیمه میاشت سره ښوروي او سندرې بولې . دوی په پرلپسي  توګه  چغې او نارې وهي (  نظام بدلو) نظام بدل کړئ . لاریونکوونکې  د محمدطاهر القادري  پلویان دي ، دوی  یو مبهم ، بغاوتګر سړی  چې درژیم ګوتنوونکې او دانقلاب لارښود یا مشر  دی بدرقه کوي .                                                                                                                            د سترې محکمې پریکړه چې لومړي وزیر راجا پرویز مشرف د مالي فساد په تور تورن دی باید و نیول شي . د هیواد له  ډیر برخو څخه  په ټلویزیونې شبکو کې د قهریدلي خلکو انځورونه  ښودل کیږي . دوی دراجا  پرویزاشرف د نیولو خلاف لاریونونه کوي .  د دوی  څخه ځینو په تاوتریخولي لاس  پوري  کړي هم  دی . په کراچې کې خلک هوایي ډزې کوي . نوربیا طاهرالقادري ته ښکنځلې کوي . دوی وايي، چې دغه سړی  حکومت  او  پاکستانیانو ته درناوي نه لري . ځکه  حکومت په ۲۰۰۸ کال کې د ولسواکو ټاکنو له لارې ټاکل شوي دی .
پاکستان په خپل تاریخ کې تر اوسه  پوري له یو داسي  ژور سیاسي کړکیچ  یا کرریز سره مخامخ شوي نه  دی . اټومي ځواک د یوې ازموینکې دورې  سره مخامخ دی . داسي مالومیږي چې  داځل له دغې ازمویني څخه بریالي راوتلي نشي . د نوي کال په پیل کې او یا د مي په میاشت کې ټاکنې تر سره کیږي .که  پاکستان  بیا  هم  له دغو ګډ وډیوسره  ټاکنې ته ورسیږي ، دا به دپاکستان په ۶۶ کلن تاریخ کې لومړۍ ځل وي چې یو ولسواکه حکومت  خپل قانوني وخت پوره کوي او ورسره  یو بل ملکې حکومت يي ځای ناستي کیږي
 ظاهرآ دا هېچ مانا نه ورکوي  چې د انقلاب  لار ښود یا مشر دیو منتخب حکومت له  مشرتابه څخه د سمدستي استعفا  غوښتنه کوي  .

پوځ له دغې ناوړه حالاتو او ګډوډیو څخه ګټه اخلي
ځکه اوسني حالات د پوځ په خوند او رنګ برابر حالات دي . پوځ پنځه کاله مخکې د پوځې ډیکتاتور جنرال پرویزمشرف  د واکمني   پای څخه  را ورسته  په ولس کې خپل اعتبار او اغیزه په تدریجي ډول له لاسه ورکړي  .
په ۲۰۱۱ کال د مي په میاشت کې د پاکستان په شمال ایبعټ اباد کې د امریکايي سرتیرو لخوا د بن لادن د وژل کیدلو ځای دپاکستان د پوځې اکادمي څخه  یوڅو سوه متره  واټن درلود، دوی ته  د ا یو ستر ملي شرم وو .
همداسي  پر پوځ   نوري ګوتنیواکې هم  کیږي ، لکه پاکستان  د امریکایانو د دروڼ یا بي  پیلوټه الوتکو برید ونه په عامه توګه  ګوتنیوکه کوي ، خو په پټه کې له امریکایانو سره  په دغه بریدونو کې جوړو او  یوه خوله  دی . په هر صورت د دغو بریدونو پروړاندې  پوځ هیچ  اقدام  نه کوي .
د څولسیزو راهیسې پوځ په هیواد کې یواځیني  بي جوړي ستر ځواک وو. پوځ د هیواد د فاع په برخه کې دیو ځانګړي اورګانیزیشن   څخه نوره هم جګ   ځای درلود. وسله وال پوځ  تل په سیاست کې لاسوهنه کړي او کوي . پوځ د پاکستان د نیم  تاریخ څخه ډیر  دپاکستان ولسمشر،لومړی وزیر او د اقتصاد  ډیرې برخې او چاري کنټرولوي ،دهیوادپه ټولو مهمو چارو اوپریکړو کې، مهمو سفارتونو ته  د سفیرانو ټاکل او پوځ د دولتي هوايي شرکت  پی ای  اې  په  ملي عوایدو کې خپله  ټاکلي برخه لري .
 پاکستان کې دپوځ اغیزه له ډیره مودي  څخه  په محسوسونکې  ډول  را ټیټه شوي ده . سربیره پردې اوسني حکومت پریکړه کړي ده  چې د پخوا په پرتله یواځي حکومت او دحکومت  سیاسي اپوزیسیون کولي شي، د ټاکنو څخه لږ  مخکې  یو عبوري حکومت   داساسي قانون پر بنسټ  رامنځته کړي .  په دې برخه کې اوس یواځې  دوی دواړه  پرته له پوځ څخه اجازه لري  چې خبرې وکړي . پر دې سربیره   ډیر خلک د دومره لوی  پوځ شتون  او د پوځ مالي لګښت  او په هیواد کې د پوځ پرټولو چارو باندې  بي کچه  واک لرل تر پوښتني لاندې راوستي دي  . یواځي د پاکستان  پوځ  ۶۲۰۰۰۰ سرتیرې لري .
په تیره کال کې د پوځ لوی درستیز  جنرال پرویز اشفاق کیاني په هیواد  کې یو تر ټولوځواکمن سړی په توګه  د پاکستان په تاریخ   کې په  لومړۍ ځل   په یوه بیساري وینا کې وویل ، نه یواځې بهرني ګواښ بلکې په کور دننه ترهګري  هم دغه  هیواد له سترو ګواښونو سره مخامخ کړي دی . تر دې مخکې  یواځي  زوړ دښمن هند د پاکستان شتون لپاره  یو ګواښ وو .

څومره احتمال د پوځې کودتا شته  ؟
که حالات په تاوتریخوالې واوښته، پوځ به له دغې ګډوډوحالاتو څخه ګټه پورته کړي او خپلي پوځې لاس وهني ته به یوه بهانه ومومي . ځکه هېچ څوک پرته له پوځ څخه امن اونظم نشي راوستلي . له یوې خوا ټاکنې رارواني دي او  له بلې پوځیانو غواړي او دوی ته  ښه موقع ده چې اوسني حکومت یوې خوا ته کړي
  د شپیګل انلاین خبریال د یوي پوښتني په ځواب کې یو جګپوړي افسر چې نه يي غوستل  نوم یي واخیستل شي د راوړلپنډي په  پوځي مرکزي قرارګاه کې  وویل ،که حالات له کنتروله ووځي . موږ  فکر  کوو او کړي دی او جوته خبر ده چې د خپل ملي امنیت  لپاره  به لازم اقدامات  او عملیات وکړو .
د پاکستان د سترې محکمې قاضي افتخار چوهدري له ډیرو کالونو څخه د ولسمشر اصف علی  زرداري په وړاندې  خپله  مبارزه کوي . دغه دواړه یوبل نه  شي زغملي . چوهدري یو سړی دی چې د واک خوبونه ویني . ده  د لومړي وزیر  اشرف  مخکني ځایناستي نیم کال مخکې له دندې ګوښه کړو . ځکه دی  د زرداري  په وړاندې دمالي فساد ضدهڅو کې دچوهدري  په لاره کې یو خنډ وو.
که څه هم په تیرو څومیاشتو کې دقاضایان او جنرالان  ترمنځ  د یووالې لیوالتیاکوم څرک نه لیدل کیده ، اوس دوی په دې برخه کې  بیا په یوه خوله شوي دي چې د اوسني حکومت قانوني مودې پای ته یو خنډ ورجوړ کړي .    راجا اشرف په وړاندې دمالي فساد تورونه ډیر  زاړه دي ،دغه سیاسي چارواکې باید ډیر پخوا محکمې ته درول شوي وی . اما دا  اوسني  اوخت داسي ښیي چې دا ټول  شیان  له یو بل سره پلان شوي دي ، اسلام اباد کې خبریال  طعه  صدیقي وايي .
دی لکه  دډیري نور څارونکو په څیر په دې اند دی  چې دیوې  پوځې کودتا احتمال ډیر لږ دی . ورستي پوځې کودتا  څورلس کاله مخکې شوي چې جنرال مشرف یي  واک ته ورساوه .په همدي منځ کې  اوس یوه قوي مدني ټولنه رامنځته شوي ده . ډیر تلویزویونه  او اخبارونه رامنځته شوي دي . پوځیان د دوی د ازادیوځواک څخه ویریږي . زه باور نه کوم چې پوځ  په کودتا لاس پوري کړي . صدیقي وايي . د دې ډیر احتمال شته  دی چې د تکنوکراتانو څخه یو حکومت رامنځته شي او دغه حکومت به  د پوځیانو په خوښه عمل کوي .

 هیواد له سترو  بیسارو  ژوروکړکیچونو سره مخامخ دی
تر ډیره بریده د دغي اوسني  ټاکل شوي حکومت په وړاندې د ګوټنیوکې پرځای دي . دډیر وخلکو حالت د حکومت له ټاکلو څخه را ورسته   زښت ډیر بدتره شوي . خوراکې ټوکې په بیساري ټوګه لوړ شوي دي،خلک دبریښنا، غاز  او تیلو له کمښت  سره مخامخ دي . ډیرې خلک نشي کولي چې دوه وخته ډوډي وغوري .له یخنیو څخه  خلک کړیږي ،ځکه دوی د کورنوګرمولو لپاره غاز  نه لري .د دې برسیره  نور پرابلومونه لکه ترهګري ،د لږکیو په وړاندې تاوتریخوالې او ډیر خلک سختډیزه شوي دي . 
  له خپل بي ثباته ګاوندې هیواد افغانستان سره په  شخړو او جګړ وکې بوخت دی،د کراچې په بندري ښارکې خلک د سیاسي واک  پر سر سره  څیرلي شوي دي . ددوی  لخواکړکیچونه د وسلو په کارولو سره پرمخ بیول کیږي . د څښاک اوبوکمښت،طبعیي ناورینونه ، زلزلې او سیلابونو  دغه هیواد په سره اخیستي دی .
په داسي  ناوړه  نازکو حالاتو کې پاکستانیانو ته  ډیره بي تفاوته ده چې طاهر القادري د پوځ لخوحمایت کیږي . یا دی  دپوځ سړی دی ،که څه هم دی دغه تورونه ردوي .
 دډیرو پاکستانیانو په فکرونو کې دا نظر یه  اوس برلاسه کیږي چې یو پوځې حکومت بهتره دی له یوې  ولسواکۍ یا دموکراسي څخه . پاکستانیانو ته  اوس  مهمه نه ده چې طاهرالقادري په خپلو ویناوو کې  په پاکستان  داسلام  دسپکاوي  له قانون یا د(  بلسفیمي قانون  )  څخه ملاتړ کوي . دی دیو لبیرال  ازاد اسلام پلوي هم نه کوي ،د ی په خپله د ولسواکۍ په پرانسیبونه ولاړ نه دی ، دی یو منتخب حکومت  سمدستي لمنځه وړل غواړي . دغه ملا  یا روحاني ډیرې ضداو نقیصي خبرې کوي .
د خپل ژوند او راتلونکې په اړه د خلکو نهیلي، په مالي فساد کې ککړ حکومت  پر وړاندې قهریدلي خلک  ،دا ټول کفایت کوي چې  خلک هر څه ته ملا وتړي ،تر څو خلک  دخپل راتلونکې ژوند حالات سم کړي . هیچ څوک نه پوهیږي چې څوک به د دغې ټولو ناوړو حالاتو مسوولیت پرغاړه واخلي .  نه به هغه خلک چې انقلاب غواړي او نه به هغه کوم خلک چې د لومړي وزیر د نیولو پر ضد لاریونونه کوي  چې دا مسوولیت پرغاړه واخلي .
  پاکستان کې  هر څه شوني دي، په  سولیز ډول او د تاوترخوالې څخه پرته دحکومت بدلیدل او د پر له پسي دایمي ناراميو تاوتریخوالې  امکان  شته  دی  .
پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery