مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-01-24   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د پکتیا سحر مجلې اوومه ګڼه له چاپه راووته

 پکتیا سحر مجله چې شپږمه ګڼه یې درې میاشتې وړاندې له چاپه راوتلې وه او د هېواد په ځینو ولاېتونو کې د مینه والو تر ګوتو ورسېده، دا دی له نېکه مرغه اوومه ګڼه یې هم له چاپه راووته چې انشاء الله ګڼ شمېر ولاېتونو ته به ولېږدول شي .
پکتیا سحر چې د سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنیز مرکز ناپیېلې، سپورتي، ټولنیزه او سیاسي مهالنۍ خپرونه ده له پکتیا ولاېت څخه خپرېږي چې بېلابېلې ليكنې خپروي، د پښتۍ ډیزاېن یې په ډېر ښکلي شکل سره شوی دی چې د پښتۍ په څلورم مخ کې د « د دستار سړي په شمار دي » تر نامه لاندې د دوكتور مير عوث الدين غوث لنډه علمي پېژندنه کښل شوې ده او د پښتۍ په دوهم مخ کې د استاذ غلام صديق سيار په ورزشي څانګه کې لنډه پېژندنه کښل شوې ده چې په ترتیب سره په مجله کې په ۴۸ اته څلوېښت مخونو کې اسلامي، ادبي، سیاسي او ورزشي لیکنې کښل شوې دي، د مجلې په منځنېو پاڼو کې یو انځوریز رپوټ په رنګه ډول چاپ شوی دی چې د یاد مرکز د کړنو څرګندونه کوي او هم ددې مرکز د سپورتي څانګې د ځینو ورزشي روزونکو عکسونه چاپ شوي دي چې په منځنيو دوه مخونو كې د سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنيز مركز مشر ګل كريم سحر پېژندنه په رنګه او هنري ډول چاپ شوې ده چې دده د ژوند ډېر اړخونه او ټولنې ته دده خدمتونه پكې په ډاګه شوي دي .
هېره دې نه وي چې د پکتیا سحر مجلې د امتیاز څښتن سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنیز مرکز، مسوول مدیر استاد ګل کریم ( سحر پکتیاوال ) ۰۷۹۹۲۳۶۲۲۲ ـ ۰۷۷۱۸۳۳۷۵۶ او مرستیال مدیر یې م ب ( معروف افغان ) دي . ۰۷۷۹۷۱۷۰۷۲
bilalmaruf551@yahoo.com
که تاسې غواړﺉ خپلې لیکنې د پکتیا سحر په پاڼو کې ولولئ نو پدې برېښنالیک خپلې لیکنې راولېږﺉ او یا هم د ګرځنده په شمېره له موږ سره اړیکه ونیسئ .
0704979855 paktyasahar@yahoo.com
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery