مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-01-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ژوندي بمونه :له لاسه وتلي ورک افغان ماشومان

benawa afghanistan
ژباړن: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
سرچینه : دالمان شټرن مجله


ریسرچ  او پلټنې   :        انوشکا تومات 
لیکوال                        :       جوزپی دي ګراڅیه
فوټوګراف                 :           اصیم  رفیقي

دی اټکل د نهو یا لسوکالو و،کله چې دوی دی بوتلو،یوافغان تنکي ځوان  د خپلي ځان  وژني کیسه کوي چې څنګه طالبانو له ده څخه یو ژوندی  بم جوړکړو.
تنکې ځوانان  دکابل  د ځوانانومحبس په انګړ کې ولاړ دي ، دلته هر لسم  ناست  بندي  دځانمړګۍ  بریدګر په  تور تورن  رالیږل شوي دی . یوتنکي  ځوان دخپل مرګوني ماموریت په اړه  موږ ته داسي رپوټ راکوي  .
عریزالله غوښتل چې  له ده څخه یو ستر ځواکمن سړی  جوړ شي،یو ریښتنۍ جنګیالي ترینه جوړ شي، ده ته  چې  څه طالبانو ویلي وو، دی په هغه باندې  ډیرټینګ باور لري . هغه داچې د ده  مور او پلار به  هله جنت ته ولاړ شي، کله چې دی خپل ځان په بم  کې والوځوي .
عزیزالله وایي   : ته په ما نه  پوهیږي چې زه ولې دا کار یا عمل تر سره کوم  .
پوښتنه  :  ولې  زه نه پوهیږم ؟ 
ځواب     :  ځکه چې ته کافر یي.
پوښتنه  :  مسلمانان  خو هم د ستا په دې عمل  باندې نه پوهیږي؟.
ځواب     : بیا دوی هم مسلمانا ن نه دي .
عزیزالله پوښتنه  کوي  : ما ته دې  څه شي  راوړي دي  ؟
ځواب    : هو، ماتا ته قلمونه،کتابچې او د ټینس ټوپونه یا ټوپسکې راوړي دي، څه شي چې تا له ما غوښتي وو.
پوښتنه  : قلمونه رنګه رنګه دي ؟
 ځواب    : هو، قلمونه سره  او  زرغون دي .
عزیز الله وویل ، ډیر ښه .
پوښتنه   :  ولې نه غواړې  یوه هڅه وکړی چې ما ته  ټول هغه شیان بیان اوتشرح کړي،کوم چې  پېښ شوي دي ؟
ځواب     :  دوی خو پر ما باندې زما ماغزه  پریمینځلي دي .
پوښتنه   : ولې خندې ته ؟
ځواب     : ځکه دا همداسي ده او تاسو زماڅخه  دهمداسي یو شي  اوريدل غواړي .
پوښتنه  : عزیزالله ،ته له دې نه وېریدې چې تر نس دې چاودیدونکې توکې تړلي تا  به په هوا کې  ټويې توټې، سوري ، سوري او څیري ،څیري  کړي ؟
ځواب     :  نه، ما غښتل چې  زه یواتل  اووسم ، ما غښتل چې  خپل ژوند کې سرلوړی  اوعزتمن سړی  شم  .
پوښتنه    :  عزیزالله  ته ولې لږ څه  هم له دې  نه وېریدې  چې د ستا دنس پرسر  دومره ډیر ځای پرځای شوي  چاودیدونکې توکې به تا په ټوټو، ټوټواو څیري کړي ؟
ځواب      :  نه ، ما په ریښتیا سره داسي باور دلودچې ماته  به هېچ   پېښ نشي ،ما یواځې دا  فکر کاوه، څه چې  دوی ماته امرکړي  اوڅه يي چې ماته  ویلي دي، همداسي به  کوم . ما غوښتل چې یو اتل اووسم،ما غوښتل چې یوباعزته ژوند ولرم  .
پوښتنه  :  ته غواړي له خپل پلار سره خبرې وکړي ؟
ځواب      :  زه اصلاأ  نه غواړم  له ده سره خبرې وکړم .
پوښتنه   :  ولې ؟
ځواب     : ځکه دی بیا له مانه پوښتنه کوي چې ته ولې ځان وژنه کوی او ته خپل ځان  خپله په هوا کې الوځوي ، زه  دغسي خبرې نه غواړم  چې واورم  .
پوښتنه   :  ستا کورنۍ خبره ده ،پوهیږي چې تا څه کړي دي او ته دلته ناست يي ؟
ځواب     :  دا پوښتنه ما ته هیچ په زړه پوري نه ده ، موراو پلار  ماته نور  هېچ  مهم نه دي .
پوښتنه  :  د دوی څخه څوک ستا لیدنې ته دلته راغلي دي ؟
ځواب     : کله چې زه د کندهار په بندیخونه کې ناست ووم، یو تره مي  هلته لیدني ته راغي . د ده لیدنه ماته بي تفاوته وه،په دې هم نه پوهیږم چې ده به زما مور او پلارته زما په اړه څه ویلي وي  او که نه . له هغي مهاله تر اوس دخپلي کورنۍ څخه  هېچ خبر نه لرم .
پوښتنه  :  ستا سره د ټیلیفون نمبر شته چې د خپل پلار سره خبرې وکړي ؟
ځواب      :  زما پلار ټیلیفون نه لري .
پوښتنه   :  ته نه غواړې په مینه د خپل پلار سره خبرې وکړي ؟
ځواب     : اصلأ زه نه غواړم چې له ده سره خبرې وکړم .
پوښتنه   :  ولې ؟
ځواب      :  ځکه دی بیا له مانه پوښتنه کوي چې ولې ماخپل ځان په هوا کې الوځولو. زه نه غواړم  چې  دی  زما څخه دغه پوښتنه وکړي .
پوښتنه   :  عزیزالله کله چې ته له بند څخه خوشي شي، څه غواړې  وکړي  ؟
ځواب     :   غواړم چې  یوسرتیري شم .
پوښتنه  : ته  بیا پریږدې چې ته  د طالبانو لخوا بیا جذب شي ؟
ځواب     :  نه ، زه  به یوځلي بیا یو داسي عمل تر سره  نه کړم . له همدې امله زه اوس خپل کورته نه ځم ، په کابل کې زه ډیر ډاډه یم،دلته کړي شم چې زه د افغان وسله وال پوځ ته ورشم .
  پلټونکې  : اماته خو دسرتیري کیدولو یا پوځ ته د تلو لپاره  لا ډیر کوچني يي .
ځواب    : کله چې زه خوشي شم ، یو جعلي پاسپورټ به پیدا کړم، تر څو چې زه ځان  په کې لوی وښیم . زه له وسلو سره ډیره مینه لرم، زما وسلې  ډیري خوښیږي . د همدې لپاره زه غواړم چې یوسرتیري شم .
پوښتنه  :  که ته  وسله وال پوځ د خپل جعلي پاسپورټ  په ورښودلو سره تیر و نه باسي اوبریالي نشوي ، بیا  ته څه  غواړی وکړی ؟
ځواب    :  زه بیا غواړم چې سرتیرو ته په پخلنځي کې ډوډۍ پخه کړم . ما طالبانو ته هم پختن کړي دی . زه ډیر ښه اشپزیم ، باور وکړي  .
پوښتنه  :  عزیزالله کله چې ته د نورو بندیانو سره یوځای اوسيږي، هغه څه چې طالبانو تاته درښودلي دي،  لکه ټول کافر سرتیرې د افغانستان څخه ووځې او ټول امریکایان باید ووژل شي . دغه  تبلیغ همداسي کوي  ؟
ځواب    :  څوک په ما پسي داسې وايي ؟
پلټونکې ځواب ورکوي  : ځینو بندیانو قوماندان ته ویلي دي . ولې  ته د محبس مدیري ته  او دمحبس قوماندان ته چې ته ورته  ورور   وايي ،  دوروغ وايي ؟  .
ځواب   :  زه هر چاته هغه  څه وایم چې دی دهغی شي اوریدل غواړي . داکار زما لپاره ژوند  ډیر اسانه کړي دی ، ښایي دوی ما همداسې وبښي .
پوښتنه  :  ته څه شي په ریښتیار سره  غواړې ؟
ځواب    :   زه غواړم بیرته طالبانو ته ورشم .
پوښتنه  :  ته په ریښتیا سره بیرته ځی .
ځواب    :  هو ،زه بیر ته طالبانو ته ورځم .
پوښتنه  :  ولې ؟
ځواب    :  زه هلته ډیر نیکمرغه وم ،دوی زما سره ډیر ښه چلند کاوو،زه د دوی لپاره  یو ډیر مهم سړی  وم ،زه يي یوې ځانګړي  دندې لپاره ټاکلي وم .
ولې، ما خو تا ته همداوس وویل چې ته  زما په خبرې  نه پوهیږي چې زه ولې  داکار کوم .
پوښتنه  :  غواړي ته  په ریښتیا سره یوځلي بیا ځانوژنکي برید تر سره کړي ؟
ځواب    :   هو ،که خدای ماته د دې توفیق راکړو .

 عزیرالله فکر کاوه، یوه ګوته  به مي کمه  شی ،زه دغه منم ،ده  پر دردونو باندې  هیچ فکر نه کاوه او په دې  باندې هم  فکر نه کاوه  چې دی به  په وینو کې سور ولړلي  شي . ده وعده ورکول شويو انعامونواو ویاړونوته  فکر کاوه. ده  دې ته فکر کاوه چې دی به  په ژوندکې څومره نیکمرغه او خوشحاله  شي
 دی  دافغانستان په سویل ختیځ   ښار سپین بولدک کې سړک ته ورڅیرمه په یوه کاریز کې پټ  و، تر دې مخکې ده  دپاکستان په پوله کې د طالبانوپه یوه کمپ کې دوه میاشتي  تیري کړي وې . دوی دی د یوې دیني مدرسي څخه بوتلي  وو. بیا دی سپین بولدک ته ولیږدول شو. هلته  دی  له یو زوړ سړی سره میلو شو. دغي سړی ده ته د ځانمرګې بریدونو واسکټ او کمربند ورواغوستلو . دی یي بیا کاریز  ته بوتلو. دی باید هلته په کاریز کې تر هغه انتظار وباسي،ترڅو پرسړک باندې  دامریکایي پوځیانوکاروان  د تیریدو په حال کې ولیدل شي .
عزیزالله  انتظار باسي، ده  محسوس کړو چې ځانمرکي واسکټ  دی په یوه برخه کې ټینګوي او خوږوي . دی   بلکل هېچ وارخطا نه وو، وېره  او خړپړتیا یي هېچ  نه محسوسوله .
عزیزالله په کمین کې امریکایي سرتیرو ته ناست دی . عزیزالله تل   دا هیله  درلوده چې دی یو سرتیري اووسي . بلاخره دی  یو دولس کلن سرتیري شو، دی  بیا د طالبانو سرتیري شو. دی همداسي ارام و، ده  په دې اړه  هېچ اریان نه  و او فکر يي  هم نه کولو چې دی ولې نا ارامه  نه دی .
ملا ده ته دڅو اوونیو په ترڅ کې ورښودلي و چې دی څنګه په واسکټ کې دبم د چاودیدني تکمه ټینګه  کړي  او دملا لخوا  ده ته په پرلپسي توګه  ویلي ،زده کړي او ډاډ ورکړي شوي وو چې دی به په خپل ګرد چاپیرکې ټول کافران ، ټول امریکایان او د افغانستان ټول یرغلګر به ووژني . ته به په خپله  ژوندی پاتي شي . دستا به یواځي یوه ګوته لمنځه ولاړه شي  او د ستا موراوپلار به  د دې ښه عمل په  بدل کې د انعام په توګه جنت ته ولاړ شي .
عزیزالله  فکر وکړو ،یوه ګوته کمه ، کومه ګوته ؟.  عزیزالله  تر دې  مخکې په دې اړه داسي  فکر هېچ نه وه کړي . دغه غټه ګوته ؟   هیلمن یم چې دغه ګوته  به نه وي . هو، دا کوچني ګوته به وي ،  دی به وکړي شي دغه  کوچني ګوته  قربان کړي . دی له ځانه سره وايي ،اصلآ د څه  شي لپاره دغه کوچني  ګوته  په کارده؟
دی په همدي فکرونو کې ډوب  و چې بلاخره  دا مریکایانود زغروال ګاډیو او جیپونو  غږ واریدل شو . دوی باید دلته ډیر نږدې شوي وې  اوسي، ده خپل ځان  لږ څه چمتو کړو، ده  باید  یو واري ځان ګرولي وي، ولې نه  ،دی په همدغه شیبه کې  لږ څه نا ارامه شو. عزیزالله ځان ټینګ کړو چې ارامه شي . له ځانه سره وویل چې یو سرتیري ځان نه ګروي  . دی به ټول شیان هغسي ترسره کړي چې څنګه ده امر شوي دی . دی لږ شانته  ورسته له خپل پټنځاي څخه راووت ، ده لومړۍ ګاډي پریښود چې تیرشي . دوهم  ګاډي هم همداسي . کله چې ده دریم ګاډ ي ولید، دی  یو دم په مونده شو اونارې  وکړي ،(  الله اکبر )! بیا ده خپلي سترګې پټي کړي اود ښي لاس د شهادت په ګوته د چاودیدونکې  توکو واسکټ توکمه يي  ټینګه کړه .
   یو ځان وژونکي  برید ګر پوهیږي چې دی اوس مري . دی  په دی هم  پوهیږي چې ولې ، څنګه، چیرته او کله . یوځانمرکۍ برید ګر  چې په دی ټولو شیانو ونه پوهیږي ،دی اصلا یوځانمرګۍ برید ګر کیدای  نه شی .
بیا نو دی  څوک دی ؟
دا د عزیرالله کیسه  او برخلیک دی .چې څنګه دی په خپله د ځان وژني کیسه کوي او  وایي . سړی د ده له سپړونو،بیانونو او کیسوڅخه ټکان خوري . سړی بایدله ده سره په اوږد سفر ولاړ شي او د ده کیسې او برخلیک و پلټي .د هري ورځې په تیریدو سره او د خبرو اترو په هره  ناسته کې شک په ډیریدو وو. په پای کې سړی پوهیږي چې  ډیري خبرې ریښتیا او سمي  دي . ښايي عزیزالله لږ څه دورغ ویلي وي .
موږ  کولي شو د غلام او نیاز کیسې  هم تاسوته  ولیکو،داکیسې ټولې یو شان ته دي او دا ټولي کیسې  په سمه توګه نه څیړل کیږي ، موږ ته دا ټولې کیسې ډیري ځورونکې دي چې ولې موږ په دا کیسو نه پوهیږو .
عزیزالله په دې برخه کې په حقه دی چې موږ په دغه کیسواو خبرو نه پوهیږو .
په افغانستان کې جګړه هیچ مهال د جګړو په سترو ډګرونو کې  تر سره شوي نه ده .دغه جګړه تل په کلیو اوبانډو او ښارګوتو کې تر سره شوي ده .
طالبان د مخامخ جګړو څخه ډډه کوي . دوی دهغو بمومو څخه کاراخلي چې دووې  پښي لري . دغه ژوندي   بمونه ناببره په یو ځای کې راولایږي اوجوتیږي  .
یو وتلي لیکوال هنس مګنس هنڅنبرګر  د خپل کتاب  په یوه برخه کې  د ( وېره وونکو سړې )  په نامه لیکي :  ځانمرګۍ بریدګر خپل امرورکونکي  ته یوه  نه ماتیدونکې وسله ده ،ځکه دی  له هیچ کوم پلټوونکې  یا کشفي  الې یادسټیلایټ  لخوا نشي موندل کیداي او نه پیژندل کیدي شي  . عملآ  له ده څخه په هر  ځای کې کار اخیستل کیږي .  سربیره  پردې دی خپل امر ورکونکي ته  په ډیره ارزانه بیه پریوځي .
په دې ورستیو دوو کالونو کې داسي بریدونه ځښت ډیر شوي دي .
په ۲۰۱۰ کال کې د ملګروملتونو په یو څیړنیز رپوټ کې ۱۴۰ ځانمرګې بریدونه په افغانستان کې  تر سره شوي دي . دغو بریدونو ۲۲۸ کسه  مرګ ته لیږلي دي . یو کال ورسته  په ځانمرګې بریدونو کې  ۴۳۱  مړه یا خلک وژل شوي دي . په دغو بریدونو کې تل له ماشومانو څخه کار اخیستل کیږي . په ریښتیني توګه سمه پټه نه لګیږي چې له دغو شمیر څخه څومره ماشومان دي .
څیړونکې  اټکل کوي چې نیمايي ځانمرګې بریدونه د ماشومانو لخوا تر سره کیږي . د سلو څخه ډیر ماشومان د افغانستان په بندیخونو کې  بندیان دي . دوی غوښتل چې ځانمرګې بریدونه تر سره کړي .
ترهګر  ډیر سپین سترګې دي ، دوی هغه وسله په لاس کې نه لري کوم چې ددوی مقابل لوري  لري .خو دوی پوهیږي چې دوی په کوم ځای کې دښمن ته یوه  سخته ضربه ورکولي شي . چې څومره ترهګر ځان تر فشارلاندې احساسوي ،هغمره دوی  ظالمان او سپین سترګې کیږي .
 دغه ماشومان  دامریکایانو د بي پیلوټه الوتکود بریدونو په بدل کې  زموږ  د غچ اخیستلو  یوه وسیله ده ، یو پا څونوال  د ځانمرګې بریدونوپه  اړه وايي  .
د کابل په سویل کې د تنکیو ځوانانو  په محبس کې چې عزیزالله ناست دی د بادام باغ  په نامه یادیږي . هغه  ونې چې دغي سیمې ته يي خپل نوم ورکړي وو اوس نشته . یوه  ډیره کچه لار د ځښتو  ډیروګړدنو بادیدوسره د والیبال لوبغاري  له ډګر څخه تریږي . دلته د ماشومانو یوه  زنګوهلي  زړه خوییدنه، دلوبي سامانونه درول شوي دي .  د دې په څنګ کې د والیبال یو میدان  دی، جال يي سوري سوري لیدل کیږي .
د ګهیځ لس بجي دي، عزیزالله ښوونځي ته ځي ، د ټولګې مخي ته دڅارنې پیره دار ولاړ دی .
 عزیزالله د ښوونځي اونیفورم  شین خت او ډارک پټلون اغوستي دی . همداوس ښوونکي  د افغانستان ګاوندې هیوادونه دټولګي  پر تخته ګنې . عزیزالله په ورستي چوکې کې ناست دی .مخي ته يي د جغرافیه کتاب ایښي دی . زده کړه  ده ته ډیر په زړه پوري نه ده  . دی د لوست پر مهال د میز لاندي د ربړینو  دبندونو څخه  لاسي بندونه کوڅۍ کوي او جوړوي . په محبس کې ماشومانو ته لاسي بندونه نقدې پیسې دی . عزیزالله دغه لاسي بندونه د خوږو او سیګروټو سره بدلوي . عزیزالله وايي، دی تر ټولو ښکلي لاسي بندونه جوړوي .
یوسړی چې زرغون عسکري نیفورم اوغوستي دی  راننوت ،  دټولګي  ټول ماشومان یودم غلي شول . عزیزالله موږ ته په ورو  ورو وویل، دا د محبس قوماندان  دی . ده  خپل  ټول لاسي بندونه  پټ کړل .  
     قوماندان خپلي د لمر سترګې  نه لیري کوي . لاسونه يي تر شا پټ  نیولي دي او دی په ټولګي کې  را وګرځیدو.  د ده له مخابري څخه یواځې د ساتندویانو غږګونه اوریدل کیږي .
د قوماندان نوم عنایت الله دی ،ده  زموږ څخه پوښتنه وکړه چې تاسوهم غواړي د دیني مدرسي زده کونکې  سره خبرې اترې وکړي او وګوري . تنکې ځوانانو په ټولګي کې د لمونځا خولې په سر دي . دوی یوشي ته پام کوي او ځښت ډیرجدي ښکاري . قوماندان موږ دې ته ځېرکړو چې دا ټول تنکې ځوانان  د ځانمرګې بریدونوکارېوړتوب یا  پوټنسیال لري .
    که موږ دوی  له دغي ځایه خوشي کړو، دوی به یوځلي بیا ځانمرګې بریدونه تر سره کړي . دوی به یا ووژل شي او یا به  بیرته دلته راشي .
کله چې موږ د محبس څخه لیدنه کوله ۲۳۰ بندیان  په کې وو.له دغې شمیر څخه ۲۲  ماشومان د افغانستان  ملي امنیت ته د ګواښ په تور تورن شوي وو. د دوی ډیر شمیر  لکه عزیزالله غوښتل چې ځانونه  په هوا کې والوځوي . چې ورسره ځان او نور  بېګناه  خلک هم  ووژنې . په بندیانو کې تر ټولو ځوان  بندي  لس کلن  او تر ټولو مشر اوولس کلن و  .
عزیزالله، غلام اونیاز له هغو ماشومانو څخه دي  چې د کوچنيتوب هېچ  شي  یا اعلامه  له ځانه سره نه لري . دوی هېچ د کوچینوالي  ښکلا او خوږښت  نه لري ، د دوی پرشونډوکله ناکله موسکا کې لیدل کیږي . دوی خلکوته  هروخت په غوسه کې او له یوې قهره جني څېري څخه ګوري، دوی د ماشومانو په بڼه کې جنګیالې دي .
عزیزالله په ونه کې کوچنې دی .د ده  دوجود غړې له یو بل سره سم سمون نه خوري، دده کوپري غټه ده ، کوپري یي د اوږې  تر شا  ډوبیږي . یو پښه يي لنډي ده ،کله چې دی په لاره ځي ،یوې خواته کوږ  یاماتیږي  او نشي کولاي خپل بلانس وساتي . لاسونه يي کوږ ه په منځ کې نیولي دي ، کله چې دی  موږ ته خپله کیسې  کوي  ،دی په خبرو کې  هېچ ولوله او احساسات نه ښيي ،سمه پته نه لګیږي چې دی  ښه پوهول شوي دی یا د ده احساسات  په جګړو کې کولپ  یا پڅ کړل شوي دي  .
عزیزالله د خپلي کورنۍ سره ګردیز ښارته نږدې په یوه سیمه کې ژوند کا وو. مور او پلار  لیک او لوست نشي کولي . پلار يي په ځمکو کې کار کاوه  او  ډیري لږ  پيسې کورته راوړي . پلار يي په دغه پیسو نشو کولي خپل زوی  عزیزالله ښوونځي ته ولیږي . عزیزالله به ډیرې ورځې د خپل پلار سره په ځمکو کې تیره ولې .
درې کاله په خوا یوماښام  دوه  کسه سړې د دوی کور ته راغلل .
په همدي مهال عزیزالله د خپل کورمخې ته  له خپل کوچنې ورور سره   په جګړیزې لوبو  بوخت وو، دی په  لوبه کې د طالبانوپه  لوري و او ورور يي دیو امریکایي سرتیري  رول لوبولو.
   یو څوشیبې ورسته پلار يي ورته غږ وکړ چې وړکیا ! دلته راشه . دغه سړې  به تا دیني مدرسې ته بوځې ، هلته به  لوی الله ج   تاته لیک او لوست  در  زده او  ډالې کړي

 پلار  خپل زوی عزیزالله   اړ کړو او ورته، ووایل  چې هلکه پام کاو ه،ویښ او ټکړه اوسه ، څه چې ښوونکې درته وايي ، هغه به منۍ  . عزیزالله ګومان کړي  او پوهیدلي و  چې په کور کې سړې طالبان دي .  پلار  به يي تل د طالبانو له حیرانوونکې اعمالواو چارو څخه خبرې کولي . عزیزالله فکر وکړو، له هر څه  نه به دا ښه وي ، ترهغي  چې زه دلته  په ځمکې کې پاتي شم . عزیز الله غوښتل چې یو اتل شي،  نه  یو کروندګر  .
عزیزالله تر ننه  نه پوهیږي چې مور او پلار يي  د ده په بدل کې  له طالبانو څخه  پيسې واخیستي اوکه نه . دا پیسې د ۲۰۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰۰ افغاني دي چې ۳۰۰ نه تر ۴۰۰ پوري یورو ترینه  جوړیږي .
عزیزالله پنځلس میاشتي دګردیز په یوه دیني مدرسه کې زده کړي وکړي . پنځلس میاشتي ده خپل موراوپلار ونه لیدل . یوه ورځ یو ښوونکي دی له ځانه سره د یو چکر لپاره غرو ته  بوتلو. دی  د طالبانو د ټریننګ یو کمپ ته یووړل شو. عزیزالله  ته دغه ځای ډیر حیرانونکې  او لمسونکې ولیدل شو. ده تر دې دمه  د طالبانو رول په لوبو کې لوبولو، دی اوس کړي شي  چې د خدای په لاره کې یو سم سرتیري شي . ده د خپلي تبجني تلوسي سره دخپلو لومړنیو عملیاتواو  امرنو انتظار کاوه .
په دا څواوونیو کې عزیزالله  په دورغو ویلو سره تیرایستل  شو، بلکل بدل  کړ ل شو،وغولول شو،په ده کې په دا لږ موده کې ډیره لاسوهنه وشو ه اودی  ډیر سخت  تیرایستل شو.
سړی تر ننه  نه پوهیږي چې دی اوس اصلا داسي احساس کوي چې دی غولول شوي دی . کله چې دی د طالبانو څخه خبرې کوي، دی په جاموکې  نه ځایږي او زړه يي ورپورې تړلي دی ، داسي ښکاري لکه چې دی  اوس بیرته  طالبانو ته ور روان  وي .
   عزیزالله هغه مهال غلي شي ،کله چې ده  ته څوک په یاد کړي ، له تا نه خو یوداسي  انسان  جوړکړي وو چې ځان ووژنه  او نور خلک هم  ووژنه  . دی بیا وايي چې هو،دا یو ډیر  غلط او بد کار وو، اما په څه ډول  چې دی دا خبرې کوي ،سړی بلکل نارامه کیږي ، سړی فکر کوي چې دی لاتر اوسه دبي هوښي په حالت  کې دی . لکه چې داهم د ده د زده کړي یا د ټریننګ یوه برخه وي  .
کله چې دی هلته لاړ ،دی سمدستي په یوه کوچني خونه کې بند کړل شو. رڼا نه وه ،ژوندنه وه . یواځیني غږ چې ده د څه شي اوریده ، هغه دغره دسمڅي څخه د چیني اوبو را څاڅيدونکې څاڅکې  غږ  وو. 
عزیزالله فکر کولو چې دا دیو ښه جنګیالي د دزده کړي  او ټریننګ یوه برخه ده .
څو ورځوورسته طالبانو ده ته یو کلاشینکوف په لاس کې ورکړو. عزیزالله باید کلاشینکوف له سهاره تر ماښامه له ځانه سره وګرځوي . ان کله چې دی ویده کیدو،دی  باید  کلاشینکوف  پر توشکه  یا نیلي باندې  ورته کیږي . ده ته د کمپ سړیو ورزده کړو چې څنګه سړی  په کلاشینکوف باندې  ډزې کولي شي . څنګه سړی  یو لاسي بم غورځوي ،دوی داهم   ورزده کړو چې څنګه سړی یو بم جوړوي او څنګه سړی یو راکټینچراستعمالوي .
دوه اوونۍ  ورسته ده ته یو واسکټ د چاودیدونکې توکو سره ورواغوستل شو. دی باید له دغې سمبال شوي واسکټ سره ټوله ورځ وګرځي . ددوی   لخوا ده ته  پنځه نور تنکې ځوانان  وروپیژندل شول، دغه تنکې ځوانان به په  نږدې راتلونکې  کې ځانونه په  هوا کې په بمونو کې والوځوي . دا هم دته وروښودل شول چې دی څنګه  دچاودیدونوکو توکو تکمه  ټینګه کړي . یوځل باید دی چاودیدونکې توکې ته د ریموټکنټرول له لارې  هم چاودنه  ورکړي  .
کله چې عزیزالله د ټریننګ څخه ورسته د شوربا سره وچه ډوډۍ  خوړلو ته کیناستو ، دطالبانو مشر  به هم دنورو ماشومانو سره  ډوډۍ خوړلو ته کیناستل . د طالبانومشر به  دوی ته  د بهرنیو یرغلګرو په وړاندې د جګړې  خبرې  کولي . دطالبانومشرویل،ما هم  ډیره قرباني ورکړي اوځان مي قربان کړي دی، ډیر کافران مي وژلي دي .   ګوري زه بیا هم  دلته ناست یم . د طالبانو مشر به ویلو.،دا اعمال او کارونه چې ما کړي دي،  الله ج  زه  يي دمنني په توګه ژوندی ساتلي یم . عزیزالله د دغې مشر سړی په خبرو باندې باور کولو، نورو ماشومانو به هم په دغه خبرو باندې کلک باور کولو.
عزیزالله ته اجازه نه وه چې دنورو ماشومانو سره د پلان شويو عملیاتوپه اړه وغږیزي . ده ته  دا اجازه  هم نه وه چې د ټریننګ کمپ څخه چیري ولاړ شي . ده ته د دې اجازه  هم نه وه چې اخبار ولولي او یا راډیو واري . يواځیني کتاب چې ده ته اجازه وه  ولولي هغه قران کریم وو. یوځلي ده ولیدو چې یو هلک د یو بل کتاب سره ونیول شو. دی په یو کیبل باندې ښه ووهل شو. عزیزالله غوښتل چې له هغې هلک څخه پوښتنه وکړي چې د کوم کتاب  په اړه د ته جزا ورکړل شوه. ده بیا هغه هلک ونه لیدلو.
په څو ورځو کې عزیزالله د نورو ماشومانو سره په  سپینو جامو کې پلتي وهلي د قران شریف  ویلو ته ګډ  کیناست ، دوی  ټولو یویو سپین  دستمال  تر سر تړلي وو . په یوه تخته  کې لیکي شوي وو.  کافران ، ملحدین ووژنئ ، جاسوسان  ووژنئ  .
عزیزالله مجبور و ،په جګ غږ  له ځانه سره په ساعتونو قسم یا لوړه  یاده  او زمزمه  کړي  چې ولې دا مهمه خبر ده چې دالله درضا لپاره  کافران ووژنئ  او  ولې  دامهمه خبر ده چې ټول یرغلګر باید  له افغانستان څخه ووځې .
عزیزالله به کله کله ضعف شو، سر به يي ګرځیدو. اما یو معجزيي ځواک  وو چې له ده سره به  مرسته کوله .
د دې سربیره به یو نه ښکاره کیدونکې قدرت به ده ته په زړه کې ارامښت  وربښلو . ده دا هم   په کیسو کې ویلو چې د ده ځان به نرم  او ګرم شو،حرکتونه به ډیر پاسته شول . د ده په ګرد چاپیرکې ټول شیانوبه په بدلون پيل وکړو .رنګونه به رڼه او ښکاره شول ،غږونه  به ټول  غلي شول . د ته به د بیخودي یوحالت پیداشو،دی به  په دغه حالت نه پوهیدو چې دغه حالت  دی چیري وړي .
طالبانو له عزیز الله څخه داسي یو ځوان جوړ کړو چې ټول ښه شیان يي په یو مسلمان کې لیدولو او ټول بداو ناوړه شیان  په یو امریکایي کې لیدولو .
یوه ورځ طالبانوده ته دهغو ماشومانوانځورونه وروښودل چې د امریکايي بي پیلوټه الوتکو په بریدونوکې ټوټې ټوټې ،سوروي پینځیر شوي وو. طالبانو هغه انځورونه  هم  د ته وروښودل چې څنګه امریکايي او اروپايي سرتیرې دافغان  بزګرانو پر وژل شویو مړو باندې م  ....... کوي او څنګه قران کریم  په اور  کې سوځې . دوی  عزیزالله ته ددغي  ډول انځورونو سیلابونه وروښودل . دوی ده ته داسي یوځانګړي احساس ورکوي،چې دی یوې ځانکړي دندي لپاره ټاکلي شوي دی .
په پای عزیزالله  دې پایلي ته رسیږي اوپه دی باور کوي  چې ټول دغه وژل شوي خلک دده خویندې او وروڼه دي .  دی ډیر زر د یو داسي فکر له خوا هڅول کیږي  چې زه بایدد خپلو خویندو او وروڼو بدل واخلم  .
   زه باید دغه ټول کافر ان ووژنم .
  هو، له همدې سره طالبانو په دوه میاشتوکې د عزیزالله څخه یو انساني  ژوندی  بم جوړ کړو .
له دې لږ څه ورسته ده خپله لومړنۍ عملیاتي دنده د ۲۰۱۱ کال په  اوړي  کې ترلاسه کړه . دی باید کندهار کې  په یو توپانچه باندې امریکایي سرتیرې  ووژني .

   کله چې عزیزالله امریکايي پوځې ادې ته نږدې کیدو، دی لږ وارخطا شواو ودریدو،له ځانه سره  وڅوخړیدو ، داسي ښکاریدوچې دځان   په کالیوکې څه شي غوښتل . ده غوښتل  ډاډه شۍ چې توپانچه يي په رښتیا سره د پطلانه په جیب  کې بنده پاتي ده  او که نه . په همدې مهال  دته د امریکایانو ورپام شو. ده ته د امریکایانو لخوا امر وشو چې لاسونه جګ کړه . عزیزالله همداسي وکړو،د دې سره ده بیا هم لاس خپلې وسلې ته وروړ او وسله يي را واخیستله . ده نه غوښتل چې د یو ډارن  او بي زړه  سړی  په څیر مالوم شي . امریکايي سرتیرې بریالې کیږي او دې ونيسي . هغه مهال دی د بندیخوني لپاره ډیر کوچني و، دی روزنتون ته واستول شو.له  روزنتونه دی  په تښته  بریالي کیږي او دی بیاد طالبانو سره یوځای کیږي .
عزیزالله نور  پوهیدلي و چې  ما ته په دوهم وار کې  ډار او وېرې  لرلواجازه نشته .  ده به تل له ځانه سره ویل چې وېره زما لپاره  یواځني ګواښ ه دی .
د ۲۰۱۲ کال د فبروري میاشت په ګهیځ کله چې ده خپل ځان د سپین بولدک سړک ته ورڅیرمه په یو کاریز کې پټ کړي و، د امریکایانو  د پوځې کاروان ته په کمین کې ناست و. عزیزالله  داځلي هیچ یوه  تیروتنه ونه کړه . ورسته له دې چې ده خپلي سترګې پټي کړي او دچاودني  توکمه يي ټینګه کړه ، ده د چاودني غږ   ونه اوریدو.  بلکې د پردیو خلکو نارې سورې واوریدي . دی بیا سمدستۍ پرځمکه وڅملولي شو. امریکایانو څلور د چاوديدونکو توکې  پاکټونه د ده په  سمبال شوي واسکټه کې وموندل چې دغه توکې په یو ارره کړل شوي نل باندې  ټینګ تړلي شوي وو،دغه توکې دیوي  پټاخې او د میکرو بیطري  سره هم  نښلول شوي وو.  خو پتاخې کار ونه کړو .
د بندیخوني مدیره عزیزه عادله جان  زموږ  پوښتنو او پلټنو ته غوږ نیولي وو. هغه د میز تر شا ناسته ده او دخپل کمپوټر کړکې مخ يي موږ ته راواړلو. په دغه کړکې کې یو عکس لیدل کیږي چې عزیزالله په کې ښکاري .کله چې عزیزالله د تیر مارچ په میاشت کې د افغانستان د ملي امنیت  ریاست لخوا رسنوالو او خبریالانو ته ورښودل کیږي .
   د بند یخوني مشره  زموږ سره د عزیزالله په اړه داسي خبرې کوي لکه چې دی یو خورا مهم بندي وي . کله چې د شټرن مجلې خبریال د عزیزالله څخه عکس اخستلو،ده ته اجازه   وه چې یواځې  عزیزالله د شا څخه عکاسي کړي.  درسنیوالو په عکسونوکې  د عزیزالله څیره بلکل سمه پیژندل کیږي،کله چې دی نیول شوي و .
اوس د ماشومانو د ښو ساتني په اړه قوانین او مقررات   نور ډیر ټینګ شوي دي  ،عزیزه عادله جان وايي .
 دهغي  میز تر شا  په دیوال کې د میرمن هیلري کلینټون یو عکس ځوړند دی .د امریکاد بهرنیو چارو وزیري دغه عکس دې ته  رالیږلي دی . کله چې دوی دواړ و په  واشنګټن  کې په یو کانفرانس کې سره ولیدل .
عزیزه عادله جان له دوو کالونو څخه د دغې بندیخوني مشري کوي . دعزیزه عادله جان مخکنې ځای ناستي  له دندې ګوښه کړل شو، کله چې ده پرماشومانو جنسي  تیرې وکړو او ناوړ ګته واخیسته . عزیزه عادله جان یوه فولادي ښځه  ده ،خلک عزیزه عادله جان د یوې ښځي په نامه یاده وي  چې له عدالت  ډیره سره مینه لري .
عزیزه عادله جان نه غواړي چې دغه ماشومان د تل  لپاره په بندکې  پاتي وي . دغه ښځه د دې څخه خبرې  هم کوي چې دغه  ماشومان  به د ښووني او روزني له لارې بیرته ټولنې ته روغ رمټ  وړاندې کړي

دغه ښځه وايي چې دا ماشومان طالبان نه دي ، دغه ماشومان په هیچ وجه سختدریځه پوځې خلک  هم نه دي . طالبانود دوی  په ژوندکې لا سوهنه کړي ده . دغه ښځه د قران  شریف څخه خبرې کوي او وايي،  په قران  کریم  کې ځان وژل بلکل حرام ګرځولي شوي دي او همداسې د بیګناه خلکو وژل  هم حرام دي .  دا زموږ لپاره یوه ستره ننګونه ده چې څنګه  موږ  له دغو ماشومان څخه بیرته  نورمال ماشومان جوړ کړو ؟
  څنګه موږ کولي شو دوی ته ورزده کړوچې قران مجید بل څه وايي .
پرماشومانو باندې دطالبانو لخوا  ماغزه میځل داسي دي لکه یو ویروس ،مخکې له دې چې  دغه ویروس ځان  په خلکو کې خپرو کړي ، باید مخه يي ونیول شي  او سټاپ  کړل شي .
عنایت الله امین دمحبس د پولیسو قوماندان دی .دی د شپږوویشتوکالودی . د ده  کوچني دفتر د ماشومانو دخوب کوټو  دتلودهلیز په څنګ کې دی . ځینې بندیان امین  دپخوا څخه پیژني، د دغي  دندې په څنګ کې دی  د فلم لوبغاړي هم دی . ده د کورنیو چارو وزیر باډيګارډ رول هم لوبولي دی . کله د یوپولیس رول او کله هم د یو بدماش رول  لوبه وي  .
له کلنه چې موږ دلته یو،امین په لومړۍ ځل خپلي سترګې  یاعینکي له سترګو لیري کړی . یو ګردي مهربانه مخ لري . دی وايي ، موږ مجبور یو چې دطالبانو ماشومان دې ته وهڅوچې خپل ځان بدل کړي . موږ  خپلي موخې ته رسیدلي نشو  او  له لاسه  وتلي ماشومان بیرته لاسته راوړي نشو که موږ له دوی سره بد چلند وکړو.

 ټول چارواکې د ده په شان  نه دي .  
 غلام  د طالبانو یوبل بندي خپله کیسه کوي چې څنګه دی د سرحدي  افسرانو،مامورینو او دملي امنیت د چارواکو لخوا ځورول او شکنجه شوي دی . د ده پښې، ګوتې او مخ ته  بریښنايي  شارټونه ورکړل شوي دي .دغه شکنجې تر هغه دوام وکړو، کله چې دی بادام باغ ته راوستل شو . پر عزیزالله باندې  قوماندان امین ډیر ښه لګیږي او پرې  ګران دی  او همداسې پر قوماندان امین باندې دغه  هلکان ډیر ښه لګیږي .
   اما امین پر دوی باندې اعتبار نه کوي . دی وايي موږ د ماشومانو په منځ کې خپل مخبر لرو. دوی موږ ته وايي چې عزیزالله همداسي د کافرانو پرضد تبلیغ کوي . دی لا تر اوسه  همداسي فکر کوي  او وايي چې ده یو ښه عمل تر سره کړي دی او طالبان ښه خلک دي .
ماسپښین  یو زوړ سړی په یوه کراچي کي وچه ډوډۍ،دشورباکاسې او د وریجوغوري  د ستري ډړې   له لارې راوړل  او د ماشومانواستوګن خونو ته یوړل .
امین ټول ماشومان او تنکې ځوانان په دوو لیکو کې د یو بل ترڅنګه ودرول، دتنکې ځوانانوپه لیکو کې قاتلین،غله، د جنسي اعمالو تیریکوونکې ، دمخدرتوکې قاچاقبران او ترهګر ولاړل دي .
  په بادام باغ کې د څو ورځو په تیرولو سره کفایت کوي چې د دوی مخونه  له لیري څخه وپیژندل شي چې څوک په جنايي جرمونواو څوک په ترهګریزه جرمونوباندې تورن دی .
  ترهګر ته چې وګورې هغه خپل  مخ له چانه نه اړوي ،دی  له تا سره  په سترګو کې د کتلو مقابله  یا دوایل کوي .
د محبس مدیره  یا مشره عزیزه عادله جان به  ونه شي کړي چې دا ټول ترهګر ماشومان و ژغوري . هغه ځان ګرمه نه بولي ، هغه یواځې  نه پوهیږي او خپه ده ،کله چې ماشومان  له بندیخوني څخه خوشي شي ،له دغو ماشومانو څخه به څه شي جوړ شي. ډیرې ماشومام  به پنځه یا شپږ میاشتي له هغي سره پاتي شي . تکراري ځانوژونکې لکه عزیزالله  بیا تر یو کاله  پورې  دلته پاتي کیږي .  
مامورین کوښښ کوي ،مخکې له دې چې ماشومان خوشي شي ، دماشوم موراو پلار  یا خپل خپلوان  ولټوي . که فرضآ مامورین  ددوی  مور او پلار ومومي ،بیا  مور او  پلار  مجبور دي  چې یو لاسوند لاسلیک کړي  او تضمین  وکړي چې دوی د ماشوم څخه په مستقیم ډول  څارنه وکړي تر څو دوی بیا  له طالبانو سره یوځای نه شي .په دې برخه کې د اعتبار وړ ګرانټي  نشته .
 دچارشنبه ورځ په بادام باغ کې دبندیانو څخه دلیدلو ورځ وي . یوه ښځه د بندیخوني په ډ ړه یا دروازه کې ولاړه ده .خپل زوی ته  يي شوربا راوړي ده . ځني ماشومان د خپلو پلرونو سره د والیبال میدان په شاوخوا کې سره ګرځي . عزیزالله یواځي د خاردار سیم په څنګ کې ولاړ دی . \قوماندان عنایت الله امین  عزیزالله ته ورشې او دی د پنجرو په منځ کې خپل لاس عزیزالله ته وراوږد کړي . دغه تنکي ځوان له خوشخالیو ځلیږي . قوماندان  په زغرده سره  زموږ خوا ته  په جګ غږ  و وايل : دا زما ورور دی . دواړه سره خندي او ډیره موده دوی دواړو د یوبل لاسونه سره نیولي وو.
لږ ورسته عزیزالله بیرته  د والیبال میدان خواته  ولاړ شي .دی  دوالیبال جال څنګ ته ودریږي او په یو لاس کې جال ټینګ نیسي  او دبل لاس د شهادت  په ګوته  ورو  ورو یو په بل پسي د سر له وښتانو څخه  دژنيتوب  پر نري ږیره  باندې تر ځني  پوري ګوته  راڅکوي . دا د ژنیتوب نري  ږیره ده او پرته له تنکي ځواني څخه  په عزیزالله کې بل څه نه شته .

نوټ : په مجله کې د لیکني په اړه څو نور انځورونه هم شته .

    پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery