مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-05   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

بلنه له چاپه راووته

  

بلنه يوه اسلامي، سياسي، فرهنګي او ټولنيزه مهالنۍ خپرونه ده چې په سويل ختيځ زون کې د افغانستان اسلامي دعوت ګوند د مطبوعاتي څانګې څخه خپريږي . په دغه مهالنۍ كې به اسلامي، سياسي، فرهنګي او ټولنيزموضوعات خپريږي او ترڅنګ يې د لويې پكتيا په بېلابېلو ستونځو، ناخوالو د خلكو غو ښتنو، بيارغاونې، نيمګړتياو، پرمختياو او ټولنيزو موضوعاتو خپرول په پام كې نيول شوي .
بلنه به هغه څه ته اولويت وركړي چې د اسلام، وطن او د خلكو دپاره پكې خير او ګټې نغښتې وي.
بلنه ستاسو واړنديزونو، نظرونو او مطالبو ته هركلى وايي او په ورين تندي يې مني. تاسو كولاي شي چې خپلي ستونځي، غوښتنې او غږ تر موږ را ورسوئ خپرول يې زموږمسوليت او هدف دى .
بلنه د اسلام د مقدس دين او د صحافت د سپيڅلى مسلك په رڼا كې انساني كرامت ټولنيزو آدابو او د سيمې كلتور ته ژمنه ده. بلنه ستاسو ده ، بلنه خپله وګڼئ او بلنه باندې باور ولري، بلنه مو د سمون لورته بولي .

په درنښت
كامران
دبلنې مهالنۍ مسول چلوونكى

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery