مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ډاکټران که د غرور پر تخت ناست حکمرانان!

صدیق افغان

زه د افغانستان کوم بل ولايت  ته د درملنې لپاره نه يم تللى، خو د نورو هېوادونو په ځآنګړي ډول هندوستان ته تللو ناروغانو  راته د هغې سيمې د ډاکټرانو ستاينه کړې او راته يې ويلي، چې بهرني ډاکټران د خپلو ناروغانو سره ښه چلند او د هغه ښه پوهول لومړنۍ نسخه بولي، خو ددې برخلاف او د تاسف په ويلو سره په کندهار کې هرڅه سرچپه دي.

دلته کندهار کې څو ډول ډاکټران سته، ځينې يې  په شخصي روغتونونو او کتنځايونو کې اوپاتې نور يې په دولتي روغتونونو کې دندې ترسره کوي.

د شخصي روغتونونو او کتنځايونو ډاکټران که يوه اندازه ښه چال چلند لري، خو بيا يې سوداګري پيسې راخيستې ده او تر وسه کوښښ کوي، چې د غريب او ناچار څخه د هغه د درملنې څو برابره زياتې پيسې واخلي.

دغه ډاکټران ناروغانو ته  زياته دوا ليکي او بيا  يې ورته يو ځانګړى درملتون په نښه کړي، چې ورڅخه درمل واخلې، ځکه هغه درملتون هم دده او ياهم  د ډاکټر په شراکت دى او ورسره په خوا کې يې درملي نسخه هم په داسي خط ليکلې وې، چې يوازې يې درملتون والا لوستلاى سي.

يوه بله ستونزه داده، چې زيات دغه ډاکټران نامسلکي وي، خو د کتنځاى پر سرلوحه يې نوم، زده کړې او رتبې څلور کرښې نيولي وي.

د شخصي روغتونونو او کتنځايونو په برخه کې نورې ستونزې هم پرېمانه دي، خو خپلې اصلي موضوع ته راځم او د دولتي روغتونونو په ځانګړي ډول د ميرويس حوزوې روغتون د ډاکټرانو د حکمرانۍ او مغرورۍ څو بېلګې درته وړاندې کوم.

د لوي واسطې سره د کندهار ميرويس روغتون ته د سترګو ناروغۍ د درملنې لپاره ولاړ، دغه وخت د سهار نهه بجې وې، چې زما په څېر نور سلګونه نارينه او ښځينه ناروغان روغتون ته راغلي وه، چې زياتره يې دکليواليو سيمو اوسېدونکي وه.

دغه کسانو بېلابېلې ناروغۍ درلودې، خو داچې غريب او ناچاره وه،  او په شخصي ډول يې د درملنې توان نه درلود، نو ځکه  دغه روغتون ته راغلي وه.

که څه هم تر نهو بجو پوري د ډاکټرانو د نه چمتوالي له امله ناروغان روغتون ته نه پرېښودل کېده، خو په لومړى دروازه کې د ظلم او ناپوه کس د ناسم چلند سره مخ کېده.

په اصل کې په کار وه،  چې ميرويس روغتون ته د ورتګ سره سم هر ناروغ ته د اړوندې برخې په اړه لارښوونه وسي او ورته وښودل سي، چې بايد چيري ولاړ سي او کوم ډاکټر يې درملنه کوي، خو ددې برخلاف د ميرويس روغتون د تلاښۍ د دروازې وروسته ځينې ناروغان د روغتون يوې برخې ته او ځينې نورو برخو ته پرېښودل کېده.

دا ستونزه ځکه رامنځه سوې ده، چې د روغتون چارواکو د عاجلو  او سرافا ناروغانو برخې جلا کړي، خو خلک پرې ناخبره دي او بياهغه پخواني ځاى ته راځي.

ناروغانو ته ستونزه داوه، چې هغوئ ته نه معلومېده، چې چيري ولاړ سي، ځکه په لومړي د روازه کې يوازې ورته ويل کېده، چې دلته ډاکټر نسته.

د خداى لپاره دا دومره پراخ او لوى روغتون او يو نالوستى کس به څنګه وکولاى سي، چې اړوند ډاکټر پيدا کړي، ما په وار وار يو شمېر سپين ږيرو او نالوستو ښځو ته لارښوونه وکړل، خو بالاخره زه د خپلې ناروغۍ پرسر اخيستى وم.

تر ټولو سخت حالت د يوه ناروغ لپاره هلته وو، کله چې به د اړوندې څانګې ډاکټر ته ورغلئ، نو ډاکټر به ورسره داسې چلند کاوه، تا به ويل، چې درملنه يې په خپلو پيسو په وړيا توګه کوي او ياهم ناروغ ته د درملنې ترڅنګ د هغه د مياشتو مياشتو کورنى لګښت ورکوي.

د ډاکټرانو په لوړ اواز ږغونو نور ناروغان هم غلي کول او کله چې به نوبت ورته ورسېد،نو بدن به يې د ډاکټر څخه د ويري ريږدېده او په پوره توګه به يې د خپلې ناروغۍ معلومات هم نه سواى ورکولاى.

زه تر يولسو بجو پورې په روغتون کې وم او د واسطې له امله مي ډاکټر ژرمعاينه وکړه،خو راته يې وويل، چې ته يوځل د پزې ډاکټر ته هم ورسه، ځکه د سر درد لرې او کېداى سي د همدې له امله وي.

زه، چې هلته ورغلم، خو واسطه مي د لومړي ډاکټر سره پاى ته ورسېده، نو د يوه عادي ناروغ په څېر ورغلم او ډاکټر ته مي خپله ستونزه بيان کړل، خو د پزې ډاکټر د ناروغ پر کټ پښې پورته او کښته کولې او ويل يې،چې : ( نه مي وينې، چې مصروف يم، زه چاى چښم ولاړ سه سبا راسه.)

دلته په نوبت له لسګونو نورو ناروغان هم ولاړ دي، خو حکمران ډاکټر راته وايي، چې سبا راسه په داسي حال کې، چې دد ندې وخت يې هم نه دى خلاص سوى او ما نيمه ورځ د دغه کار لپاره د دفتر څخه رخصتي اخيستې، چيري بيا هغه کليوال ، چې د سلو افغانيو څخه تر دوه سوه افغانيو پوري د موټر کرايه ورکوي، دلته د شپې او ورځې تېرولو ځاى هم نه لري.

په روغتون کې د ډاکټرانو ناسم چلند يوه لويه ستونزه ده، نو ځکه يې د اړوندو چارواکو څخه د حل غوښتنه کوم.

د کندهار د عامي روغتيا په رياست کې چارواکي په رشتيا هم ښې لاسته راوړنې لري، تر ډېره بريده يې خلکو ته روغتيايي اسانتياوي برابري کړي، خو په کار ده، د خپلو روغتونونو ترڅنګ د شخصي روغتون څارنه د يوه عادي  ناروغ له جامو څخه وکړي او ددې ستونزې په مخنيوى کې کوټلي ګامونه واخلي.

ډاکټر ته خو د ملکي او عادي کس لارښوونې هسې هم د چنګښې پلونه ښکاري او يوازې به پرې وخاندې او يابه يې هم پرې نور هم غوصه سي، چې ته ماته نصيحت کوې؟

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery