مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-12   مخپرونکئ : 119 - دبېنواخبریال - وردګ

د امان الله سیلاب ساپي د کتاب مخکتنه وشوه.

benawa afghanistan
راپور: ادم خان سیرت

دغه مخکتنه دکتاب ښار لخوا دسلواغې په ۲۳ نیټه په کابل کې ترسره شوه.

دغې مخکتنې ته دپښتو ژبې لیکوال، پوهاند، سیاسي شخصیتونه او دارواښاد سیلاب ساپي مینوال راغلي وو.

مخکتنه دمازیکر په درې نیمو بجو پیل او تر ۵ بجو یې دوام وکړ

پیل دقرانکریم په مبارکو ایاتونو وشوو.

ورپسې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال غلام نبي فراهي پرانیستې وینا وکړه او  او ارواښاد سیلاب ساپي یې هغه کس وباله چې دلوي افغانستان او ددغه هېواد ولس لپاره شعرونه ویلي او دشته ناخوالو دحل لارې چارې یې ورته په نښه کړي دي. همدارنګه فراهي زیاته کړه چې دارواښاد دشعرونو زیاته برخه ځانګړی موسقیت او خوند لري چې دراډیو افغانستان دارشیف زیاته برخه په همدې غزلونو ولاړه ده.

ورپسې دملي راډیو تلویزیون  ریس استاد زرین انځور بیا دسیلاب ساپي په رنګینې شاعرۍ خبرې وکړې او دملي فکر په ویښتابه کې یې دارواښاد ساپي شاعري دملنګ جان نه وروسته بې ساري شاعري یاده کړه. همدارنګه ښاغلي انځور دارواښاد سیلاب ساپي زوی الله نور سیلاب نه مننه وکړه چې دپلار ویل شوي شعرونه چې دورکیدو په درشل کې وو دچاپ په ګاڼه سمبال او دهغه تر مینوالو یې په وړیا ډول ورسول. او ارواښاد یې دراډیو افغانستان یو ستر خدمتګار وباله.

ورپسې دپښتو ژبې ژب پوه او کره کتوونکي استاد اسد الله عضنفر بیا په خپلو خبرو کې دارواښاد ساپي شاعري روان او پوخ  کلام یې وباله چې لوستونکی یې په ویلو نه ستړی کیږي، ښاغلي غضنفر زیاته کړه چې ملي راډیو تلویزون لږ تر لږه که د دهغو کسانو نومونه نشي اخیستلي چې دسیلاب ساپي په څير شخصیتونه یې شهیدان کړي لږ تر لږه خو دی د دوی په نوم داسې څلي جوړ کړي چې  قاتلین یې  لیدلو خجالت شي.

ورپسې استاد نجیب منلي هم دارواښاد ساپي په ټولنیز ژوند هر اړخیزه خبرې وکړی، هغه دالله نور سیلاب نه مننه وکړه چې دپلار ورته پاتې میراث ګنډولی یې  تر موږ را ورسولو، همدارنګه ښاغلي منلي دټولو راغلو  ګډونوالو څخه مننه وکړه چې د دوۍ بلنه یې منلې ده.

ورپسې لیکوال او ژونالیست غغور لیوال دارواښاد ساپي دشاعرۍ په بېلابېلاو  اړخونو خبرې وکړې او ارواښاد یې دغزلیزي شاعري یې په تیرو درې لسزیزو کې  دفورمونو دماتولو او تجربه کولو کې یې بریالۍ تجربه وبلله او زیاته یې کړه هغه کسان چې غواړي دارواښاد په شاعرۍ څيړنه او تحقیق وکړي پکې به داسې توکي پیداکړي چې تراوسه چا نه دي سپړلي.

وروسته دويښ ځوانانو غورځنګ مشر اسرار کریمزي  ارواښاد  دلوی افغانستان دجوړیدو دهڅو ستر مبارز یاد کړ او دهغه فکر یې لا ژوندی وباله او  هوډ یې وکړه چې د ویښ غورځنګ ځوانان به دارواښاد فکرونو دعملي کولو په موخه دهیڅ ډوله مبارزې ستړي نشي.

غونډې ته دمیدان وردګو مخکني والي محمدحلیم فدایي هم وینا وکړه او دسیلاب شاعري یې هغه څه وبلله چې راتلوونکو نسلونو  ته ښه لرلید دی، همدارنګه  نوموړي داطلاعات فرهنګ وزارت مسولینو وغوښتل چې دسیلاب په څير شاعران چې خپل ژوند یې دهېواد دګټو څخه نزرانه کړې کتابونو چاپ او دهغوۍ افکارو دژوند ساتلو په موخه دکتاب دچاپ منظم سیستم رامنځته کړي او پدغه برخه کې به خپلې مرستې هم ورڅخه ونه سمپوي.

دارواښاد سیلاب ساپي زوی تکړه سیاست پوه الله نور سیلاب ساپي په خپلو خبرو کې وویل چې پلار یې دقام لپاره شاعري کړې او په دې یې داحق وو چې شاعري یې تر قامه ورسوي، ښاغلي زیاته کړه چې اوسمهال نه یوازې داچې حکومت دپښتو ژبې لپاره کار نکوي بلکي دملت پالو ځوانانو مخه نیسي ، همدارنګه نوموړي دپښتو لیکوالو وغوښتل که په هره نظریه او لاره روان یې خو ژبه مو ګډه او ددغې ژبې خدمت لپاره دشته امکاناتو څخه ګټه پورته کړئ، نوموړي اندیښنه وښوده چې پښتون ولس دهلاکت په لور روان دی او ددغې ستونزې څخه ویستل یې دټولو ملي مسولیت دی.

 

همدارنګه په پروګرام کې دتکړه سندر غاړې بریښنا امیل  او تکړه سندرغاړي سردار سید لخوا دراواښاد سیلاب ساپي څو غزلونه په ترنم کې زمزمه شول چې د ګډونوالو فرهنګي تنده یې ماته کړه.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery