مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سپږه : او د سپږي دولونه ، پیژندنه او درملنه

benawa afghanistan
ډاکتربشيراحمد (محبوبي)

سپږه :سپږي په دري ډوله دي:
   د سرسپږه                د تخرګ شپږه     
0- بدن سپږه
1- سر سپږه
2- تخرګ يا د نوم لاندني برخي (Pubic)سپږه
سپږه سپين خړ رنګ لرونکي موجودات دي چي د انسان د ويني د زبيښلو پواسطه خپل ژوند ته ادامه ورکوي .ددوي جسامت د ٢  څخه تر ٣ ملي ميتر دکونجتي دداني په اندازه دي .د بدن سپږه د سر د سپږي څخه په کمه اندازه غټه ده .فرق يي له دوي سره په دي کي دي که چيري د انسان څخه ليري شي تر ٣٠ ورځو پوري ژوندي پاته کيداي شي .کله چي سپږه د انسان د سرپه برخه کي پيداشي نو د سر د خارش سبب ګرځي .دوي مخصوصي پنجي لري چي د هغوي پواسطه خپل ځان د انسان په وريښتانو نښلوي.ددي دپاره چي خپل ژوند ته دوام ورکړي نو د سرد پوستکي سره نژدي تماس کي کيږي او په ورځ کي څو ځله د انسان وينه زبيښي .دوي د روښنايي څخه تښتي .يوه سپږه په ورځ کي د ٧-١٠ هګي اچوي .وروسته دغه هګي د وريښته بيخ کي ځاي نيسي او د يو سريښناکه مادي لرونکي چي او بو کي نه حليدونکي وي لري .يوه سپږه د ديرش ورځي لپاره  ژوندي پاته کيداي شي پداسي صورت کي چي په سر کي وي او که د سرنه خارج شي نو د ٢٤ نه تر٤٨ ساعته پوري ژوند کولاي شي .دا کوچني موجودات په ماشومانوکي د مکتب د دوري په وخت کي زيات ليدل کيږي .په تخميني ډول د ٦-١٢ ميلونه ماشومان هر کال د ٣-١١ کلني په عمر ددغه ژوندي موجوداتو سره مخامخ کيږي .که چيري يوماشوم په کورکي سپږي ولري نو ونورو ماشومانو او غټانو ته هم انتقال کيداي شي چي په دي صورت کي بايد د کورټول غړي وپلټل شي .دوي  په هغه ماشومانوکي چي يوځاي لوبي يا ساتيري کوي مثلا : د مکتب د دوري  ماشومان اکثرا يو ځاي ساتيري کوي نو په اساني سره د يو ماشوم څخه بل ته انتقاليږي .دوي د سرد برس ،ږمنځ ،کوټ ،مفلراو خوليو پواسطه انتقاليږي .ددوي بچي د ريچي پنوم ياديږي چي ډيرکوچني او کله نا کله د سر د پخي (خنګري) ، سپري او ،دسرديو جلا شوي پوستکي(خورکي) سره غلطيږي.که نوموړي سپږي تداوي نه شي نو دغه ريچي د ٨-١٠ ورځوو په جريان کي په ځوانوسپږو بدليږي او وروسته د نورو ٧-١٠ ورځو په تيريدوسره په غټوسپږوبدليږي .دوي عموما د شپي له طرفه فعاله وي اود ماشوم او کاهل شخص د خوب د نارامي سبب ګرځي .عموما انجونو کي زيات ليدل کيږي .افريقايي نسله کسانو کي د دوي د ځانګړو وريښتانو د جوړښت له کبله کم ليدل کيږي .ددوي چيچل د سرد خارش سبب کيږي چي کله کله ددغه خارش له کبله سر کي زخمونه پيدا کيږي او بلاخره کيداي شي په مرداردانه بدله شي .او هم کيداي شي د غاړي د برخي مرغيړي (لمف نوډونه)غټ شي .سپږي کيداي شي  د ماشومانو په وروځواو باڼه باندي هم وليدل شي .ددي دپاره چي ددوي د موجوديت تشخيص وشي نو  ژوندي سپږه بايد وليدل شي چي کولاي شو د يو غټ ښودني اله (ذره بين )څخه کارواخيستل شي اويا داچي سرد يو ږمنځ پواسطه سره ږمنځ شي. خو کيداي شي د ږمنځ کيدو نه وروسته مړي شوي ريچي يا د سپږو بچي وليدل شي چي دا حتمي نه ده چي بايد سپږه هم موجوده وي .خو چيري بيا هم شک ولري نو کيداي شي داکټرته مراجعه وکړي .د تداوي په منظورد يو لړ کريمواويا شمپوګانونه چي د (Pyrethrin)يا (Permethrin) په نوم موادلري استفاده وکړل شي .د تبي ، دلبدي يا خواګرځي ، د کورني دواګانو نه موثريت ، حامله ښځي او همدا ډول هغه ماشومان چي د کريم يا شمپو سره حساست ولري يا نفس تنګي مشکل ولري بايد ډاکټرته مراجعه وکړي . بعضي شمپو يا کريم چي د (ivermectin) يا (Sklice)او يا هم (benzyl alcohol (Ulesfia))دډاکتر له طرفه توصيه کيږي د سپږود مرګ سبب ګرځي .چي بايد د ډاکتر په مشهوره استعمال شي ځکه بعضي ددوي څخه د هغه مورلپاره چي اميندواره وي يا شيدي ماشوم ته ورکوي ښه نه دي .ددي دواګانود استعمال سربيره بايد ږمنځ استعمال شي تر څو پاته مړي شوي سپږي يا ريچي د سرنه خارج شي .د بعضو کورني محصولاتو لکه :د سر د غوړولو تيل يا کوچو استعمال کومه فايده نه رسوي .البته د ځان ، کاليو، کوراوځاي يا بستري پاکوالي ضروري دي .او ځان د هغو کسانو نه ليري ساتل کوم چي د سپږو لرونکي وي.کاهلان بايد د جنسي اړيکو څخه پرهيزوکړي . د تخرګ سپږه  د چنګاښي سپږي پنوم هم ياديږي .دري جوړي پښي لري .په ورځ کي دري هګي اچوي چي وروسته نموړي هګي د تخرګ يا هغه کسان د نوم لاندي برخه کي وريښتان ولري د وريښتانو په بيخ کي د ٦-٨ ورځي پوري نښلي .نوموړي سپږي کاهلانو(غټانو)کي د جنسي اړيکو له لياري انتقاليږي .او ماشومانوته د والدينو نه انتقاليږي .د کنډوم استعمال کاهلانو کي د نوم د لاندي برخي دسپږو د مخنيوي سبب نه شي کيداي .  (((((((   د مفصلي درملني په اړه نورپه دوهمه برخه کي بيا ............)))))))))


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery