مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کونړ افغان کریکټ لوبډلې د ننګرهار سلیمان دولتزي لوبډلې ته لویه ماتې ورکړه

عصمت الله ساپی


د افغان تجار حاجي حضرت ولي په نوښت د ۳۲ لوبډلو ترمنځ ۱۸ اوریزې سیالۍ د ګولډن کپ تر نامه لاندې څو ورځې وړاندی د ننګرهار په امیر شهید لوبغالي کې پیل شوې،چې ۱۶ غوره لوبډلو پکې وار له مخه دویم پړاو ته لار موندلې ده.
 کونړ افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه،چې په ټاکلو ۱۸ اورنوکې یې سیالې لوبډلې ته د ۲۱۰ منډو هدف کیښود، د کونړ افغان لوبډلې لپاره عبدالرحمن کډوال په ۱۶ توپونو ۵۳ منډې او د نور ساووجي ۵۹ منډې د یادولو دي،چې ۱۷ بالونه یې لوبولي وو.
 د سلیمان دولتزي لوبډلې لپاره نواب خان جي خپلې منډې تر۱۱۰ لسو ورسولې،خو لوبډلې یې ټاکل شوی هدف ترلاسه نکړ او د پنځو لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۵۴ منډې ترسره کړې، د کونړ افغان لوبډلې له لوري عبید کونړي په څلورو اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او د سلیمان دولتزي لوبډلې یو لوبغاړی یې له مخې لیری کړ،خان محمد او زبیح الله هم وتوانیدل،چې د سیالې لوبډلې یو،یو لوبغاړی وسوځوي،خو ال راونډرعدنان ساووجي د سلیمان دولتزي لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول;خو د سیالۍ غوره لوبغاړی د سلیمان دولتزی لوبډلې پیاوړی لوبغاړی نواب خان جي،چې ۱۱۰ منډې یې جوړې کړې وې ونومول شو.
 د کونړ کریکټ بورډ مشرتابه عبدالله عادل د کونړ افغان کریکټ لوبډلې د بریا په اړه مینه والو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل،ویاړي چې لوبډله یې سیالې لوبډلې ته د ۲۱۰ منډو لوړ هدف ټاکي.
 ښاغلي عادل د کونړیو لوبغاړو ستاینه وکړه،چې په نشت امکاناتو یې کونړ ته بریاوې ترلاسه کړي.
 ټاکل شوې د کونړ افغان کریکټ لوبډله د جمعې په ورځ له سباوون لوبډلې سره سیالۍ وکړي، د کونړ کریکټ بورډ د ريس ښاغلي عادل په وینا که لوبډله یې په دغه سیالۍ کی بریالۍ شوه،نو پایلوبی ته به لار ومومي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery