مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مچان (Flies) : مچان د انسانانو سره ډيري نژدي اړيکي لري

ډاکتر بشيراحمد (محبوبي)
مچان د انسانانو سره ډيري نژدي اړيکي لري .ددوي پواسطه په منځني ختيځ کي د يو هيواد په يوه کلي کي نيمي خلګ د (Trachoma) پنوم د ناروغي له کبله ړانده شول .همدا ډول مچان په ټوله نړي کي د کلمو د پيچ ،نس ناستي ،تبي او هيضي سبب ګرځي .مچان د اومه،پاخه،پاک او ناپاکه خواړه ټول خوښوي .چي په همدي ډول په ناپاک ځاي کي د کښينستلو له امله د ناپاکو شيانو څخه ناپاکي و پاکو برخو ته انتقالوي .
مچان شپږپښي لري .دوي کلک خواړه نشي خوړلاي .ځکه نو دوي يو ډول کوچني شونډک ډوله خرطوم(Proboscis) د خوړوپه شيانو ايږدي چي له هغه څخه يو ډول لعاب راوځي چي ددي لعاب پواسطه خواړه په مايع شکل بدليږي او مچان هغه زبيښي .مچان د قي وهلو ، فضله موادو او يا يوچټل شي انتقال د يو ځاي څخه بل ځاي پواسطه د ناروغيو د خپريدو سبب کيږي .که په يوه لوښي باندي وکتل شي نو دوه ډوله نښي به وليدل شي يو خړ ټکي چي د مچانو د قي څخه نمايندګي کوي اوبل تيزټکي چي د دوي د فضله موادو (غټ چکر) څخه نمانيدګي کوي .مچان په تودوخه کي تر دروورځو پوري او په ژمي کي تر درو مياشتو پوري ژوندي پاته کيداي شي .ښځينه مچ چي روغ وي د ١٠٠ نه تر ١٥٠ هګي په يوه ورځ کي اچوي .چي په خپل عمر کي څو ځله کولاي شي چي هګي واچوي .چي نوموړي هګي د ٨نه تر٣٨ ساعتو په نتيجه کي په لاروا(Larva)   باندي بدليږي .او لږموده وروسته خپل ژوند ته ادامه ورکوي .او تر هغه وروسته ځوان او باالاخره د غټ مچ په شکل ژوند کوي .مچان په يوه ساعت کي تر ٤ ميله زيات سفر نشي کولاي .د مچانو څخه د خلاصيدو لپاره بايد د فضله موادو لپاره مناسب ځاي جوړشي .يعني کوښښ وشي د کموډ د سيسټم نه استفاده وشي اويا اقلا  که په صحرا کي وي نوبايد په صحي ډول پټ شي او ازادي هوا ته پاته نه شي ځګه مچان د همدغه ځاي نه مختلف مکروبونه او چټلي انتفالوي . .نن سبا د مچانو لپاره بعضي سپري (Spray)  ‘د تارمار پنوم استعماليږي .خو که چيري نوموړي سپري په بند اطاق يا ساحه کي استعمال شي نو د څه وخت له پاره هلته بايد څوک ګذاره ونه کړي .تر څو د سپري د مضر اثراتو څخه په امان وي .په کورونو کي بايد د خوراک لوښي،د خوراک توکي او اوبو څښلو لوښي  د جالي پواسطه پټ شي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery