مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-08   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د سکاټلينډ او افغانستان څلورمه لوبه هم افغانستان وګټل

د افغانستان او سکاټلينډ تر منځ څلورمه لوبه هم افغانستان وګټل . يادي لوبي چې د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې تر سره کيږي نن يې څلور لوبه وسوه . لوبۀ چې د افغانستان په وخت نن سهار پيل سوه لمړى سکاټلينډ بيټينګ وکړ او افغانستان ته يې ٢٦٠ منډي هدف وټاکى . وروسته افغانستان بيټينګ وکړ او ډيره په زړه پوري لوبه يې وکړه . لوبه تر ډيره د سکاټلينډ د ورکړل سوي هدف سره په مساوي ډول روانه وه او په وروستيو کې لوبه په څه توپير د افغانستان په ګټه روانه سوه . د لوبي په وروستيو کې افغانستان ورکړل سوى هدف په ٤٨ اورونو کې پنځو لوبغاړو په سوځيدو پوره کړه او دا لوبۀ يې هم په خپله ګټه تمامه کړه . د لوبي ميدان ته زرګونه افغانان نندارې ته ورغلې وه او د خپلي لوبډلي په لوبه خورا زيات خوښ ښکاريدل . لوبه په افغانستان کې د ژوندون تلويزيون څخه په ژوندۍ بڼه خپريدل چې لسګونو زرو افغانانو په خورا مينه کتل . په دې سياليو کې افغانستان د سکاټلينډ څخه درې نوري لوبي هم ګټلي دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery