مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سولې لس زره ټوکه کتابونه چاپ شول

ګل آغا احمدي وردګ

 

د لس زره ټوکو کتابونو په شمېر د سولې د کتابتون لومړۍ برخه یا لس عنوان کتابونه له هر عنوان څخه زر ټوکه کتابونه چاپ او د افغانستان د پياوړي او علم پال ولس خدمت ته وړاندې شول.
د سولې د کتابتون لومړۍ برخه د هغو ۳۰ عنوانه کتابونو له جملې څخه ۱۰ عنوان کتابونه دي  چې د دې کتابونو لیکوال ګل آغا احمدي وردګ یې د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې، چټکتیا، پیاوړتیا، څیړنې او د سولې د حقیقي تصویر د وړاندې کولو په موخه د لیکلو تابیا لري او له نېکمرغه له دې ډلې څخه لومړني لس عنوانه کتابونه بشپړ شوي، چاپ شوي او د درنو هیوادوالو درانه چوپړ ته وړاندې شوي دي.
دغه ۱۰ عنوانه کتابونه د ۱۳۹۱ د کب د میاشتې په ۲۲ نېټه د بهیر په مطبعه کې له چاپه را ووتل او د ګرانو هیوادوالو د مطالعې وړ و ګرځیدل. دا ۱۰ عنوان کتابونه چې ټولټال ۱۷۵۰۰۰ کلیمې یا لغتونه کیږي، د ۱۰۳۷ مخونو په چوکاټ کې برابر شوي او لنډه پېژندنه یې په لاندې ډول ده:


۱.سوله په آیتونو کې
سوله په آیتونو کې د یو شمیر داسې قرآني آیتونو ژباړه، تفسیر او شننه ده چې د سولې د تامین په موخه د اسلام په ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) باندې نازل شوي دي، چې دغه آیتونه د سولې د تامین په برخه کې الهي امر دی، د انسانانو په ژوند کې د سولې اهمیت څرګندوي او انسانان له هر ډول فساد څخه منع کوي.
۲.سوله په حدیثونو کې
دغه کتاب د اسلام د سپیڅلي پیغمبر حضرت محمد (ص) د یو شمیر هغو احادیثو ژباړه او شننه ده چې د وګړو تر منځ د سولې د تامین په لارو چارو ټینګار کوي.
۳.سوله په حکمونو کې
سوله په حکمونو کې اثر د سولې په هکله د هغه پراخې څیړنې څخه عبارت ده چې سوله له دیني او ټولنیز اړخه په پراخه کچه څیړل شوې ده او د هغې په تعریف، احکامو، شرایطو، اهمیت او په ټولنه کې د ستر دریځ په درلودلو را څرخي چې مخکې له دې ما ته زموږ په ملي ژبو کې د داسې یو کتاب د درلودلو څرک نه دی لګیدلی.
۴.سوله په سیرتونو کې
دغه کتاب د اسلام د سپیڅلي پیغمبر (ص) د سیرت ځینې برخې په لنډه، اغیزمنه او موثره توګه له لوستونکو سره شریکوي او دا خبره په ثبوت رسوي چې د اسلام د ستر پیغمبر (ص) د ژوند او بلنې موخه په نړۍ او انساني ټولنه کې د یوه داسې سوله ایز ژوند تامین دی چې د انسانانو تر منځ هیڅ ډول تاوتریخوالي وجود و نه لري.
۵.سوله په نظرونو کې
سوله په نظرونو کې کتاب د یو شمیر پوهانو په داسې قیمتي نظریاتو را څرخي چې د انسانانو تر منځ د سولې، مینې، محبت، ورورګلوۍ، کار، ژوند او په یو شمیر نورو برخو کې د خپلو تجربو له مخې وخت پر وخت ویلې، له نورو ژبو څخه را ټولې او ژباړل شوې دي او سوله په نظرونو کې نوم ورکړل شوی دی.
۶.سوله په شخصیتونو کې
دا کتاب په ملي او نړیواله کچه یو شمیر هغه اشخاص معرفي کوي چې د ژوند بریالیتوب یې په سوله، مدني جوړښتونو، عدم تاوتریخوالي یا عدم تشدد او سوله ایزه مبارزه کې لټولی، د خپل ژوند زیاته برخه یې د خپلو خلکو خدمت ته و قف کړې او داسې لوی لوی نوښتونه یې کړي دي چې د نړیوالو د اقتدا مثال ګرځیدلی دی.
۷.سوله په بنسټونو کې
سوله په بنسټونو کې د یو شمیر هغو بنسټونو پیژندنه ده چې په ملي او نړیواله کچه یې د سولې په لاره کې هڅې کړې، په نړۍ کې د سولې د تامین په موخه ګټور ګامونه ایښي او د بشر په خدمت لګیا دي.
۸.سوله په مکتبونو کې
سوله او پوهنه تر خپل منځ نه بیلیدونکی تړاو لري او (سوله په مکتبونو کې) اثر د سولې او پوهنې مشترک بنسټونه څیړي، د ځوانانو یو شمیر ستونزې یې مشخصې کړې، د افغانستان په پوهنیز نظام له لوستونکو سره ګټورې خبرې لري او په ۱۳۹۱ کال کې یې په پلازمینه کابل او ولایتونو کې له لوستونکو سره د پوهنیز پرمختګ روښانه مزل شریک کړی دی او دغه  ویاړمن کاروان یې ګام پر ګام پاللی دی.
۹.سوله په شعرونو کې
سوله په شعرونو کې د لیکوال د زړه د کړیکو یوه برخه ده چې وخت پر وخت یې په منظومو قالبونو کې د سولې د تامین په موخه په خپلو خیالاتو کې انځور کړې او د قلم د رنګ په اوښکو یې د کاغذ کرښې پرې تورې کړې دي.
۱۰.سوله په نثرونو کې
سوله په نثرونو کې هغه راز دی چې لیکوال یې په خپله ټولنه کې د تلپاتې سولې د تامین په موخه له ښایست، ښکلاوو، ګلونو، طبیعیت، کایناتو او رازونو سره په خبرو راوستلی او په یو شمېر نثري لیکنو کې یې د خپل زړه نازکخیاله او له دردونو څخه ډکې خبرې د کاغذ پر مخ کښلې دي.
د سولې پوهنیزه او روزنیزه اداره یا Peace Education and Training Organization چې په هیواد کې د ریښتینو سوله ایزو هڅو په موخه تازه تشکیل شوې ده، د چا له مرستې پرته یې د یادو شوو کتابونو د لیکنې، ډیزاین، چاپ او مینه والو ته د رسولو چارې ټولې په خپله غاړه اخیستې دي. نوموړې اداره د سولې د کتابتون د کتابونو د لیکوال په نوښت تشکیل شوې او د ټول هیواد په کچه د مختلفو پروګرامونو له لارې د سولې د پراخو هڅو تابیا لري.
اوس مهال له دې هر یوه کتاب څخه یوازې ۱۰۰۰ نسخې چاپ شوې چې ټولې ۱۰۰۰۰ نسخې کیږي خو موږ پلان لرو چې د امکاناتو په صورت کې د یو شمیر نورو سوله ایزو پروګرامونو تر څنګ دغه کتابونه له خوږې پښتو څخه نورو ملي ژبو او انګریزي ته هم و ژباړو او لږ تر لږه ۱۰۰۰۰۰ نسخې چاپ او په ټول هیواد کې یې په داسې شکل توزیع کړو چې له هغه څخه د استفادې یو ښه لارښود هم و لري څو زموږ سوله تږو وګړو ته د سولې حقیقي څیره او اهمیت له بل هر وخت څخه په ښه توګه څرګند شي.
انشاالله چې ډیر ژر به له درنو هیوادوالو سره په دې هکله نور ښه خبرونه هم شریک شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery