مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-19   مخپرونکئ : 127 - دبېنوا لیکوال - کندهار

غوماشه (Mosquito) -دوهمه برخه

ډاکتر بشيراحمد (محبوبي )
انافيل غوماشه : د لمړي ځل لپاره د J.W.Meigen پواسطه په ١٨١٨ کال کي تشريح او ونومول شول .تقريبا ٤٦٠ قسمونه لري ولي يواځي ١٠٠ ډوله يي د ملاريا د ناروغي د انتقال سبب کيږي .د انافيل نوم د يو يوناني کلمي نه رامنځته شوي چي ان an په معني د نه يا Not او فيلوس يا Ophelos په معني د گټي ده يعني بي معني .دوي هم د نورو غوماشو په ډول د ژوند څلورمرحلي لري .چي مخکي تري يادونه شويده .چي لمړي دري مرحلي د ٥-١٤ ورځي پوري نظرپه محيطي شرايطو پوري اړه لري .غټي مونث غوماشي تر يوي مياشتي پوري ژوندي پاته کيداي شي .خو کيداي شي په دوو هفتو کي هم له منځه لاړي شي .غټه غوماشه د ٥٠-٢٠٠ پوري هګي اچوي چي د هګي اندازه د 0.5x0.2mm)) په اندازه وي .د هګيو شاربل کيداي شي ٢-٣ ورځي يا ٢-٣ هفتي په يخ موسم کي وخت په برکي ونيسي . .په لمړي مرحله کي لاروا د ١ ملي متر په اندازه او څلورمه مرحله کي د لاروا يي اوږدوالي ٥-٨ ملي متر ته رسيږي .هګي تقريبا په ٧ ورځي کي اچوي .ددوي لاروا کيداي شي په تازه اوبو ، مالګيني اوبو ،ورجو کښت ،د رود يا ويالوو په غاړه او د باران په موقتي اوبو کي موجودي وي .بعضي شکلونه يي د درختو په کوچنيو سوريو کي پيدا کيږي .وروسته د لاروا څخه د Pupae مرحله شروع کيږي چي تقريبا د ٢-٣ ورځي په بر کي نيسي .دوي په دي وخت کي د اوبو و سطحي ته راځي تر څو په تکراري شکل تنفس ته دوام ورکړي .غوماشي د هګي نه تر بلوغيت تر مرحلي پوري د ٥ -١٤ پوري وخت نيسي .دوي يو قسم خاص ساختمان د palps پنوم لري .چي د خړتوم يا proboscis څخه اوږده دي .چي د نوروغوماشو سره يي فرق په کولاي شو . همدارنګه دوي د استراحت په حالت کي ګيډه په مځکه نه اچوي .نارينه غوماشه تر يوي هفتي پوري ژوند ي پاته کيداي شي .ولي مونث غوماشه تر يوي مياشتي پوري يا کيداي شي تر هغه يو څه اضافه ژوند وکړي .د غوماشو تقريبا ١٢٥ قسمه د يوي يا د يوي نه زياتو سپري يا د غوماشوضد درملو سره مقاومت پيدا کړي .ددي لپاره چي ددوي څخه د رامنځته کيدونکي خطرناکي ناروغي نه ځانونه وساتو نو ښه به دا وي چي لاندي کارونه ترسره کړو : ١- د شپي له طرفه د خوب لپاره د پشه خانو استعمال البته که د غوماشوم ضد درملو پوسيله پريولل شوي وي ښه به وي. ٢- د خوني کلکينان او دروازي بايد جالي شي . ٣- د ولاړو اوبو حوضونه له منځه يوړل شي . ٤- د کوراو اطاق هوا بايد هميشه تازه او پاکه وساتل شي . ٥- د ملاريا د ناروغي د نښو نښانو په ليدلو سره بايد ډاکتر ته مراجعه وشي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery