مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دشپې په چوپه چوپتیا کې دکندهار ډلیزې وژنې

ژباړن: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
سرچینه : تدڅ او ۲۴۷۰

سرچینه :  دالمان  تدڅ  او د۲۴۷۰ میډيا ویبپاڼې

لیکوالان:  سوون  هنزن  او  لیلا احمدز ی
فلم جوړونکي:  لیلا احمدزی


 

واړه  اکټونه  او حرکتونه یوستر بشري جنایت اوځناورتوب ننداري ته  ږدي
یوکال مخکې امریکايي بریدمن   رابرټ بیلز په کندهار کې په نیمه شپه کې ۱۶ بي ګناه  افغان ملکیان  ووژل .
 د دې جګړیز جرم  په اړه  اوس یولنډمستند فلم چمتو شوي او په فلم کې یواځي دهمدغي ویرجني پیښې له ژوندي پاتي شويوسره خبرې کیږ ي .

 

Why ? , Pourquoi ?

ولې  ؟   یوه پوښتنه چې هېچ  په بشپړډول  ځواب  کیداي نشي، دشپې چوپه  چوپتیا ٬٬ لیلا احمدزۍ


 د۲۰۱۲ کال د مارچ په یوولسمه نېټه په نیمه شپه کې امریکايي بریدمن  رابرټ بیلز ۱۶   ولسي وګړې د کندهار  دالکوزو او بلاندي په دوو کلیوکې په ډیره بي رحمي سره ووژل . د وژل شویو خلکوپه شمیر کې نهه ماشومان  هم شته دي . بیلز په خپله دخپلي پوځي اډې څخه  را وځي او په نږدې واټن کې دولسي کلیوالو خلکو کور ونو ته ورننوځي، دی هلته په ډير هوسا زړه ولسي وګړې وژني او بیرته خپلي اډې ته راستنیږي  .دی یو شیبه ورسته بیا ځي اوبیا  بي ګناه ولسي  وګړې وژني . ده ډيرې قربانیان  قصدي  په نیغه او په نښه سره  کوپرې ته په ګولیویشتلي وو  .ده بیا شهیدانو ته اور هم اچلولي وو  . دی  بیا پریږدي چې په خپله  پوځې اډه کې پرته له مقاومت  څخه  ونیول شي .
د ۲۰۱۲ کال د نوامبر په میاشت کې دی  بیا د لومړي ځل لپاره د ډلیزو وژنو په تور  یوې امریکايي پوځې محکمې ته درول کیږي . دلیزووژنومجرم ته دمرګ سزا اورول کیږي . په امریکا کې د متحده ایالاتود ولسمشر د هوکړي  پرته  دمرګ سزا  اجرا کول ناشوني ده .
د ۱۹۶۱ کال راهیسې دمرګ  سزا د متحده ایالاتو پر پوځیانو نه ده عملي شوي . 

 دسزا دکمولو لپاره  دبیلز مدافع وکیل دلیل راوري  وايي، بیلز دجګړو  له امله  په روحي ناروغې اخته دی  اود عراق په جګړه کې په سر باندې هم ټپي شوي دی .
تراوسه دغه موضوع هېچ  چا ته په زړه پوري نه وه  چې څنګه  او په څه ډول دوژل شویو ولسي  وګړو خپلوان  او د پیښې څخه د ژوندي پاتي شویو ولسي وګړو،  د بیلز  له دغې  ترسره شوي بشري ستر جنایت سره  ژوندکوي او دوی څنګه دخپل د ورځني ژوند په څنګ کې له دغې ناوړه غمړلړلي  پیښې سره چلند کړي اوکوي .
اوس دپيښې دقربانیانو په اړه   دلومړۍ کلیزې د ویر په ورځ  یولنډ مستندفلم جوړ شوي دی، د ویرپه  ورځ  دغه ستر کار او دغه ارزښتمن  فلم ځښت ډیر معنوي ارزښت لري .

د فلم نوم ٬٬ دشپې په چوپه چوپتیا کې،دکندهار ډلیزې وژنې٬٬  په نوم دی . 

 په خټه افغانه الماني لیلا احمد زۍ د فلم له لار ې  ددغي ناوړي  پيښې دپوښتني او دغي پوښتني ته  د ځواب  موندلوپسي راوتلي ده . دهمدې فلم له لارې دلومړ ي ځل لپاره  دپیښې قربانیان او خپلوان مخونه او غږ ونه مومي او وژل شوي کسان  نوره یواځي د جګړو د احصائیو یوه  شمیره نه دي .
 دوی په فلم کې دخپل لیدلي حال کیسې کوي او دغه کیسې په  حیرانونکې ډول  ثبتي شوي دي .

دفلم جوړونکي اغلې احمدزۍ  وایي، فلم ځکه بریالي  دی،مخکې له دې چې زه د فلم  په جوړولو کار  پیل کړم ،ما  له دوی سره په دې اړه شپږ ورځې خبرې اترې  وکړي .
دغه شپږدقیقي تور او سپین  فلم   د٬٬  ۲۴۷۰ میډیا  ٬٬ له خوا په ډیرو لږو شونتیاوو او لږو توکو سره جوړ شوي دی . د فلم پرمخ لیکل شوي  ټکسټ  په فلم کې د ویوونکو خبرې  په  الماني  ژبه ژباړل  شوي دي  . په فلم کې اکثرآ یواځي  انځورونه د ښوریدونکې انځورونو په ځای ښودل کیږي .
ځیني انځورونه  یا فوټوګرافي د ښاغلي مامون دوراني کار دی . دی لومړنۍ خبریال ووچې د ډلیزو وژنو څخه ورسته  مستقیمآ د پیښې ځای  ته ورسید .
د دې لپاره چې  د ویناولو خبرې اترې ،مرکې سمې ثبتي او په فلم کې داصحنې سمي واخیستل شي، ما له همدې امله   په  فلم کې دوینو ډکو انځورونه  کارولو څخه  ډډه وکړه . احمدزۍ وویل .
په فلم کې یوه ډیره  حساسه او له اغیزې  ډکه ځانګړي صحنه  شته چې یواځي د نټریو شوي  سړي  مخ اود ده لاسونه ښودل کیږي . دفلم په دغه صحنه   کې واړه  اکټونه  او حرکتونه د امریکایانو  له خوا دتر سره شويو د  ویره ونکو ظالمونو  ډولونه او ځناورتوب  ورښيي او ددوی  دغه   جنګې جنایات   هېچ چا ته د منلو وړ نه دي  . د دې سربیره  په فلم کې د پام وړ بل ټکې، په  فلم کې  د ډراماټیک  موزیک  اوریدل دي  چې له عجیبو اوغریبو صحنوسره  ډیر ښه  سمونخوري  او په فلم کې اوریدل کیږي .
فلم  لیدونکې ته په جوته توګه  دا ښیي چې دغه عمل نه یواځي  یوبشري  ستر جنایت اونه منونکې جګریز جرم پاتي کیږي او دپیښې قربانیان او د قربانیانو خپلوانو ته په کتو سره ، ددې لپاره نه چې موږ له دغو پیښو څخه  څه زده وکړو،بلکې  دغه زیانمن شوي ولسي وګړې  د ستر درنښت خاوندان  او د ډیر پام وړ انسانان  دي .
په فلم  کې د مصاحبه کوونکې  وګړو څخه اوس هېچ یوڅوک نور په خپله  سیمه  کې نه اوسيږي،احمدزۍ وايي .  دوی ټول  اوس  له دغي ویرجن ځای څخه تللي دي . دوی ته پته  ولګیده او محسوسه کړه چې دغه سیمه  څومره له ګواښونو څخه ډکه سیمه ده .
دغه شپږ دقیقي فلم  ٬٬  دشپې چوپه چوپتیا  کې د کندهار ډلیزې وژنې  ٬٬ په نامه تاسو کولي شی  په دې لاندې  انټرنیټي  پته  کیکاږي  او فلم  وګوري   .

http://www.2470media.com/projekte.79.de.html?tfs[video]=267


افغانستان کې د ستر جنګي جنایت  دلومړني کلیزې په ویره کې
دمارچ یوولسمه  په کندهار کې دیوې ډلیزې وژنې لومړني کلیزه  ده . په دغه ورځ امریکايي بریدمن  رابرټ بیلز د بلمباې کمپ پوځې اډې ته نږدې  په دریو کلیو کې ۱۶ ولسي  بي ګناه وګړې ووژل  او شپږ نور ولسي وګړې  ټپیان کړل .
همدااوس د همدغې ستر جنګي جنایت عینې شاهدان  په امریکا کې دي ، دوی  د ډلیزې وژنې په قضیه کې  د تورن سړي  په وړاندې محکمي ته د  شهادت ورکولو لپاره ته تللي دي  .
د ۲۴۷۰ میډيا ــ  لیکواله او رسنواله  لیلا احمد زۍ افغانستان ته د غې ستر جنګي جنایت په اړه  تللي وه ،اغلې  غوښتل چې د پيښې  له قربانیانو او دژوندي پاتي شویو سره  مخامخ خبرې وکړي . له هغي چا سره  خبرې وکړي چې د بیلز  په ډلیزې وژنې کې خپل خپلوان  او عزیزان  له لاسه ورکړي دي . احمدزی  غوښتل په پای  کې یوه ویبکم کومنټري  ویډیو جوړه کړي . موخه یي له یوې خوا دخلکو پام  د مجرم  څخه اړول  وو  اوله بلې خوا  دخلکو مخونه دقربانیانو په لور  وراړول  دي ، ترڅو دجګړې  له قربانیانو سره  خبرې وشي . د دوی غږ   تراوسه  په عام ډول د میډیا یا  د ډلیزه رسنیو له لارې  چا نه دی اوریدلي .

د ۲۰۱۲  او  ۲۰۱۳  کالو کې د کندهار د ډلیزو  وژنو پرلپسي بهیر
د ۲۰۱۲ کال دمارچ ۱۱ مه نېټه
امریکايي بریدمن  رابرټ بیلز د ګهیځ  په څلورو بجو او شپږدیرشو دقیقو کله چې دی خپلي پوځې ا‌ډې  کمپ بلمبای ته بیرته راستونیږي ، بیا دی د خپلو ملګرو لخوا نیول کیږي . ورسره پوځې ادې ته د افغان ملکیانو دتپي کیدلو  خبرونه رارسیږي . بیلز  ماښام  دامریکايي پوځیانو له خوا په  یوه چورلکې کې  دکندهار  هوايي ډګر  ته چیرته چې د ناټو مرکزي اډې  ده  رسول کیږي  .

د ۲۰۱۲  کال د مارچ ۱۴ مه نېټه
بیلز  په یوه الوتکه کې لومړۍ  دکویټ  په لور یوې  پوځې  بند یخوني  ته  واستول شو، دی دوه ورځې ورسته  په یوه بله  پوځې  ترانسپورتي الوتکې  کې د Fort Leavenworth , Kansas  پلور یوې پوځې توقیفخوني  ته استول کیږي  .

د ۲۰۱۲  کال د مارچ ۱۶ مه نېټه
دشهیدانو دکورنۍ  پنځه کسه  غړې ،خپل خپلوان  او یو عیني شاهد کابل ته د افغانستان ولسمشر کرزي  ته د رسمي  خبرولپاره راغلل .

د۲۰۱۲ کال ۱۹ مه نېټه
په افغانستان کې دالجزیرې خبریال  قیس اعظمي لخوا  د امریکایي  ډلیز و وژنو د وژونکې   د ۱۶ وژل شویو وګړو  مکمل  لیست  سره د شپږو ټپیانو خپور کړل شو .

د ۲۰۱۲ کال د جون ۳۰ مه نېټه
درویټر خبري اژانس په حواله، اغا لاله  د نجیبانو کلي اوسیدونکې، ده د مارچ په یوولسمه نېټه  ډیر پوځیان  د وزیر کورنۍ د کورمخي ته  دریدلي ولیدل . ددغې کورنۍ څخه  یوولس غړې وژل شوي  دي ، دی بیا  په یوه ترافیکې حادثه کې مړ کیږي .

د۲۰۱۲ کال دسپتمبر ۲۵ مه نېټه
حبیب اله  د دغي بشري ستر جنایت یو بل عیني شاهداو د دتپي شوې  الکوز ی زوی  حاجي محمد نعیم  د ناټو په هوایي بمباري کې وژل کیږي .

د۲۰۱۲ کال دنوامبر د پنځمي نه  تر دیارلسمي نېټي پوري
له څوځلې په شا اچولو څخه ورسته  د امریکا دپوځې قانون د ۳۲ مادې پر بنسټ د واشنګټن  په یوه پوځې اډه کې د قضیه په اړه  پلټنې او تحقیقات پیل شول . په دغه ورځ  د قربا نیانو دکورنۍ  یوولس غړې  په دغه  شمیره  کې شپږ ماشومان او یو ځوان سړي  چې د ستر بشري جنایت  عیني شاهدان  دي ، له کندهاره په ژوندی بڼه د ویډیو له لارې خبرې کوي . په دغه  ورځ او ځای کې  له دوو نورو  ناستو عیني شاهدې ښځې او د یوې بلي ځواني ښځې سره د پيښې په اړه هېچ خبرې او پوښتنې  نه کیږي .

د ۲۰۱۳ کال دجنوري ۱۷ مه نېټه
دبریدمن  رابرټ بیلز  څخه د Lewis McChrod  په يوه پوځې اډه کې دقضیه په اړه لومړني  پوښتنې درویژنې  پیل شوې  . دی د ځواب  له ورکولو څخه ډډه کوي او وايي چې  زما د مدافع وکیل څخه پوښتنې وکړۍ . په همدې حال کې د ده مدافع وکیل دمحکمې څخه د حقوقي دعوا دپیل لپاره دیوبل  نوي وخت  غوښتنه  وکړه .ده  د۲۰۱۴   کال د مي په میاشت کې له محکمې څخه د یو بل  نوي  وخت غوښتنه  وکړه .
د پوځ د جنایي جرمونو  مسوول او  پلټوونکې  بیا د ۲۰۱۳ کال په جون  کې  د دعوا  د پيل لپاره  د نوي  وخت غوښتنه کوي .
دقضیي قاضي  Colonel Jeffery R. Nance  کوم معین وخت  نه ټاکې، خو دومره وايي چې د۲۰۱۳ کال  دجون میاشت  ډیره ژر ده .

د۲۰۱۳ د جنوري ۱۷ مه نېټه
دAP  خبرې اژانس  د هغو کسانود نومونه لیست   چې د ۲۰۱۲ کال دمارچ  دیوولسمي  نېټې په شپه کې وژل  شوي اوتپیان شوي وو، د امریکا د پوځ  د رسمې خبرونو له مخي په مکمل ډول دنومونو  لیست  خپورکړ  .
دپوځ په لیست کې  چې کوم نومونه  خپاره شول  او د الجزیزې شبکې له خوا رسمآ  په ۲۰۱۲ کال  د مارچ په میاشت کې  چې کوم نومونه  خپاره شول ،له یو بل  سره یو شان  نه وو . دنومونولیستونه  له یو بل سره  توپیر درلود .

د ۲۰۱۳ کال د مارچ ۲ مه  نېټه
د قربانیانودخپلوانو څخه شپږ  کسه   له دغو شمیري څخه  دوه د دلیزو وژنو  عیني شاهدان  د امریکا متحده ایالاتو ته  په سفر تللي دي . ترڅو  دوی درابرټ بیلز په وړاندې د پوځې محکمې  د دعوا  له پیل څخه مخکې د شهادت  ورکولو څخه مخکې  دولتي لوړه  پرځای کړي  .

پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery