مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-27   مخپرونکئ : 127 - دبېنوا لیکوال - کندهار

د انسان د بدن هډوکي Human bones (لمړي برخه)

ډاکتر بشيراحمد (محبوبي )
هډوکي يا عظام د انسان اسکليټي سيسټم جوړوي .غټ يا کاهل شخص ٢٠٥ هډوکي لري او ماشومان بيا د ٣٠٠ هډوکوسره دنيا ته راځي .چي وروسته د ماشوم د عمرپه زياتيدوسره د يوتعداد هډوکو د يو ځاي کيدو څخه د هډوکو په شمير کي کموالي ليدل کيږي .نوموړي ٣٠٠ هډوکي د دويم ترايميسټر څخه په نمو شروع کوي چي لمړي د غضروفو په شان بيا يو دبل سره يو ځاي کيږي او د هډوکي شکل ځانته اختياروي چي دغه حالت د (Ossification)پنوم ياديږي .او باالاخره ٢٠٦ ته يي شميررسيږي .هډوکي ځلورقسمه دي .١- اوږده هډوکي :کوم چي قوي ،متکاثف او لږه انحنا لرونکي دي .٢- لنډ هډوکي :کوم چي سپک دي .٣- هموارهډوکي :کوم چي د متکاثف او اسفنجي هډوکو د يوي طبقي څخه متشکل دي .٤- غيرمنظم هډوکي :چي د تکاثف لرونکو او اسفنجي هډوکو طبقي په مختلف تناسب سره لري .هډوکي يودبل سره د مفاصلوپه وسيله سره يو ځاي کيږي او انساني اسکليټ جوړوي .هډوکي لاندي طبقي لري : ١- Periosteum : يوه نازکه متکاثفه پرده چي د اعصابو او ويني د رګونونه جوړه شويده .او د هډوکي په تغذيه کي رول لري. ٢- Compact Layer : د هډوکي يوه سخته طبقه ده .چي په اکسري کي ليدلاي شي .او د Cancellous زياتي طبقي لري . ٣- Cancellous : دغه طبقه تر Compact طبقي لاندي قرارلري .چي د ټينګوالي په لحاظ تر Compact هډوکو سست دي . ٤- Bone marrow :لاندني طبقه د هډوکي تشکيلوي چي د ګاټه جيلي شکل لري او د ويني د حجراتو په جوړيدو کي ونډه لري. د حاملګي په ١٣ الي ١٦ اوني کي د ماشوم د بدن غضروف په هډوکو بدليدل شروع کوي .چي کيداي شي په اکسري کي د هډوکي شکلونه وليدل شي .چي تقريبا تر ٢٥ کلني پوري هډوکي تکميل اونوره نمو نه کوي .د هډوکو په تغذيه کي کلسيم او پروټين دواړه عمده رول لري .همدارنګه د لمرشعا ،فاسفورس ،ويټامين ډي ،ويټامين سي او تمرين د هډوکو لپاره مهم دي .ددي دپاره چي هډوکي سالم وساتل شي نو د بايسکل ، موټرسايکل چلولو په وخت کي بايد Helmets استعمال شي چي يو مخصوصه خولي دي .او د نورو سپورټي لوبو لپاره بايد مخصوص لباس واغوستل شي .د عمر په ٢٠ کلني کي د هډوکو تر منځ يوخاليګاه ليدل کيږي چي د Hyaline غضروفو پنوم ياديږي چي د عمر په تيريدو سره په همدغه ناحيي کي نورغضروفي حجرات اضافه کيږي او د Ossification يا د هډوکي د جوړيدو عمليه سرته رسيږي او هډوکي د مفصل په لور نمو کوي چي بالاخره د مفصلي سطحي ته د رسيدو سره د هډوکي نمو پاي ته رسيږي او نورهډوکي نمو نه کوي چي تقريبا تر ٢٥ کلني پوري دا دوره رسيږي .د هډوکو پراخوالي د Osteoblast حجراتو پوسيله صورت نيسي چي د هډوکو په باندني طبقه را پيچل کيږي او بالاخره سختيږي او په همدي شان د هغوي د پراخوالي سبب کيږي .مختلف هډوکي په مختلفو ډولو نمو کوي .مثلا : هموار هډوکي لکه د سرد کاسي هډوکي تشکل د Intramembranous Ossification پنوم ياديږي چي د يو خاص ارتباطي نسج چي د Mesenchyme پنوم ياديږي شروع کيږي او بيا وروسته يوه اندازه Mesenchyme پهOsteoblast حجراتو کوم چي د هډوکو جوړونکي حجرات دي بدليږي وروسته دغه Osteoblast حجرات د Mesenchymeپه شا وخوا باندي راپريوزي چي لمړي کي دغه ساختمان ډير نرم وي او وروسته په تدريجي ډول د هډوکي د نورو حجراتو لکه Osteoclast په کمک په سخته طبقه چي Compact ده بدليږي . او د تني او نهاياتو هډوکو تشکل بيا د Endochondral Ossification پنوم ياديږي .چي لمړي غضروف تشکل کوي او بيا Osteoblast او د ويني رګونه ددوي د منځ څخه تيريږي او بالاخره غضروف په هډوکي بدليږي . Ontogenesis Imperfect a چي يو جنيتکي تشوش دي چي د هډوکي نمو په غير نارمل شکل سره وي .نوموړي حالت د يو پروتين د تنقيص له امله چي د Collagen 1 پنوم ياديږي رامنځته کيږي .چي نوموړي د غضروفو د ساختمان يا شکل متاثره کوي .پداسي حال کي چي غضروف د هډوکو د نمو دپاره لازمي دي .او په جنين کي د هډوکو د صحي نمو د سختي سبب کيږي .په شديد حالت کي د هډوکي د ماتيدني سبب کيږي .پداسي حال کي چي ماشوم په رحم کي وي .د هډوکو مواد د کولاجن ،فاسفورس،سوديم او کلسيم څخه عبارت دي .چي کلسيم د هډوکو د سختي سبب کيږي .او همدارنګه د ضرورت په وخت کي کيداي شي ددي کلسيم څخه د بدن په نورو ناحيو کي هم استفاده وشي .د ويني د حجراتو زياته برخه د هډوکو د مغزوپواسطه توليديږي .د هډوکو په مغزکي stem cells شامل دي چي د ويني د سروحجراتو،Platelets ، او سپينو حجراتو په ترکيب کي برخه اخلي .هډوکي د نورو هډوکوسره د Ligament پواسطه ارتباط لري . د سرکاسه : د سرکوپړي چي د هموارهډوکو له جملي نه ده چي د دماغ د پوښلو او ساتني وظيفه لري .او همدا شا ن د مخ د څيري د جوړښت سبب کيږي .د کوچنيوالي په دوره کي اته هډوکي چي عبارت دي له :يو Frontal bone ،دوه Temporal bones ،دوه Parietal bones ،يو Occipital bone ،او يو Sphenoid bone يو دبله سره يو ځاي کيږي .ماشومان په لمړيو کښي د سرکاسي د هډوکو تر منځ فاصلي لري او ډيرنرم وي چي د زيږيدني په وخت کي دي ته اماده شي تر څو د ولادي کانال نه په اساني خارج شي .همدا رازيو تعداد نورهډوکي لکه د پورتني زامي هډوکي Maxilla bone او کښتني زامي هډوکي Mandible bone او نور مختلف هډوکي د پورتني د سر د هډوکوسره يو ځاي کيږي او د سرد کاسي د جوړښت سبب کيږي . شمزي :Spine : شمزي د ٢٤ غيرمنظم هډوکونه ( Vertebrae) ، sacrum او coccyx څخه تشکيل شويده .پورتني اووه vertebrae د رقبي فقراتو پنوم ياديږي چي غاړه جوړوي .ورپسي ١٢ صدري فقرات چي د پښتي سره وصل دي .او اخرني ٥ فقري په lumber او کښتني ناحيه کي قرار لري .نوموړي فقري د Disk پواسطه يو دبله سره جلاشوي دي .sacrum د Lumber فقراتو لاندي موقعيت لري او دهغه څخه لاندي Coccyx موقعيت لري .د شمزي کښتني برخه په موازنه او د وزن په زغملو کي کمک کوي .د sacrum هډوکي بيا د کونغري يا pelvis يا د کوناټي د هډوکي (hip bone ) سره وصل دي . پښتي :Ribs : پوښتي يو قفس شکل رامنځته کړي کوم چي د اعضاوو د محافظت سبب کيږي .لکه : زړه ،سږي او ينه .عموما انسان ١٢ جوړي پښتي لري .کله کله يوکس يوه جوړه اضافه يا کمه پښتي لري .پورتني ٧ پښتي د sternum سره نښتي دي .چي sternum بيا clavicle سره وصل دي . اندامونه :limbs : هر بازو د يو اوږد هډوکي لرونکي دي چي د Humerus پنوم ياديږي .او دوه نو اوږده هډوکي بيا په ليڅه (Forearm ) کي ليدل کيږي چي د ulna او Radius پنوم ياديږي .د لاس د بند هډوکي د carpals پنوم ياديږي .اوږدترين هډوکي د ورانه هډوکي دي چي د Femur پنوم ياديږي .او بيا د ځنګانه نه تر بجلکو پوري د دوه نور اوږده هډوکي د Tibia او Fibula پنوم وجود لري .د بجلکي هډوکي د Tarsal پنوم ياديږي .او metatarsal او metacarpals بيا د پښواولاسو هډوکي دي .اود پښو او لاسود ګوتو هډوکي بيا د Phalanges پنوم ياديږي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery