مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتو زر او يوه شپه چاپ سوه

روهیال

 


الف ليلة و ليلة په فوکلوريکو آثارو کي د عربي ژبي يو شهکار اثر دئ. د دې اثر ترجمه په خورا ډېرو ژبو سوې ده. د دغه خواږه او ضخيم اثر پښتو ترجمه لومړى وار ارواښاد استاد محمدانور نوميالي راومښلوله، هغه مرحوم د دغه اثر تر سل زياتي شپې ترجمه کړې خو ژوند ياري ورسره و نه کړه او باقيمانده کار ئې همداسي نيمکله پاته سو.
تر هغه وروسته د پښتو محقق ليکوال او خوږ ژبي مترجم استاد محمدمعصوم هوتک دغي لويي پروژې ته اوږه ورکړه. استاد هوتک صاحب د دغه غنيمت اثر پښتو ترجمه له يو سل او اوومي شپې څخه راپيل کړه، چي تر اوسه ئې په ډېر لږ وخت کي تر شپږ سوه زياتي شپې ترجمه کړي دي.
استاد هوتک د ارواښاد استاد نوميالي لار تعقيب کړېده او د پښتو ترجمې له پاره ئې د عربي، انګليسي، روسي او پارسي متونو څخه کار اخيستى دئ. د دوى د کار لوى ارزښت په دې کي دئ، چي خپله ترجمه ئې په يوه وخت کي د اصل (عربي)، انګليسي، روسي او پارسي ترجمو سره پرتله کړې ده. مانا دا چي د هوتک صاحب حاضره پښتو ترجمه  مو له انګليسي، روسي او پارسي ترجمو له اختلافاتو څخه خبروي.
په حاضره برخه کي له يو سل او اوومي شپې څخه تر يو سلو نهه شپېتمي شپې پوري ٦٣ شپې په خورا خوږه او روانه پښتو ترجمه سوي دي. دغه ترجمه د نثر او نظم په برخه کي د پښتو يوه شهکاره ژباړه ده.
د زر او يوې شپې دغه حاضر ټوک په ٤٠٤ مخونو کي په ښکلي صحافت او خوندور ډيزاين په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا د زرو ټوکو په تېراژ خپور سوى دئ.
په پاى کي بايد يادونه وکم چي د ارواښاد استاد نوميالي ترجمه به هم په نژدې راتلونکو کي په درو بېلابېلو ټوکونو کي خپره سي.
دوستان کولاى سي دا کتاب په کندهار او کابل کي له لويو کتاب پلورنځيو څخه تر لاسه کړي
او د زياتو معلوماتو له پاره پر لاندي پتو زموږ سره اړيکي نيولاى سئ:
٠٧٠٠٣٢٦٠١١
mrohyal@yahoo.co

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery