مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-31   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

افغانستان په کرېکټ کې کوېټ ته ماتې ورکړه

لودين
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په آسیايي کرېکټ شل اوریزو سیالیو کې، چې په نيپال کې کېږي په خپله پرله پسې لوبه کې کویټ ته هم ماتې ورکړه. افغان لوبډلې د خپل ګروپ وروستۍ لوبه نن (يکشنبه د وري په يولسمه نېټه) له کوېټ سره وکړه او کویټ ته یې په ماتې ورکولو سره، د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار ومونده. د دې لوبې پچه (ټاس) د افغان لوبډلې کپتان محمد نبي عیسی خېل وګټله او لومړى يې کوېټ ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. کویټۍ لوبډلې د لوبې د شلم اور په دویم توپ د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۳ منډی جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې ۱۳۴ منډې هدف وټاکه. په توپ اچونه یا بالېنګ کې سمېع الله شینواری تر نورو مخکښ و او د یوازې ۱۸ منډو په ورکولو سره یې درې کوېټي لوبغاړي وسوځول، همدا راز نسیم بړېڅ هم د ۲۸ منډو په ورکولو سره درې لوبغاړي وسوځول؛ خو محمد نبي عیسی خېل او افتاب عالم هر یوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول. افغان لوبډلې د کویټ له لوري ورکړل شوی هدف د۶ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه یې وګټله، د افغانستان له لوري په منډو جوړولو کې کریم صادق۴۲، نجیب الله ځدراڼ ۲۷ منډې، فضل نیازي ۲۴، ګلبدین نایب ۱۷ اوشفیق الله شفق د لوبې په وروستیو کې د لوړو شاټونو په ملتیا ۱۵ منډی جوړې کړې. افغان لوبډلې د دې لوبې په ګټلو سره د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار ومونده، چې وار له مخه ورته هانکانګ، متحده عربي اماراتو او کوربه نیپال لار پیدا کړې ده. افغانستان به د دغو سیالیو په نیمه پایلوبه کې خپله لوبه له هانګ کانګ سره کوي او متحده عربي امارات به له نيپال سره لوبېږي. د یادولو وړ ده، چې افغانستان له دې مخکې درې ځله د دغو سیالیو اتلولي خپله کړې، چې په اوسني څلورم ځل هم له خپلې اتلولۍ څخه د دفاع لپاره لوبېږي. د نيپال په سياليو کې دوې لوبډلې د شل اوريز نړيوال جام لپاره غوره کېږي، چې افغانستان وار له مخه لار ورته پیدا کړې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery