مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-02   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

دوې مياشتي کيږي د کلات بريښنا قطعه ده .

د زابل د مرکز کلات بريښنا د تيرو دوو مياشتو راهيسي نشته او دلته يې خلک په يو عالم ستونزي کې غورځولي دي . د کلات اوسيدونکي وايې چې د بريښنا نه موجوديت يې پر کارونه زيات منفي اثر شيندلى دى او ژر د بريښنا فعاله کيدل غواړي . د زابل مرکز کلات د کندهار _ کابل پر لويه لار پروت ښار دى چې شاوخوا دوه ميليونه نفوس لري ، د تېرو دوو مياشتو راهيسي زابليان د بريښنا څخه بې برخي دي او ټوله شپه يې ښار توره تياره وي . د کلات اوسيدونکي وايې چې د بريښنا نه شتون يې پر کارونه هم منفي اغيز کړى دى او دا مهال يې کاروبار په ستونزو کې دى ، خلک ډير ژر د بريښنا فعاله کېده غواړي . د زابل چارواکي وايې چې د بريښنا د قطعه کيدو علت يې د ډيزلي جنراتورونو له کاره لويده دي . والي محمد اشرف ناصري وايې چې د مسلکي کسانو د کمبود له امله يې جنراتورونه غيرفعال دي ، په وينا يې دوى هڅه کوي چې د بهرنيو سرتيرو څخه پاتي کيدونکي جنراتورونه تر لاسه او خلکو ته د بريښنا خدمات په وړاندي کړي . والي له زابلي اوسيدونکو څخه غواړي چې د بريښنا بيلونه پر وخت تحويل کړي څو عوايد تر لاسه او بيا ښاريانو ته خدمات په وړاندي شي . زابل يوازي د بريښنا د نه موجوديت ستونزه نه ځوروي بلکه دلته نوري ګڼي ستونزي هم پرتي دي چې له امله يې خلک د زياتو اسانتياوو څخه بې برخي دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery