مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-03   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کرکټ : افغانستان دا ځل هم اتلولي تر لاسه کړه .

لودين
په نيپال کې دکرکټ اسيايي شل اووريزو سياليو په پاى کې افغانستان نيپال ته په ماتې ورکولو سره په پرله پسې توګه د څلورم ځل لپاره دغه اتلولي خپله کړه. د لسو اسيايي هېوادونو په ګډون د کرکټ شل اووريزې سيالۍ د وري په ٦مه په نيپال کې پيل شوې وې او نن پاى ته ورسېدې. د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وويل، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله، خو لومړى يې د نيپال لوبډلې ته د لوبې کولو پرېکړه وکړه. هوتک وايي، چې د نيپال لوبډله په شلو اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٥ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٣٦منډو هدف وټاکه. د افغانستان له لوري ګلبدين نايب د نيپال دوه ، شاه پور ځدراڼ او حمزه هوتک يو يو لوبغاړى وسوځول. د کرکټ بورډ وياند وويل، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره په اتلسم اوور کې ددرې لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله. د افغانستان له لوري کريم صادق ٣٢، ګلبدين ٤٣، نجيب ځدراڼ ١٥ ، سميع الله شينواري ٩ او محمد نبي ٣٨ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. له دې بريا سره افغانستان په نيپال کې د اسيا دشل اووريزو سياليو اتلولي خپله کړه. ګلبدين نايب ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو. د يادونې ده، چې په پرله پسې توګه دا څلورم ځل دى ، چې دغه اتلولي خپلوي، له دې مخکې افغانستان په ٢٠٠٧، ٢٠٠٩ او ٢٠١١ کلونو کې د دغو سياليو اتلولي خپلې کړې . د افغانستان کرکټ بورډ لوى رييس او سلاکار وزير شهزاده مسعود پر دې بريا ملي لوبډلې او ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery