مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

: د نړیوالو ځواکونو ترشاتګ وروسته افغانستان !

ژباړه: عبدالرحيم ثاقب
سرچینه : الجزیره


یادښت:
تیره اونۍ  حامدکرزي  قطرهیواد ته دسفر په مهال  له الجزیره نړیوالې ټلویزوني شبکې سره  ( د نړیوالو ځواکونو ترشاتګ وروسته  افغانستان )ترسرليك لاندې یوه تفصیلي   او په زړه پوري مرکه کړې .
 په دغې مرکې کې حامد کرزي دافغانستان  دولسمشر په حیث  یوشمیر ناویلي حقائق  راسپړلي او دافغاني لانجې  په  ډیر و پټواړخونو ښه روڼا اچولې او ډیر په زړه پوري  اعترافات يې کړي .
له همدې امله يې ما دژباړلو ضرورت احساس کړ  ،هیله ده درانه لوستونکي یې  دحوصلې  په لرلو سره  ترپایه ولولي او دخپل هیواد  دپټو حقایقو په اړه ترې  معلومات ترلاسه کړي .
ژباړونکی : عبدالرحیم  (ثاقب)

دمرکې سرلیک : د نړیوالو ځواکونو ترشاتګ وروسته افغانستان !
مرکه کوونکی: احمد منصور
دپروګرام میلمه : دافغانستان ولس مشر حامد کرزی.
دخپریدو نیټه : ۳/۴/۲۰۱۳


دافغانستان دحکومت لاسته راوړنې:

احمد منصور:تاسو د۲۰۰۱ کال د دسمبرله میاشتې  تراوسه پوره دولس کاله دافغانستان ولس مشر پاته شوي یاستئ

 ستاسې له  انتخابیدو ورو سته ستاسې په مخ کې دری مهمې ستونزې وي چې هغه دطالبانو او القاعده له منځه وړل، دسولې  ټینګښت  ، اودهغه افغانستان بیاودوانول وه چې دیرش کلنې جګړې  سخت ځپلی ، خو ستاسي دواکمنۍ په ۱۲ کلنه دوره کې په دې دریو مواردوکې هیڅ هم نه دي ترلاسه شوي ولي؟

حامد کرزی : کوم دری هدفه چې تاسې ورته اشاره وکړه په تیره دطالبانو له منځه وړل ،دامنیت تأمین ،اوبیاودانول ، زه به دهریوه په اړه بیلابیل توضیحات درکړم :

دطالبانو دله منځه وړلو په اړه نه مونږ اونه هم افغان ولس اونه دافغانستان حکومت کوم پروګرام طرحه کړی ،کله چې زه دافغانستان ولس مشر شوم زه هماغه مهال په کندهارکې وم هغه وخت ما ټولو طالبانوته دهغوئ دمشر په شمول عمومي بښنه اعلان کړه اوله دې کار څخه مي موخه داوه چې طالبان  بیرته دخپلې تولنې یوه برخه وګرځي ،چې په دې اړه  زه ویلای شم چې نه اوس اونه هم هغه وخت مونږ دطالبانو دله منځه وړلو په فکرکې وه ، اوس هم مونږ هغوئ ته وروڼه وایو او زه دا هیله لرم چې هغوئ له مونږسره په ټولنه کې ګډ ژوند غوره کړي .

دامنیت دتأمین به برخه کې ریښتیاهم مونږ څه نه دې کړي اوپه دې اړه مونږ له ډیرو مشکلاتوسره مخ یو ، یوددغو مشکلاتو څخه دترهګري په خلاف جګړه ده چې دامریکایانو او نړیوالې ټولنې  له خوا په داسې ډول پیل شوي چې باید هغسې  نه وای ، له پیل نه مونږ ویل چې په دغه جګړه کې باید افغانان هدف ونه ګرځي اونه دغه جګړه زمونږپه کلیو اوښارونوکې اوسي، بلکې دافغانستان اوفغانانوپه ځای  باید په دې جګړه کې دتروریستانوهغه ځالې چې له افغانستانه بهر وجود لري هغه په نښه شي ،ځکه نو ویلای شوچې  مونږ ددغې جګړې لومړني مسؤلین نه یو.

أحمد منصور: مګردغه جګړه خوستاسې په ځمکه کې پیل اوروانه ده؟

 حامد كرزاي: هوله بده مرغه .

أحمد منصور:  تاسوخو دجګړې دپیل په مهال دحکومت مشروئ ایانه موشوای کولای چې هغه ودروئ ؟

حامد كرزاي: هو!  زه دحکومت مشروم خو مايي  هم مخالفت وکړ.

أحمد منصور: مونږخودامریکایانو دکړنوپه مقابل کې ستاسې دمخالفت کوم څرک نه دی لیدلی؟

 حامد كرزاي: نه ! تاسوخبر نه یاست مونږيي مخالفت کړی.

أحمد منصور: ایله اوس مو مخالفت کړی؟

حامد كرزاي: نه ! کم ترکمه دامریکایانو دکړنوپه اړه زمونږمخالفت په ۲۰۰۵ کال کې پیل په ۲۰۰۶ کې اضافه او په ۲۰۰۷کې بلکل په علني ډول څرګند شو.

أحمد منصور:  ډیر خلګ داوايي چې دامریکایانو دکړنوپه اړه ستاسي دغه مخالفت واقعي مخالفت نه ،بلکې هسې ددې لپاره دی چې تاسوله ځانه هغه تورونه لیري کړئ چې خلګ تاسو دامریکایانو دلاس آله بولي؟

حامد كرزاي: هو! دغه تورونه په ماباندې ډیر دهغو کسانو لخوا پوري کیږي چې زه غواړم دافغانستان له  نور تباه کولوڅخه دهغوئ لاسونه ورلنډکړم ، له همدې امله دغه تورونه په ما بد نه لګیږي.

اوس به راسو دوهمې نقطې ته چې هغه دافغانستان بیاودانول دی ، مونږ دنړیوالې ټولنې ، دامریکایانو اونورو ایتلافیانو اوهمدارزار دسیمه ایزو ایتلافیانو لکه هند،جاپان اونورو په مرسته د۲۰۰۲کال تروضعیت یوبیل شانې وضعیت لرو هغه وخت زمونږپه ښونځیوکې یواځې ۵۰۰ زره زده کوونکې ول خو اوس هغه تریومیلیون زیات  دي او هغه وخت  مونږ په پوهنتونوکې یواځې ۴۰۰۰ محصلین لرل خو اوس دهغوئ شمیره سل زره ته لوړه شوې. همداراز زمونږ دمحلي محصولاتو کچه  له ۲ملیاردو څخه ۲۰ اویاهم ۲۲ میلیاردوته لوړه شوي.

أحمد منصور: هوخلګ وايي چې ستاسي محصولات یواځې  دنشه يي توکوپه برخه کې زیات شوي نورهرڅه په ټپه ولاړدی ؟

حامد كرزاي: نه داخبره ناسمه ده  دابلکل ناسمه خبره ده ، مونږچې کوم محصولات یادوو هغه دافغاني اقتصاد په بیلابیلو برخو پوري تړاولري نشه يي توکې نشته پکي.

أحمد منصور: له طالبانوسره مو اړیکې څرنګه دی ؟

 حامد كرزاي: زه طالبان پیژنم ،هغوئ دپخواني شوروي اتحاد په خلاف دجهاد له وخته پیژنم او له هغه وخته يي پیژنم چې کله يي نوی خپل تحریک پیل کړ، هماغه وخت زه هم ددوئ یوه برخه وم.

أحمد منصور: له ملامحمد عمرسره مو لیدلي؟

حامد كرزاي: نه ! هغه می نه دی لیدلی ، نوموړی په ۱۹۹۴کې  دیوه شخصیت په توګه مشهور شو ترهغه وخت مخکې ما هغه نه پیژاند اونه مي ورسره رابطه وه .

دامریکایانواوطالبانو ترمنځ مذاکرات:

أحمد منصور: اوسمهال دطالبانو اوامریکایانوترمنځ دمذاکراتو خبرې ډیرې ګرمې دي ،امریکایان له طالبانو سره په فرانسه ،جاپان،او همدلته په دوحه (قطر) کې اوپه نوروځایونوکې …

 ته په امریکایانو دانیوکې کوې چې هغوئ لتا پسي شا له طالبانوسره خبرې کوي او تا هیڅ ورباندې خبروي نه ؟

 حامد كرزاي: دسولې پروسه په رسمي ډول دافغانانو لخوا په کال ۲۰۱۰ کې  دلويي جرګې چې هغه دافغانانو یوه ملي عنعنه ده پیل شوی او ددغې پروسې لپاره  فقید مشر استاد رباني انتخاب شوچې هغه دسولې دعالي شورا ترنامه لاندې په رسمې ډول خپل کارته دوام ورکړ .

هغه مهال زمونږ نړیوالو اوغربي دوستانو زمونږ ددغو هڅو ملاتړنه کاوه ، دسولې په پروسه کې تش په نوم غربي ملاتړ له مونږسره  یواځې تیرکال دبن په کانفرانس کې پیل شو  چې له هغه راوروسته  دطالبانو او امریکایانو اودطالبانو اونورو هیوادونوترمنځ تماسونه پیل شول ، خوزمونږاوطالبانو ترمنځ  تماسونه له تیرو ۱۰ کلونوراهیسې ترنن ورځې پوري دوام لري ،خودسولې هغه رسمې پروسه چې دهغې په اساس مونږ غواړو په قطرکې دې دطالبانولپاره دفتر خلاص شي تراوسه نده پیل شوې مونږ هیله من یوچې دافغان ولس دخیرښیګڼې په غرض هغه هم ژرپیل شي .

أحمد منصور: دطالبانو او امریکایانو ترمنځ دپټو مذاکراتو په اړه ستا دریځ څه دی ؟

حامد كرزاي: مونږله پیل نه له هغه سره نه یو موافق او دهغه په خلاف موخپل احتجاج وړاندي کړی ،خکه هغه هیڅ نتیجه نه ورکوي ،خو امریکایان هغه غواړي او له طالبانوسره يې تماسونه پیل کړي او دغه تماسونه يي هم دافغانستان دحکومت او سولې شورا له خبرتیا پرته پیل کړي چې دا دهیڅ لوري لپاره هیڅ راز ثمره هم نشي لرلای.

أحمد منصور: ایا دا خبره دامانالري چې تاسي دامریکایانو له دغو کارونوڅخه ناخوښ یاست؟

حامد كرزاي: هو حتما! مونږهغوئ ته په ښکاره توګه خپل نظر څرګند کړی  اودامو ورته ویلي چې دسولې پروسه باید دافغان لوری تر مشرئ لاندې پرمخ بوتلل شي او دغه کار هم  دافغانستان په مصلحت ده او هم دافغان ولس په ګټه ده چې له دې پرته هیڅ دبریالی توب چانس هم نشي لرلای.

أحمد منصور: ایا له تاسو سره دا ویره نشته چې امریکایان دغه مذاکرت ددې لپاره کوي چې ستاسي دنظام په ځای طالبان په واک راولي؟

حامد كرزاي: زه خو له دې نه یم خبر چې امریکایان غواړی دواکمن نظام په ځای طالبان واکمن کړي ، زه فکرنه کوم چې امریکایان دي داسې نظر ولري اوکه يي احیانا دغسې نظر وي هم هغه به بریالی نه وي.

ځکه امریکایان اوټول بهرنیان نشي کولای ټول هغه څه ترلاسه کړي چې دوئ یې په افغانستان کې غواړي ، ته په دې پوه شه چې هغه افغان ولس چې زرګونه کلونه تاریخ لري هغوئ دبهرنیانو دمقابلې په طریقه ښه پوهیږي او دغه هرڅه تاریخ ښه ثابت کړي، له همدې امله نه امریکایان اونه هم نوربهرنیان په افغانستان کې دبریالیتوب چانس لري اونه دغه کار بغیر دافغانانوله مرستې شونی دی .

هغه تګلارې اوسیاستونه  چې دیوې دسیسې په شکل په افغانانوتپل کیږي، هغه په هیڅ صورت په افغانستان کې دموفقیت چانس نه لري دغه تګلارې که دانګریزانودي ،که دشورویانو دی اوکه په راتلونکي کې نورې وي .

أحمد منصور: ښه نوچې داسې ده بیا ستاسي له نظره په افغانستان باندې دشوروي یرغل  کوم چې افغانانویې ډیرکلونه مقابله وکوله اودهغه امریکايي یرغل ترمنځ چې ته يي په سیوري کې واک ته ورسول شوي څه  فرق شته؟

حامد كرزاي: هو! ډیر فرق یې ده ترمنځ.

أحمد منصور: څه فرق یې دی ؟

تاسي له شورویانوسره ترهغوجګړه وکړه چې هغوئ موله وطنه وایستل  خو اوس دهغوئ په ځای امریکایان راغلل؟

حامد كرزاي:هو ! ددې ترمنځ ډیر ښکاره توپیرشته دی.

  أحمد منصور: هغه څه دی؟

حامد كرزاي: ښکاره توپیرلري؛ دشوروي اتحاد ځواکونه خو په افغانستان کې ښکاره یرغلګروه .

أحمد منصور: امریکایان خو هم ښکاره یرغلګردي؟

 حامد كرزاي: خواهش کوم … خواهش کوم !

أحمد منصور: مهرباني وکړئ هغه فرق يي راته توضیح کړئ!

حامد كرزاي: افغانستان ته دامریکایانو راتګ دملګروملتونو دامنیت شوراپه موافقه ترسره شو ،ټولې نړۍ دهغوئ ملاتړوکړ، روسانو ،چینایانواوچینایانويي مرسته وکوله ، پاکستانیانو خپل فضايي حریم دهغوئ په خدمت کې ورکړ، همدا راز هند  له هغوئ سره مرسته وکوله همداټول حاضرول چې په بون کې دافغانستان دانتقالي اداري تاسیس وشو، چې له همدې امله دشورویانو اوامریکایانو دراتګ ترمنځ ډیر فرق دی ، افغانستان ته دامریکایانوراتګ دنړیوالې ټولنې په موافقه او دهغوئ په هڅو ترسره شو چې ټوله اسلامي او غیراسلامي نړي هم دامریکایانو ملاتړې اودهغوئ مؤیده وه ،اوپه پیل کې افغان ولس هم دغه کار دخپل ځان دآزادي لامل وباله چې په حقیقت کې دغه کار له ګډوډي او دایران دلاس وهنې څخه دټول افغانستان ددآزدي په معنا وبلل شو خو وروسته بیا امریکایانو او دناټو ځواکونو هم ډیرې تیروتنې وکړې ؛ځکه دوئ له ترهګري سره جګړه په افغانستان کې پیل کړه چې افغانان له دې امله ډیر وکړیدل،حال داچې تروریزم دافغانستان په دننه کې نشته ،خوبیاهم ددوئ راتګ افغانستان ته په ګټه تمام شو .

أحمد منصور: کومه ګټه ؟! کومه ګټه ؟! افغانستان خويې ټول تباه کړ ،امریکایانوورباندې بیولوژیکي وسلې وکارولې ،له یورانیومو ډک بمونه يي ورباندې و ورول او دکلونوکلونو لپاره داهیواد یومخې  تباه کړ.

له ۲۰۰۱ کال نه راهیسې یرغلګر ځواکونه افغانان وژني ، چې افغانانو له همدې امله  له هغوئ سره مقابله کوي .

زماددې پوښتنې ځواب راکړه ، دپروني ببرک چې دشوروي ټانګ په سرافغانستان ته راوستل شو له نني کرزي سره چې دامریکايي الوتکې په وسیله هیواد ته راوړل شو څه توپیردی ؟

حامد كرزاي: نه ! داپرتله ناسمه ده ؛ دپرون اونن ترمنځ ډیر فرق دی !

زه درته وایم چې د امریکایانو راتګ دنړیوالې ټولنې دپریکړې له مخې شوی اونن په ټولې نړۍ کې مونږسفارتونه لرو او دشورویانو راتګ دنړیوالې ټولنې په خوښه نه وه  .

أحمد منصور: خو له دې هرڅه سره بیاهم افغانستان اشغال شوی دی.

حامد كرزاي: نه ! خواهش کوم هیڅکله نه دی اشغال .

أحمد منصور: د دوولکوبهرنیو پوځیانو له راتګ سره بیاهم نه دی اشغال ؟

 حامد كرزاي: ماته غوږشه ! زه دې دپوښتنې ځواب درکړم .

دنړیوالې ټولنې ځینې کړنې زمونږ نه خوښیږي ، خودا کله هم داشغال مانا نه لري ، ددوئ ځینې کړنې دې چې مونږ ورسره باندې اختلاف لرو ، دټولوکارونو په خپل واک کې اخیستل،په ولسي خلګوبمبارکول ،په کورنیوچاروکې مداخله کول ،په تولټاکنوکې ددوئ شرموونکې لاس وهنه کول… داټول ډیر بدکارونه دي چې دوئ یې کوي خوداهرڅه داشغال په مانا نه دي …

أحمد منصور: ایا امریکایان په ریښتیاهم افغانستان ته دیوه ځوریدلي ساده افغان د سوکالې لپاره راغلي اوکه دخپلوځانګړو موخو او اهدافو دترسره کولو لپاره ؟

حامد كرزاي: دابیله پوښته ده .دا بلکل جلا موضوع ده ،دا اشغال نه دی، خامخا هغوئ دخپلو ځانګړو موخواو خاصو غرضونو لپاره افغانستان ته راغلي  ، هغوئ خپل اهداف اعلان کړي ، هغوئ وايي چې مونږ ددې لپاره افغانستان ته راغلي یو چې خپل هیوادونه مو په امن کې وي .ځکه چې …

أحمد منصور: مګرهغوئ خو دلته دتباهي اوخرابي لپاره راغلي . ایاهغوئ دلته خرابي اوتباهي نه ده جوړه کړې؟

حامد كرزاي: نه ! ته ما لیږ پریږده چې زه خپله خبره پوره کړم .

هغوئ خپل خاص اهداف لري ،هغوئ اهداف اعلان کړي، دوئ وايي چې مونږدلته له تروریزم سره دمقابلې لپاره راغلي یو.

هو! خامخا دوئ نورخاص اهداف هم لري ،خوافغانستان هم خپل مصلحتونه په نظرکې لري اودخپلو خاصو اهدافو لپاره کارکوي .

هو! دامریکایانو،ناټو او آیساف ځواکونو راتګ افغانستان ته مثبت او منفي اړخونه دواړه لري.

أحمد منصور: مثبت اړخونه يي څه دی؟!

حامد كرزاي: زمونږ اوسنی اقتصادي حالت ترپخوا ډیر ښه شوي ، اوس زمونږ دحلقوي سرکونو شبکه بشپړه شوې چې دا دافغانستان په تاریخ کې هم کله نه  وه پوره شې، مونږاوس پوهنتونونه لرو،ښونځي لرو،ښه روغتیايي سیسټم لرو ،ښه چاپیریال لرو، ښه تعلیمي نظام لرو اوداهرڅه په افغانستان کې دنړیوالې ټولنې دشتون له امله دی ،چې داټول ښه کارونه دی

أحمد منصور: ددې په مقابل کې موتلفات څومره دي؟

 حامد كرزاي: له بده مرغه چې تلفات مو ډیر زیات دی ، دولسي خلګو وژل ،په کورنیوچاروکې هغه لاس وهنه چې مونږډیر ځوروي اوډیرځله مو ورباندې احتجاج کړی.

دبیلګې په توګه په ټاکنوکې دبهرنیانو دمداخلې او همدا راز دامنیتي کمپنیو او نورو چارو په اړه موډیر احتجاج کړی چې ترډیره بریده مو اوس  پکي اصلاحات راوستي.

دمالي اواداري فساد په زیاتوب کې دهیواد راتلونکی.

أحمد منصور: افغانستان په فسادکې ډوب هیواد دی ، دکابل بانک په یوه دوسیه کې تقریبا یوملیارد ډالره اختلاس شوی … ته  ناټواو امریکایان په دې تورنوي چې هغوئ په افغانستان کې فساد خپروي په دې اړه حقیقت څه دي ؟

حامد كرزاي: هو هو! هغوئ همداسې دي .

أحمد منصور: هغوئ خوهمدغه فاسدنظام تاسیس کړ چې تاسې يي مشري کوئ؟

حامد كرزاي: دافغانستان وضعیت ډیر پیچلی دی چې په دغو لنډو څرګندونوسره وضاحت ناشونی دی.

دغه هیواد ۳۰ کاله جګړې ځپلی ،اقتصادي زیربنايي له منځه تللې ،بشري پانګه تباه شوې چې مونږ په تیرولسوکلونوکې د اقتصادي بیارغونې او بشري پانګې دفعالولولو په لارکې څه ناڅه پرمختګ کړی

دهیواد دادارې ،ولسي خدماتو،قضايي سیستم،پوځ، پولیس ، مطبوعات  اودهیواد په زیربنايي برخه کې مو په عمومي ډول له صفره کارشروع کړی ، چې په دې کې به خامخا نیمګړتیاوې وجود لري ،زمونږنظام دنړیوالې ټولنې په مرستو متکي دی  اوخامخابه د دریمې نړۍ دنورو هیوادونوپه څیر دلته څه ناڅه فساد موجود وي ،خو ترټولو لوي فساد دبهرنیو مرستو په وړاندې کولو کې ترسره کیږي هغه مرستې چې دبهرنیو قراردادونوپه وسیله مصرفیږي .

دغه قراردا دونه چې دبهرنیانو په وسیله حکومتي چارواکوته ورکول کیږي او ځینو سیاسي جهتونوته په نظام کې دنفوذ ترلاسه کولو په غرض ترسره کیږي ، داهرڅه مونږپه خپلو سترګولیدلي چې په ښکاره ترسره کیږي ، مونږيي داصلاح لپاره هلې ځلې کړې ،تراوسه پکې پاتې راغلي یو خو په راتلونکي کې به ددغو کارونو اصلاح زما اصلاحي پروګرام وي .

أحمد منصور: تا اوستا کورنۍ ته په دغو میلیاردیزوقراردادونوکې څه برخه نه ده رسیدلې؟

حامد كرزاي: نه .

أحمد منصور: نوکومو چارواکو فساد کړی؟

حامد كرزاي: هیله ده اجازه راکړي ! امریکایانوداهڅه وکړه ماته يي وویل چې مونږ غواړوستاکورنۍ ته په تیره زما ورورته  داشانې قراردادونه ورکړي ، خو مايي مخه ونیوله او هغوئ ته مي وویل چې تاسو ولي داکار کوئ ؟  داکار دامانا لري چې تاسو دلوړچارواکو په اخیستلو سره په مونږکې دفساد دخپراوي هڅې کوئ!

بیا ماورته وویل چې دغه قراردادونه ماته راکړئ تاسوپه څه ډول  قراردادونه ورکوئ؟

هغوئ راته وویل چې له مونږسره اوس قراردادونه ختم شوي ،  مګر بیا خبرشوم چې دوئ نور لوړ پوړو چارواکوته هماغه قراردادونه ورکړي ول ، داسې کسانوته چې هغوئ اصلا دکرزي په کورني پوري تړلي افغانی الاصله امریکایان ول نه دهیواد  دداخل افغانان اوداټول په دې خاطر چې امریکایان نه غواړي چې دغه پیسې دي په افغانستان کې دننه پاتې شې ،بلکې هغوئ غواړي هغه بیرته امریکاته ولاړې شي .

همداراز امریکایان غواړې له دې لارې ددولت لوړ پوړې کسان دځان کړي دا یوه ستونزه ده چې ما دهغې په اړه څوکرته له امریکایانو سره جدې خبرې کړې او نورهم کوښښ کوم چې هغې ته دحل لاره پیداکړم .

اصلا زه نه غواړم په دې اړه له امریکایانوسره په لانجه کې ښکیل شم ؛ځکه زمونږترمنځ هسي هم وضعیت خړپړ ده ، بلکې زه غواړم ددې مشکل دحل کوښښ وکړم  دغه فساد که په مالي برخه کې وي اوکه په ادارې کې باید اصلاح شي ،زه دانه غواړم چې په دې کار سره زمونږ او دوئ ترمنځ دمخالفت ساحه پراخه شي او یاداچې هغوئ له هیواده وشړم …

أحمد منصور: ته خو هغوئ دباندې نشي شړلای ، هغوئ خپله دراتلونکې کال په اخیرکې خپل ځواکونه په شاکوي؟

حامد كرزاي: هغوئ ټول ځواکونه نه بلکې دخپلو ځواکونویوه برخه په شاکوي .

أحمد منصور: له ۲۰۱۴کال وروسته به څومره بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې کیږي؟

حامد كرزاي:امریکایان ،دناټوځواکونه ، او( ۱۰ ) نور غړي هیوادونه له مونږسره په دې اړه خبرې کوې چې دهغوئ  به څومره شمیر ځواکونه دلته پاتې کیږي؟

افغانان دهغوئ په داسې پاتې کیدوکې چې په خپلو تأسیساتوکې اووسي اویا په ځینو سیموکې پاتې شې کوم خنډ نه ویني ، مونږ وینو چې دهغوئ شتون  زمونږ لپاره ګټوردی ، ځکه هغوئ به مونږته هغه مرستې او مواد راوړي چې مونږورته ډیره اړتیالرو ،سره له دې چې دابه مونږته ځینې ستونزې هم زیږوي خو مونږ کولای شو چې ددوئ په شتون کې دخپلو ګټو اوتاوانونوترمنځ فرق وکړه .

مونږ همدا اوس له دوئ سره په دغومذاکراتو لګیایو چې دوئ به د کومو شرطونو له مخې تر۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې کیږي

أحمد منصور:  دفساد په اړه د وروستۍ پوښتنې په توګه  امریکايي لیکوال David Ignatius په نیویارک ټایمز کې دخپلې مقالې په ترڅ کې لیکلې چې په افغاني ځواکونو دلګول شویو پیسو اندازه په تیرو لسوکلونوکې ۵۰ میلیاره ډالروته رسیدلی ، دغه پیسې په کوم لور تللې دي؟

حامد كرزاي: دایواځې په افغاني ځواکونو لګیدلې ؟

 أحمد منصور: یواځې په افغاني ځواکونو نه بلکې په افغانستان کې دامنیت دټینګښت راوستلو په لاروچارو او یوغټ مقداريي د۱۵۰ افغاني ځواکونو په روزلو لګیدلې.

حامد كرزاي: دلته یوله بل نه  جلا دوې بیلابیلې خبرې دي: یوه دامریکايي مجموعي لګښت خبره ده چې هغوئ په افغانستان کې په خپلو ځواکونوکړی دا دهغوئ خپل کار دی په مونږ پوري هیڅ تړاونه لري.

بله خبره دامریکایانو لخوا دافغان پوځ دروزلو لګښت دی چې داهم   په هغوئ پوري مربوط دی.

أحمد منصور: دالګښتونه ټول په داسې توګه ترسره کیږي چې تاسويي دمقدار او مورد په اړه هیڅ معلومات نه لرئ ؟

 حامد كرزاي: اوس بیاهم ګذاره کوو  لیږ او ډیر ددغو لګښتونو په اړه معلومات راته راکول کیږي ،تردې مخکې خو په هیڅ هم نه خبرولواونه  یې راته په دغو لګښتونوکې  ګډون راکاوه .

په دې اړه په لنډه توګه وایم چې افغان حکومت کولای شي دهغو مرستو دلګښت په اړه چې ورته ورکړل شوي په دقیقه توګه حساب ورکړي ،  نړیوال بانک او نړیوال وجهې صندوق زما ددغو خبروشاهدان دي، مونږ کولای شو دټولو هغو مرستو چې مونږته راکړل شوې دهغوئ داندازې  اودمصرف دځای په اړه معلومات ورکړو.

أحمد منصور: کولای شئ ددغومرستو دمقدار په اړه معلومات راکړئ؟

 حامد كرزاي: په مجموعي توګه مونږته له نړیوالومرستوڅخه یواځې ٪۱۰  مرسته سپارل شوې فقط.

أحمد منصور: هغه ٪۱۰څومره کیږي ۵ مليارده ، ۱۰ ملیارده …؟

حامد كرزاي: بس همدغه لس په سلوکې هرڅه دي ، مونږهمدغه اندازه مرستې په ډیره سري او اعتمادي توګه ترلاسه کړې ،هغه څه چې مونږ په دې لاره کې ترسره کړي هغه داچې ددغومرستو ٪۵۰کې ددولتې بودیجې له لارې لګیدلې اوپاتې برخه يي له افغان دولت سره په مشوره په ځینو عمراني پروژو اونورو لاروکې مصرف شوې.

دناټو له پرشاتګ وروسته ددولت دنړیدلو ویره

 أحمد منصور: دنړیوال بحران دټولنې یوه غړي كانديس روندو (Candice Rondo ) دتیر اکتوبر په ۶ دیوې مقالې په ترڅ کې لیکلي چې په ۲۰۱۴کال کې دبهرنیوځواکونو تروتلو وروسته به په کابل باندې ګډ وډې اوتاوتریخوالی واکمن وي.

همدارز دکارنیګې مؤسیسې یوه غړې جيل دورونسورو یلي چې تر۲۰۱۴ کال وروسته په په افغانستان کې بیا کورنۍ جګړه پیلیږي او طالبان به پکې بیرته واک ته رسیږي ، د بهرنیو ځواکونو تروتو وروسته ستا نظرڅه دی چې څه به پیښیږي ؟

 حامد كرزاي: زما له نظره دغه خبرې ټولې هسې یوه تبلیغاتي جګړه ده چې ترسره کیږي .

أحمد منصور: دا تبلیغات څوک کوي؟

حامد كرزاي: هغه هیوادونه چې په افغانستان کې ښکیل دي غواړي دبهرنیوځواکونوتروتو وروسته په هیوادکې داسې فضا رامنځته کړې چې افغانان په دائمي توګه بهرنیو مرستوته اړ وساتي ، داڅه نوې خبره نه ده  دوئ له پیل نه نه غوښتل زمونږ واکمني په رسمیت ونه پیژني ، مونږ په تدریجي ډول هغه لاملونه وپیژندل …

دبیلګې په توګه هغوئ په ۲۰۰۲کال کې زه دکابل ښاروال په نوم یادولم په داسې حال کې چې دافغان دولت بیرغ په ټول هیواد کې په رپیدا وه ، حتی دچین ترپولو پوري او دهیواد له یوه سره تربله سره ، دایران او پاکستان ترسرحدونو پوري افغان بیرغ رپیدو ،اساسي قانون پلي کیدو ، خوددې باوجود بیا هم هغوئ زه دکابل ښاروال بللم .

په پیل کې ماداسې فکرکاوه  چې هغوئ نه پوهیږي ،خو وروسته دیته متوجه شوم چې هغوئ پوهیږي خو په قصدي توګه زمونږ دکمزوري کولو په غرض زمونږپه خلاف داسې تبلیغات کوي ترڅو مونږ تل دځان لپاره محتاج وګڼې.

أحمد منصور: هغوئ اوس هم په غربي مطبوعاتوکې تا دامریکایانو  لاس پوڅی بولي ؟

حامد كرزاي: دامریکایانو لاس پوڅی که دکابل ښاروال؟

 أحمد منصور: نه ،نه  لاس پوڅی  دکابل ښاروال خو په پیل کې وئ!

حامد كرزاي: نو دامریکایانو لاس پوڅوالی  خوددوئ خبرې دي تاسو د۲۰۰۹ کال ټاکنې په یاد دي زه دافغانانو لاس پوڅی یم نه دبل چا.

أحمد منصور: نه غواړي چې د۲۰۱۴کال دټاکنو لپاره بیا ځان کاندیدکړئ؟

 حامد كرزاي: نه ! نه  دافغانستان اساسي قانون ددې اجازه نه ورکوي ،هالته یواځې دوه کرته کاندیدل منل شوي.

أحمد منصور:  ایا ته داساسي قانون درناوي ته ځان ژمن بولي، نه غواړي چې دهغه په مادوکې تغیر  اویاتعدیل راولي ؟

 حامد كرزاي: نه ! هیڅکله دانه  غواړم

داهم زما او هم دټول هیواد په ګټه ده چې اساسي قانون پلي شي او راتلونکی ولس مشر دانتخاباتو له لاري وټاکل شي.

أحمد منصور: ته به دولس مشرۍ له مودې تیریدو وروسته څه کوي؟

 حامد كرزاي: په کابل کې به دپخوانی ولس مشر په حیث اوسیږم او له نورو لاروبه دخپل هیواد خدمت کوم.

أحمد منصور: ځیني غربي رسنۍ ستا په اړه وايي چې ته به هم د میدویدیف اوپوټین لوبه غوره کړي اویابه خپل داستخباراتو رئیس رامخته ، اوپه حقیقت کې به واکمن ته خپله يي؟

 حامد كرزاي: د غربي رسنیو تبلیغات مه  منه ،  زه به هم دهغوئ دتبلیغاتو ناسموالی درته ثابت کړم .

أحمد منصور: ته ولي ځان نه کاندیدوي ، اوس دي دولس مشرۍ تجربه اوخوند هم کتلی ، جسمي توانايي هم لري ؛ کولای شي دخپل هیواد په رهبرې کې ښه رول ولري ؟

 حامد كرزاي: نه ! زه باور نه لرم چې زه دې نور تردي زیات دهیواد رهبري وکړای شم ، هغه څه چې مي په وس کې ول هغه مي ترسره کړل ،اوس په کارده چې دهیواد درهبري لپاره دنویو افکارولرونکواشخاص غوره شي .

أحمد منصور: تا خپل هیواد ته څه وکړل ؟ ټول خلګ ویني چې تاهیڅ هم نه دی کړي ، بهرنیانو هم ته یواځې دسمبول په حیث کینولی يي او غواړي لتانه په استفادې سره خپلې موخې ترلاسه کړي؟

 حامد كرزاي: ډیره ښه ! زما په مشرۍ کې افغانستان دټولوخلګو ګډ ټاټوبی شو، ټول هغه جهتونه چې یوله بله سره په جګړه اویوله بله تښتیدل اوس ټول یو دبل ترڅنګ ناست دی .

پخواني مجاهدین ، کمونیستان،ځیني طالبان ،علماء ،ښځې ،نا رینه  اودهیواد له ګوټ ،ګوټ نه ټول افغانان تریوه اساسي قانون لاندې سره راټول او ټول افغانستان خپل ګډ کوربولي .

اوس مونږ یو داسې دیموکراتیک حکومت لرو چې په هغه کې دبیان او فکرآزادي لرو او دهیواد بیرغ مو په ټوله نړۍ کې رپیږي .

أحمد منصور: ایا ته غواړي اسدالله خالد دهیواد دراتلونکي ولس مشر په توګه غوره کړي ؟

 حامد كرزاي: نه ! هغه ما دامنیت رئیس ټاکلی او هغه به سبا خپل هیوادته رارسیږي .

أحمد منصور: ښه په هغه چې کله برید وشو بیا هغه بهرته وړل شوی وه ؟

حامد كرزاي: هو!

أحمد منصور: تا دهغه دبرید تورپه پاکستانیانو لګولی وه اویادي کم ترکمه دیته اشاره کړې وه چې داکار هغوئ کړی؟

حامد كرزاي:  نه ! ماداسې نه دي ویلي ، بلکې مادا ویلي چې برید ګر له پاکستانه راغلی وه؟

أحمد منصور: ستا په نظر به دابریدګرڅوک وه؟

 حامد كرزاي: بس داراته مالومه ده چې هغه دپاکستان له کویټې راغلی وه مادانه دي ویلي چې پاکستان داکار کړی یا دپاکستان حکومت داکار کړی بلکې یواځې دامي ویلې چې برید ګر له پاکستانه راغلی ،اوهغه ریښتیاهم له پاکستانه راغلی وه.

أحمد منصور: بیرته به دطالبانو موضوع ته راشو ایا تاسي له طالبانوسره مذاکراتو تیاریاست؟

حامد كرزاي: بلکل تیاریو اوزه په ټینګه داغواړم ،هغوئ افغانان دی  اوپه خپل هیوادکې هغوئ ته هرڅوک هرکلی کوي .

أحمد منصور: دا مذاکرات به څرنګه و شي ، ځکه طالبان نه غواړي چې لتاسو سره خبرې وکړي ، هغوئ وايي مونږیواځي له امریکایانو سره خبرې کوو.

حامد كرزاي: نه!  داخبره ناسمه ده ، هغوئ همدا اوس له مونږسره په رابطه او خبرولګیادي .

دطالبانو اوحکومت ترمنځ مذاکرات

 أحمد منصور: له طالبانو سره خو خبرې پیل شوې تاسو دافغانستان دولس مشرپه توګه له طالبانوسره خبرې پیل کړې؟

 حامد كرزاي: هو!

أحمد منصور: زما مقصد دادی چې تاسو دامریکایانو ترخبرو وروسته له طالبانوسره خبرې کړې؟

حامد كرزاي: هو ! دامریکایانو خبرې ځانته او زمونږ خبرې ځانته دي.

أحمد منصور: په دغو خبروکې ستاسې او امریکایانو ترمنځ همغږي نشته ؟

حامد كرزاي: نه ! دفردي تماسونو په کچه مو ترمنځ همغږي نشته ، مونږ دافغانانو په توګه له طالبانوسره خبرې کوو ،خو په مجموع کې دسولې دپروسې دپرمخ بیولو په کچه بیا زمونږ او امریکایانوهلې ځلې مشترکې دي.

أحمد منصور: تاسو به  دلته په دوحه کې دطالبانو له کوم  مشر سره لیده کاته لرئ؟

حامد كرزاي: نه ! دلته خو دطالبانومشران نه بلکې دهغوئ نمایندګان شته دی ، اوزه دلته دهغوئ دلیدو لپاره هم  نه یم راغلی خو که مو احیانا دیوه هیواد وال په توګه له هغوئ سره  لیده کاته وشي داښه کار دی زه ورته لیواله  او هیڅ مانع پکې  نه وینم .

أحمد منصور: که په قطرکې  دطالبانو دفتر خلاص شي اویا ښايي همدا  اوس بلفعل هغه خلاص وي هغه به څه رول لري ؟

حامد كرزاي: دا دفتر به دمخامخ رسمي تماسونو لپاره یوادرس وي.

دسولې دخبرو پرمختګ او دوام لپاره او ددې لپاره چې دسولې دعالي شورا او طالبانو ترمنځ رسمي خبرې روانې شي دغه دفتربه ښه رول لري .

له همدې امله دسولې دشورا مشر ښاغلی صلاح الدین رباني  هم له مونږسره په دې سفرکې موجود دی ترڅودقطر له امیرسره  دسولې دپروسې دپرمختګ په اړه خبرې وکړې .

په دې خبروکې به دافغانستان داساسی قانون په درناوي ټینګار کیږي او همدا دفتر به دمذاکراتو ترسره کولو لپاره  یواځینی رسمي ادرس وي.

أحمد منصور: دا ادرس به لتاسو سره دمذاکراتو لپاره وي که له امریکایانو؟

 حامد كرزاي: که چیرې دسولې پروسه افغاني وي نوبیا باید له مونږ سره دخبرو رسمي ادرس وي.

أحمد منصور: مګر اوس خو دغه دفتر یواځي له امریکایانو سره دخبرو ادرس دی ، امریکایان وايي چې د دوئ اوستاسې دمذاکراتو لارې بیلې دي سره ، په دې معنی چې ښايي هغوئ دطالبانو یوه ډله را ولي او په تاسوېې په حکومت کولو کې ومني ؟

حامد كرزاي: تاسي پوهیږئ چې دغه تماسونه ټول فردي تماسونه دي اوښايي نورهم ډیر داسې تماسونه ونیول شي ، طالبان هم دافغانانو په حیث کولای شي له هرچاسره تماس ونیسي ،همداراز مونږهم کولای شو له طالبانوسره خبرې وکړو ، هیڅ امریکايي او غربي لوري زمونږ ددې کار مخه نشي نیولای اونه  په هغه کې مداخله کولای شي .

مونږچې دلته دمذاکراتوخبره کوو له هغې څخه مو په عمومي ډول دسولې هغه پروسه هدف ده چې ټول نړیوال پري اعتراف کوي .

أحمد منصور: ستاسي اوطالبانو ترمنځ درسمي مذاکراتو پروسه پیل شوې، ایا ته اوس همدلته د دغې پروسي افتتاح کوي ؟

حامد كرزاي: نه ! هغه لا تراوسه نه ده پیل شوې؟

 أحمد منصور: ستا په فکر هغه به کله پیلیږي؟

حامد كرزاي: داهغه څه دي چې مونږ یې هیله لرو ، امید دی چې ژربه پیل شي .

أحمد منصور: ددغو خبرو دپیلیدو لپاره دجانبینو ترمنځ څه شروط شته ؟

 حامد كرزاي: هو !هو خامخا شرطونه شته او هغه داچې هغه لاس ته راوړني چې مونږ  په تیرو لسو کلونو کې ترلاسه کړې هغه به خوندې وي ، تعلیم به جاري وي ،ښونځي به پرانیستې وي اوافغانه ښځه به بیرته خپلې ماضي ته نه ګرځي بلکې هغه به  په ټولنیز ژوندکې فعال ګډون لري .

أحمد منصور: اوس دطالبانو ځیني چارواکي هم دښځو دتعلیم په اړه مثبتې څرګندونې کوي ، تاسو هغه تعقیب کړې؟

حامد كرزاي: هو ! زه هم ددغو څرګند ونو په اوریدو خوښ یم او زه هغوئ دیته هڅوم چې دتعلیم مخنیوي ونه کړي .

أحمد منصور: طالبان خو له افغانستانه دیرغلګرو په وتو او په دې هیوادکې دبهرنیو ځواکونو داډو په نه پاتي کیدو ټینګار کوي ؟

حامد كرزاي: داخو ښه خبره ده ، که دوئ ریښتیا هم دبهرنیانو په وتلو ټینګارکوي باید دهغوئ پاتې کیدو ته زمینه مساعده نه کړي ، هغوئ باید دافغانانو له وژلو او له امیت ګډوډولو لاس واخلي .

أحمد منصور: نه طالبانو خو نه غواړي چې دبهرنیانوله  جګړې لاس واخلي ، هغوئ په دې جګړه کې ځان بریالی بولی ، هغوئ یواځې په تیر سپتمبرکې بهرنیو ځوکونوته سخته ضربه ورکړه ،۶ پرمختللې پوځي الوتکې يي ورتخریب کړلې ، داسې ضربه يي ورکړه چې  امریکایانودویتنام له جګړې وروسته داسې  ضربه چیري نه وه لیدلې.

حامد كرزاي: په دې پوښتنه مونه شوم پوه.

أحمد منصور: زه وایم چې طالبان دبهرنیو ځواکونو له جګړې لاس نه اخلي ، ځکه هغوئ وايي چې همدغه زمونږ جګړه ده چې بهرنیان یې شاتګ ته مجبوره کړي نه دسولې پروسه.

حامد كرزاي: نه ! هغوئ په دې فکرکې خطادي ،که هغوئ نورهم جګړې ته دوام ورکوي نو هغوئ په لوي لاس په افغانستان کې دبهرنیانوپاتې کیدوته زمینه مساعده وي.

امریکایان به په افغانستان کې داستراتیژیک تړون دمعاهدې ترمخه پاتي کیږي او دهغوئ په پاتي کیدوکې به دافغان ولس مصالح په پام کې نیول کیږي ، که طالبان په هغوئ بریدونه کوي نو په دې سره به افغان ولس کمزوری کیږي ، نو که هغوئ غواړي امریکایان ووزي باید له جګړې لاس واخلي.

أحمد منصور: دانتخاباتو دکمیټې مشر په تیر نومبرکې وویل چې دطالبانو مشران هم کولای شي د۲۰۱۴ کال دټاکنو لپاره ځان کاندید کړي ، آن تردي چې دولس مشرۍ لپاره هم ځان کاندید ولی شي ،داڅرنګه کیدای شي چې تاسو هغوئ ترهګر بولئ اوله هغوئ سره په جګړه یاست؟

حامد كرزاي: نه ! مونږ هغوئ  ترهګر نه بلکې خپل وروڼه يي بولو!.

أحمد منصور: طالبان ترهګر نه دي؟

حامد كرزاي: نه ! هغوئ چې غواړي خپل هیواد ته راشي هغوئ ترهګر نه بلکې زمونږ وروڼه دي.

أحمد منصور:  دملاعمر په شمول؟

 حامد كرزاي:ترهګر هغه څوک دي چې ولسي خلګ وژني  او شتمني يي ورتباه کوي داکه هرڅوک وي هغه ترهګر دي .

مګر هغه طالبان چې جرمونه يي نه وي کړې هغه افغانان دي هغه زمونږ وروڼه دي ، مونږ ورته ښه راغلاست وایو او په انتخاباتوکې يي ګډون غواړو.

زمونږ په نزد دترهګر اوغیر ترهګر تعریف مشخص دی .

أحمد منصور:   دملاعمر په شمول طالبان ستاسي وروڼه دي؟

حامد كرزاي: که نوموړی افغانستان خپل هیواد وبولي آو دا ووايي چې زه دولسي وګړو دوژنې مسؤل نه یم اوپه خپل هیوادکې دنورو افغانانو ترڅنګ دعزت ژوند غوره کړي او دافغانستان له حاکمیته دفاع وکړي نومونږورته ښه راغلاست وایو . خو داضروري دی چې دی به داخبره کوي چې دافغانستان دتباهي مسؤل زه نه یم.

أحمد منصور: له القاعدې څخه څه معلومات لرئ؟

 حامد كرزاي: القاعدة په  أفغانستان کې نسته.

أحمد منصور: هغوئ په  أفغانستان کې دي که هالته نه وي نو بل ځای چیري دي؟

حامد كرزاي: نه ! نه په أفغانستان کې نسته.

أحمد منصور: نوچیري دي  آسمان  ته وختل ،  غرونوته ولاړل ، په سمندرونو ننوتل اوکه دنړۍ په کوم  بل ځای کې دي؟

 حامد كرزاي: زه نه یم تري خبرښايي په ټوله دنیاکې وي.

أحمد منصور:  ستاسي په نظر په أفغانستان کې القاعده نشته ؟!

حامد كرزاي: ما په دې اړه له امریکایانوسره هم خبرې کړې ، هغوئ چې دتروریزم خلاف جګړې کې دلته راغلي  هم داخبره مني چې القاعده په ډیرمحدود شمیر په افغانستان کې دافرادو په حیٍث پاتې ده.

زه خپله القاعده مشخصا نشوای تعریفولای ، نه پوهیږم القاعده څوک دی ، ایاهغوئ ریښتیاهم وجود لري که یې شتون هسي افسانه ده ، خوچې هرڅه دي په افغانستان کې القاعده نشته .

أحمد منصور: دتیر سپتمبر په ۲۲ تاریخ یوهلوړپوړي چینايي پلاوی لتاسو سره لیدنه درلوده  چې دهغې په ترڅ کې مو ورسره یوه معاهده هم لاس لیک کړه.

ددغه پلاوي اصلي مسؤلیت دچینايي بیلتون غوښتونکوتنظیمونو تعقیب دی چې دبیلتون غوښتونکو په لومړي سرکې دایګور مسلمانان هم دی، ایا تاسو داخوښوئ چې له چینایي چارواکوسره دچینايي  مسلمانانوپه ځپلوکې مرسته وکړئ؟

حامد كرزاي: مونږ په خپله خاوره کې هیڅ بنسټ پاله ډله نه غواړو، مونږ نه غواړچې زمونږپه هیواد کې داسې ډلې اوسیږي چې ددین نوم داسلام دبدنامولو لپاره کاروي ،أفغانستان  داسلام د دفاع په لومړي صف کې قرارلري اومونږ دا هرچاته په اثبات رسولې.

أحمد منصور: ښاغلی ولس مشر تاسو د ۲۰۰۱ کال له دیسمبر نه راهیسې د۲۰۱۴کال تراپریل پوري دافغانستان ولسمشري وکړئ ، له هغه وروسته خپل ځان دتاریخ په کوم پړاوکې ویني؟

حامد كرزاي: ستا دپوښتنې ځواب ته به ورسته راشم ، غواړم دچین په اړه دااضافه کړم چې مونږ دیوه متحد چین غوښتونکي یو چین زمونږ دګاونډي په حیث دنړۍ یو ډیر لوي هیواد دی .

په تاریخ کې زما دشان او کړنوپه اړه به خپله دافغان ولس تاریخ قضاوت کوي دابه هغه وخت افغانانو ته ثابته شي چې کله زما دولسمشري وخت په ۲۰۱۴ پای ته ورسیږي .

أحمد منصور: ښاغلی ولسمشر ستاسي له څرګندونو اوپه خبروکې له سړې سینې څخه ډیره مننه .

حامد كرزاي: Thank you.

دمرکې لینک:  http://www.aljazeera.net/programs/pages/a25c13f1-70f2-41e5-b01e-08e0b69b49cc

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery