مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

پكتيا ورزشكاران: زموږ سره ملي سوداګر مرسته كوي خو دولت راته هيڅ پام ندى كړى

زمرى كامران كروړ ۱۳۹۲

دغه مرستې چې د پکتيا ملي سوداګر لخوا د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د پکتيا ورزش کارانو سره وشوې پکې د ورزش اړوند توکي شامل وو.
د پکتيا ولايت ملي سوداګر انجينر تاج محمد ګرديزی چې ديوې غونډې په ترڅ کې يې خبرې کولې وخت خبري اژانس وويل: (( د پکتيا ورزشکاران چې د هيواد او نړۍ په کچه يې خپل هيواد ته برياوې راوړي دي تر دې دمه کوم چا نه دې هڅولي او نه هم ورته د دولت لخوا څنګه چې لازم دی کوم کار شوی دی.))
ګرديزي وايې(( زه ترخپله وسه هڅه کوم چې د پکتيا ورزشکارانو سره نورې مرستې هم وکړم ترڅو ورزشکاران وستايل شي او خپل هيوادته د پخوا په شان برياوې راوړي.))
نوموړی د پکتيا ولايت له مرستيال والي مننه وکړه چې دی یې ورزشکارانو سره مرستې ته هڅولی دی او د هر ډول مرستو ژمنه يې ورسره کړې ده ،دده په اند نور ملي سوداګرو هم بايد ورته مرستې د ورزش د ودې لپاره وکړي او پرې نږدي چې نوي ځوانان نيشه يې توکو ته مخه وکړي.
دغه ملي سوداګر ورزشکاران دسولې سفيران وبلل او له دوی يې غوښتنه وکړه چې د خپل هيواد د برياوو او ګټو لپاره خپلو کې سره د يووالي لاسونه ورکړي. د پکتيا ولايت مرستيال والي عبدالولي سهي د دغه ملي سوداګر مرستې د ستاينو وړ وبللې او ژمنه يې وکړه چې د پکتيا د ورزشکارانو ستونزې به د لوړ پوړو چارواکو تر غوږونو ورسوي او ملي سوداګر به وهڅوي چې د ورزش د ودې لپاره هر ډول مرستې ونه سپموي.
د پکتيا ولايتي شورا مرستيال ډاکتر الله مير ځاځي له ياد ملي سوداګر او همدارنګه له نورو ورته سوداګرو غوښتنه وکړه چې خپلې مرستې نورې هم وغځوي او د پکتيا ورزش کاران وهڅوي ترڅو له نيشه يې توکو سره مخه ښه وکړي.
نوموړي له نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې خپلې پانګې په پکتيا کې په کار واچوي او له هيڅ ډول ستونزو سره به مخ نه شي.
نوموړي په ځينو کړيو نيوکه وکړه چې د پکتيا د امنيت په ګډ وډولو کې لاس وهنه کوي.
پکتيا اوس مهال امن لرونکی ولايت دی ورزش کاران يې په څو کلونو کې خپلو هڅو او كوښښونو ښه ځليدلي دي خو پكتيا ورزشي امريت دوى ته لازمه پاملرنه نده كړي .))
د پکتيا ولايت يو تن ورزشي ټولنې مشر ګل كريم سحر د دغه ملي سوداګر د مننې ترڅنګ د افغانستان د ملي المپيک پر رياست نيوکه کوي : ((دغه مرستې یوازې د ملي سوداګر لخوا د پکتيا ورزش کارانو سره شوي د افغانستان ملي المپيک کميټه تل په خپلو دندو کې پاتې راغلې او هيڅ ګټه يې د پکتيا ورزشکارانو ته نه ده رسېدلې.))
سحر وايي : دپكتياولايت ورزشي آمريت خپلو كارونو پاتې راغلى دى دوى نشي كولاي چې دپكتيا ورزشكارانو ستونزې حل كړي بايد ورزشي آمريت آمر له دندې ګوښه شي ځكه ورزشي آمر دطالبانو حكومت څخه تر دې دمه پورې په دنده بوخت دى پكتيا والو ته هيڅ خير نده راسيدلي .
سحرپه وينا:ياد ورزشي آمر ژبني تعصب ته لمن وهي اونه غواړي چې پښتانه مخته لاړشي نوموړى وايې((زموږ يوشاګرد دفري فايټ نړيوالو سياليو ته كانديد دى خو دى په مخكې ورته خنډونه اچوي هڅه كوي چې دپكتيا دغه حق تر پښولاندې كړي )).
مدني فعال او د پکتيا کور مشر محمد رفيع هميم دملي سوداګرودغه مرستې پرځای وبللې او غوښتنه يې وکړه چې دغه لړۍ نوره هم وغځوي.
نوموړي له ټولو ملي سوداګرو او مرستندويه ادارو غوښتنه وکړه چې خپلې مرستې لکه د نورو ولایتونو په شان پکتيا ته هم وغځوي.
د يادولو ده چې ياد سوداګر د پکتيا ولايت مرکز ګرديز او يو شمير ولسواليو کې هم د زده کوونکولپاره ژمني کورسونه برابر کړي وو
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery