مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کبانوغوړی د زړه د ناروغۍ مخنیوی کوی

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

په اروپا کی د وګړو هره کتیګوری خلګ ځانته خپلی اتحادیی لری . دا مهال د زړه ناروغی نژدی د یوی ډله ایزی ناروغۍ تر کچی پوری چاغه شویده او دقربانیانو شمیر یی ورځ تر بلی په زیاتیدو دی . په ډنمارک کی پدی وژونکی ناروغی باندی اخته کسان هم لکه په نورو اروپایی هیوادونو کی ځانته یوه سر تر سری اتحادیه لری ، نشرات کوی او دخلګو د پوهاوۍ په موخه اړین کمپاینونه مخته بیایی .
څو ورځی وړاندی خپل کورنی ډاکتر ته د کتلو پخاطر تللی وم . هلته د انتظار په خونه کی ناست وم . پداسی خونو کی تل بیلابیلی مجلی او اخبارونه پراته وی . یوه مجله می را پورته کړه ، که ګورم هغه د Hjertenyt ( نوی زړه ، د زړه په اړه نوی مالومات ) پنامه د زړه د ناروغانو د اتحادیی د ۲۰۱۲ کال د اګسټ دمیاشتی ګڼه وه . پدی مهالنۍ کی د زړه د ناروغیو په اړوند بیلابیل نوی مالوماتونه ، د نوو څیړنو او نوو لاسته راوړونو پایلی خپریږی . کله چی نوبت راورسیدی او ډاکتر وکتلم ، نوموړی ګڼه می د ډاکتر په اجازه د لوستلو په موخه کورته راسره راوړه . په ګڼه کی د نورو مالوماتو تر څنګ ( د کبانو د غوړو معما ) تر سرلیک لاندی یوه لیکنه خپره شوی وه چی پدی هکله یی د یوی څیړنی پایلی په ګوته کړی وی . د کبانو د غوړو ګټی خورا ډیری دی خو د زړه ناروغانو ته د نورو کسانوپه پرتله ډیر د پام وړ دی . داچی زه پخپله هم دغی ناوړی ناروغی له ګریوانه نیولی یم ځکه نو غواړم د نوموړی لیکنی پښتو ژباړه د خپلو لیکنو د لوستونکو سره شریکه کړم :
د زړه د ناروغانو اتحادیه تاسی ته سپارښتنه کوی چی په اونۍ کی باید لږ تر لږه ۳۰۰ ګرامه د کبانو غوښه وخوری . دا مقدار کیدلای شی چی په دوو ورځو کی او یا د اساسی غذا په توګه یوه ورځ او یا هم په لږ لږ مقدار سره په څو ورځو کی وخوړل شی . کبان د امیګا ـ ۳ Omega-3 ) )* برسیره نور ډیر ګټور توکی لری لکه اړین غذایی مواد ، پروټینونه ، ډی ویټامین ، ایوډین ، سیلینیوم او انتی اوکسیدانتونه .
لکه څنګه چی لیدل شوی ، نارینه د ښځو په پرتله د ماهیانو و خوړلو ته لږ لیوالتیا لری . څیړنی ښودلی چی ۲۳ سلنه ښځی غواړی په ډیر مقدار ماهیان د هری ورځی د خوړو پر ځای وخوری . په نارینه وو کی دا کچه یوازی تر ۱۵ سلنی پوری رسیږی .
په ۱۹۷۰ ـ یمو کلونو کی د Dyerberg او Bang په نومونو د ډنمارک هیواد د البورګ په ښار کی طب پوهانو دا وموندل چی د نورو خلګو په پرتله د ګرینلینډ اوسیدونکی ډیر لږ د زړه د رګونو د بندیدو په ناروغیو اخته کیږی . ددی خبری لامل دا وګڼل شو چی نوموړی کسان له هر چا نه زیات د سمندری حیواناتو له غوښو څخه ګټه اخلی لکه د کبانو بلابیل ډولونه او نور . د نوموړی موندنی نه وروسته په ټولی نړی کی د طب پوهنی څیړونکی د ماهیانو په غوښو کی د هغو ګټورو مواد په لټه کی شول چی د زړه د دریدو او دماغزو د سکتی د مخنیوی په کار کی مرسته کوی . د یادو شوو دوو تنو ډاکترانو د څیړنو د پیل لیکه هم په کبانو کی ددغو موادو د موندنی په اړه وه . تر دوی وروسته د البورګ ښار په روغتون کی د کاردیولوژی ( زړه پیژندنی ) د څانګی سرطبیب پروفیسور Erik Berg Schmidt د زړه د رګونو د ناروغۍ په تړاو د کبانو غوړی تر څیړنی لاندی ونیول او په ۱۹۹۶ کال یی د خپلو څیړنو پایلی د یوه تیزس په بڼه وړاندی کړی .
دکبانو غوښی دوه ډیر مهم د امیګا ـ ۳ غوړین ( شحمی ) تیزابونه لری لکه eicosapentaenoic acid (EPA) او dokosahexaen acid (DHA) . په واقعیت کی همدغه دوه توکی دی چی طبپوهان یی له مخی دا ارزونه کوی چی د کبانو د غوښو په یوه ټاکلی مقدار کی څومره امیګا ـ ۳ موجود دی . د امیګا ـ ۳ دغه غوړین تیزابونه هغه اغیزمن مواد دی چی د زړه د رګونو دبندیدو دخطر په راټیټیدو کی لوی رول لوبوی . داځکه چی دا غوړی دالتهابی کیدو ضد یو خفیف اغیز لری ، د وینو د سره نښتیدو او غټۍ کیدو ( لخته کیدو ) وړتیا کموی ، تر یوه بریده فشار ټیټوی او همدارنګه د ترای ګلیسیرایډ triglycerides ( په وینو کی د غوړیو یو ځانګړۍ ډول دی ) کچه کښته راولی . ښاغلی Erik Berg schmidt وایی : سره لدی چی د ترای ګلیسیرایډ په هکله تر اوسه پوری زموږ مالومات کم دی ، خودا ټول هغه څه دی چی د زړه د ناروغۍ فکتورونه ګڼل کیدلای شی .
که څه هم کبان او د امیګا ـ ۳ غوړین تیزابونه په ټولیز ډول په وینو کی د کولیستیرول کچه نه ټیټوی ، مګرداچی ماهیان د صحی او بی خظره خوراکی توکو په ډله کی راځی ، اصلی لامل یی د همدغو غوړینو تیزابونو شتوالی دی . لدی نه پرته د کبانو غوښه یو لړ نور توکی هم لری چی د زړه د روغتیا لپاره ګټور دی . د نوموړی مهالنۍ څخه د ژباړی پای .
د ژباړونکی یاوونه :
۱ـ ) Omega-3 )* - ( امیګا ـ ۳ دا یو ډول غیرمشبوع غوړین یا شحمی تیزاونه دی چی د بدن دچارو په ښه سمبالتیا کی لوی رول لوبوی او له بده مرغه د بدن داخلی فابریکی یی پخپله نه تولیدوی نو مجبور دی دا اړین توکی له بهر نه وارد کړی ) .
۲ ـ د یادونی وړ ده چی د تاند په ویبپاڼه کی هم د (که روغ زړه غواړئ د کب غوښه زیاته خورئ) تر سرلیک لاندی پدی اړه د ځینو څیړنو پربنسټ یوه لیکنه خپره شویده چی کټ مټ کاپی یی زه دلته د موضوع سره د تړاو له مخی رانقلوم او که چا لوستلی نه وی ، زه یی لوستل ورته ګټور بولم او د لوستلو سپارښتنه یی کوم :
که روغ زړه غواړئ د کب غوښه زیاته خورئ
هغه کسان چې په اونۍ کې کبان څو وارې خوري دوی د زړه د ودريدو (سکتې) سره کم مخامخ کیږي په نسبت د هغو کسانو چې ماهیان کم خوري او يا يې بلکل خوري نه.
او دا څيړنه د ۴ لکو کسانو چې د ۳۰ او ۱۰۳ کلنو ترمنځ يې عمرونه ول د تجربې وروسته ثابته شوې، او دا يې په ډاګه کړي چې هغه کسان چې ډير زيات ماهیان یا کبان په یوه اونۍ کې خوري، د هغو د زړه د ودريدو (سکتې) ستونزه ۱۲٪ د هغه چا په پرتله کمه وي چې هغوی ماهیان کم خوري.
سوسانا لارسون او نیکولا اورسینی د سويډن د (کارولینسکا) له پوهنتون څخه وایي: پروتيني غوړینه ماده (اومیګا۳) چې په کبانو کې په زياته اندازه موندل کيږي د زړه د سکتې لاملونه تر ډيره اندازه له منځه وړي، ځکه دغه ماده د وينې پر فشار او پر کولسترول باندې مثبتې اغیزې پريږدي.
او دغه نتیجه پر ۱۵ پخوانيو څيړنو چې په امریکا، اروپا، جاپان او چين کې ترسره شوي جوړه او مبني ده، او په دې څيړنو کې څيړونکو د تداوي تر لاندې بی مارانو څخه پوښتنې وکړې چې دوی په یوه اونۍ کې څو ځله ماهیان خوري، او بیا يې د دوی حالات د ۴ نه تر ۳۰ کلو په اوږدو کې د مراقبت لاندې ونيول، چې وګوري چې په دوی کې څوک د زړه له سکتې سره مخامخ کيږي.
(اروش موظفاریان) د هارفورد پوهنتون د عامې روغتیا له پوهنځۍ څخه دا په ډاګه کوي چې: «په عام توګه کب د زياتو خوارکي ګټو لرونکی دی، او په ځانګړي ډول چې د (اومیګا۳) ماده په زياته اندازه لري، چې دا په خپله د دې لامل ګرځي چې هغه کس چې د ماهي خوراک ډير کوي د زړه د سکتې څخه بچ پاتې شي، او په دې ډير دلایل شته چې په اوني کې دوه وخته یا درې وخته د ماهیانو خوارک د نوموړو فائدو څخه د برخمن کيدو لپاره کافي دي».
او څيړونکو دا هم جوته کړې چې صحي خوارک د سپورټي منظم ورزش سره او سربیره پردې ښه تعليمي مستوی لرل، د زړه د سکتې لاملونه کموي.
پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery