مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دبادام ګل دوديزه مشاعره په شانداره مراسمو سره ولمانځل شوه

benawa afghanistan
مقیم افغان


دبادام ګل دوديزه مشاعره چې له تېرو نهو کلونو راهيسي دپسرلي د ښکلي موسم په پيل کې د بادام د ګل په غوړيدو سره په زابل کې لمانځل کېږي. سږ کال هم دزابل ځوانانو، فرهنګ پالو او ادبي کړيو د اطلاعاتواوفرهنګ رياست په ملتيا ياده دوديزه مشاعره په خورا شانداره مراسمو سره ولمانځله.
 دا ادبي غونډه چې د غويي دمياشتې په درېيمه نېټه دزابل په مرکز کلات کې په لاره اچول شوې وه دزابل دسلګونو شاعرانو او ادب دمينه والو ترڅنګ دکندهار، غزني او پکتيا څخه راغليو ميلمنو هم پکي برخه اخېستي وه. 
غونډې ته داطلاعاتواوفرهنګ رييس عبدالمقيم افغان دلمړي ويناوال په حيث مېلمنو او ګډونوالو ته دښه راغلاست دويلو ترڅنګ له ټولو ادبي کړيو او اړونده ادارو څخه مننه وکړه چې د غونډې په چمتوکولو کې يې ورسره همکاري کړې وه. نوموړي ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به هم دځوانانو او اديبانو په ملتيا دا ډول ادبي ناستې په لاره اچوي ترڅو له يوې خوا دزابل او هېواد دنورو سېمو د اديبانو هڅې همغږي شي او له بلې خوا مو په ګډه سره ددې ځوريدلي ولس ټپونو ته د علم، پوهې، قلم، ادب او فرهنګ له لارې پټۍ موندلي وي.
ورپسي د زابل مرستيال والي الحاج محمد جان رسوليار  دا ادبي ناسته خورا ارزښتمنه وبلله او د نورو ولايتونو څخه له راغليو مېلمنو نه يې مننه وکړه چې په خپل راتګ سره يې غونډې ته لاښکلا او رنګيني ور وبښله.  دوينا دبرخې دپاي په شېبو کې د سورغر ادبي اوکلتوري مرکز مشر محمدابراهيم عبرت دزابل فرهنګي حالت او پدې برخه کې ستونزي او پرمختګونه په لنډو ټکوسره بيان کړل. 
دمشاعرې برخه داطلاعاتواوفرهنګ درييس لخوا دشيخ متي (رح) په مناجات سره پيل شوه، چې په لړ کې يې ګڼ شمېر شاعرانو د بادام ګل او پسرلی په اړه شعرونه وويل، او همدا ډول يې داوسنيو غميزو اوناخوالو انځور دشعر په پاروونکې ژبه وړاندي کړ، چې داوريدونکو له لوري په خورا تودو ولولو او دلاسونو په پړقا سره بدرګه شول. دمشاعرې دپاي په شېبو کې دغونډې مشر مېلمه ښاغلي عبدالله ستوري په لنډو ټکو کې دغونډې دارزولو پرمهال دا غونډه خورا ارزښتمنه او په زړه پوري وبلله، او داطلاعاتواوفرهنګ له رياست نه يې دهمدې ډول غونډو درابللو او دادبي کړيو دهمغږي کولو وړانديز وکړ.  وروسته دکندهار داطلاعاتواوفرهنګ رياست له لورې يوشمېر خپاره شوي کتابونه دزابل دپوهنې، ښځو چارو او اطلاعاتواوفرهنګ رياست ته ډالۍ شول، په همدې ډول ټولو ميلمنو او شاعرانو ته دزابل دمخورو او اديبانو له لوري له افغاني دود سره سم يوشمېر لنګۍ هم ډالۍ شوې.
ديادولو وړ ده چې دغونډې ځانګړي ميلمانه له غزني څخه ښاغلی صديق الله ذهين، له کندهار څخه ښاغلی عبدالله ستوری او له زابل څخه فقيرالله دروېش وو.      

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery