مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-05-12   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهاريانو د کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړی حميد حسن وستايه

benawa afghanistan
لودين
حميد حسن په خپله وينا کې د کندهاريانو له دې ميني خوښي وښودل چې ده ته يې ورکړه  ، هغه د کندهار خلک زيات ميلمه پال وبلل او مننه يې ترې وکړه چې دی يې دومره وستايه .


لسګونو کندهاري ځوانانو او د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلي د  لوبغاړي حميد حسن  په وياړ غونډه وکړه او کندهار ته يې د  هغه د راتګ له امله د هغه تود هرکلی وکړ .
حميد حسن چې په کرکټ کې وتلی او پيژندل شوی ستوری دی کندهار ته راغلی دی  .
د نوموړي په وياړ تېره شپه د کندهار د اطلاعاتو او کلتور په رياست کې د دې رياست ، د علمي زده کړو د انستيتيوت او کندهاري ځوانانو له لوري غونډه جوړه شوي وه .
د مراسمو په پيل کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس دواخان  مينه پال په افغانستان کې د کرکټ لوبي  پياوړی لوبغاړی حميد حسن د افغانستان دپاره يو وياړ وباله  .
نوموړي له افغانانو وغوښتل چې د دا ډول ځوانانو په هڅونه کې کار وکړي څو دا ډول وياړلي څېري نوري هم پيدا شي .
همداسي په وار د کندهار د کرکټ بورډ مشر مسعو رحماني او نورو ويناوالو هم د حميد حسن د ستايني ويناوي وکړي او افغانستان د کرکټ ملي لوبډله يې هغه نړيواله اتله وبلل چې په ډېر کم وخت کې يې  افغانانو ته برياوي راوړي دي .
حميد حسن په خپله وينا کې د کندهاريانو له دې ميني خوښي وښودل چې ده ته يې ورکړه  ، هغه د کندهار خلک زيات ميلمه پال وبلل او مننه يې ترې وکړه چې دی يې دومره وستايه ، نوموړي وويل ، د ټولي لوبډلي هڅه يې دا ده چې د افغانستان نوم اوچت وساتي خو په دې برخه کې يې د خلکو هڅونه  حتمي او اړينه وبلل .
په پای کې د کندهار ولايت مقام ، د اطلاعاتو او کلتور رياست ، کندهار ملي راډيو ټلويزيون او يو شمير ملي سوداګرو له لوري حميد حسن ته وياړليکونه او نور سوغاتونه ورکړل شوه .
د نوموړي په وياړ د  کندهار محلي سندرغاړو د ټنګ ټکور پروګرام تر سره کړ .
کندهار چې ډېره د فوټبال لوبه پکښي رواج ده اوس د خلکو توجه د کرکټ لوبي لور ته هم اوښتې ده .
کندهار دا مهال يوه تکړه د کرکټ لوبډله لري چې شپږ ځله يې د هيواد په کچه لمړي مقامونه ګټلي دي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery