مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-05-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندوز کې د ریدي ګل کلنۍ مشاعره جوړه شوه.

همایون بابر

 

- د کندوز ولایت Ú«Ú¼ شمیر شاعرانو،لیکوالانو،او د شعر او ادب  مینه والو ترڅنګ د کونړ،ننګرهار،خوست، پکتیا،کابل بغلان، تخار،بدخشان اوبلخ ولایتونو شاعرانو اولیکوالانود ریدي Ú«Ù„ کلنۍ مشاعره کې برخه اخیستې وه.
 Ù¾Ù‡ کندوز کې هرکال د ریدي Ú«Ù„ کلنۍ مشاعره د پسرلې ادبي اوکلتوري ټولنې لخوا جوړیږي چې سږکال د ځینو تخنیکې ستونزو له امله په داسې حال کې ترسره شوه چې دابدان دښتې د ریدي ګلونه رژیدلې وو.
په کندوز کې د پسرلې ادبي اوکلتوري ټولنې مشرغلام حیدر حیدر وویل، د ریدي ګل مشاعره هرکال د یادی ټولنې له لوری جوړیږي چې د کندوز شاعرانو،لیکوالانواو د شعروادب مینه والو ترڅنګ د نورو ولایتونو شاعران اولیکوالان هم په کې برخه اخلې، سږکال هم د ګڼ شمیر لیری پرتو ولایتونو څخه مشاعرې ته میلمانه راغلې و،چې دغه چاره کولې شي د شاعرانو اوفرهنګیانو ترمنځ همغږۍ غښتلې کړي.
همدغه راز حیدر زیاته کړه، مشاعره يي د کندوز ولایت مقام په مالې لګښت جوړه کړي وه خونوموړي د یاد ولایت د یوشمیرچارواکو نه ګیله درلوده چې په غونډه کې ېې فزیکې ګډون نه و کړي چې په باوريي د مور اومیرۍ چلند ورسره کړي.
همدغه راز د غونډی یوتن برخوال ګل رحیم نیازمن وايي دا د ریدي ګل اوومه مشاعره ده چې په یاد ولایت کې جوړیږی هغه زیاته کړه پخوا به د یادی غونډی مالې لګښت قومې مشرانو اوسپین ږیرو پرغاړه اخیستې خوسږکال د کندوز ولایت مقام پرغاړه واخیست نیازمن زیاته کړه، دغه ډول غونډی کولې شي د خلکوترمنځ اړیکې پیاوړی کړی او د خلکو په منځ کې د سولې اوثبات لپاره هیلې راوټوکوي.
هغه وویل د مشاعري نه يي پوره خوند اخیستې ځکه مشاعره یوه آزاده مشاعره وه، اونږدي ټول شعرونه وطنې ، حماسې وو هغه يي د یوې لنډۍ حکایت کوي:
زما په نصیب کې جانان نشته  Ù€  Ú©Ù‡ د تعویذ پرځای ملا پرغاړه کړمه 
کندوزمیتشې فرهنګیان وايي ترپخوا په دغه ولایت کې دشعر اوادب غوټۍ مخ په غوړیدو دي چې مینه وال يي هم ترپخوا څوبرابره زیات شوي دی.
Û²Û³/Û°Ûµ/Û²Û°Û±Û³

 

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery