مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-06-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د والیبال نړیوالو سیالیو ته د لارموندنې مقدماتي سیالیو کې ګډون کوي

راحیله جواد

د افغانستان والیبال ملي لوبډله په لومړي ځل، د پولنډ ۲۰۱۴ کال د نارینه والیبال نړیوال کپ لپاره د لارموندنې مقدماتي سیالیو کې ګډون کوي
د افغانستان د  والیبال د رسمي تمویلوونکي په توګه، د افغانستان اتصالات د المپیک ملي کمیټې مقام کې یوه خبري غونډه ونیوله، چې پدغه غونډه کې د والیبال ملي فدراسیون چارواکو او ددغه فدراسیون لوبغاړو ګډون کړی وو او  د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
قزاقستان به د نړیوال کپ د لارموندلو د مقدماتي سیالیو کوربه هیواد وي، چې افغانستان، ازبکستان او کوربه لوبډله به د لارموندني بل پړاو ته د تللو لپاره د یو بل په وړاندې لوبې ترسره کوي.
د والیبال نړیوال فدراسیون د افغانستان والیبال ملي لوبډلې وروستیو ملي او نړیوالو لوبو کې ښې لاسته راوړنو ته په کتو افغانستان ته دا موکه ورکړه چې پدغه مقدماتي سیالیو کې ګډون وکړي.
افغانستان به خپله لومړنۍ لوبه د جون په ۱۲مه نیټه په استانه کې د ازبکستان په وړاندې ترسره کوي. د افغانستان والیبال فدراسیون له خولې، ددغې لوبډلې سره به یو تن لارښوونکی، دوه مرستیالانو او یو ډاکټر ملتیا کوي.
د والیبال د لوبډلې  لارښود (مربي) ښاغلي محمد یوسف صادقي پدې اړه وايي، دا د افغانستان د والیبال په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره پیښیږي. مونږ د لارموندنې په پخوانیو پړاونو کې هیڅ نه یو لوبیدلي، دا زمونږ لپاره یو غوره چانس دی، چې خپل ځانونه په نړیوالو ډګرونو کې هم وازمایو او د یوې سترې بریا سره بیرته هیواد راستانه شو.
په غونډه کې د اتصالات د سوداګریزو چارو مسوول یاسر ابوالعمایم وویل، د خوښۍ ځای دی  چې ددې تاریخي شیبې لیدونکي یو. مونږ ډیر ویاړو چې د افغانستان  د والیبال د ملي لوبډلې رسمي تمویلوونکي یو او ددغې لوبډلې وړتیا او کلک هوډ ته ژمن یو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery