مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-06-15   مخپرونکئ : 119 - دبېنواخبریال - وردګ

د فکر او عمل کتاب چاپ اومخکتنه یې وشوه

ادم خان سیرت

 

نېټه:۱۳۹۱ دغبرګولي ۲۳مه

 دمیدان وردګو دمخکني والي ، فرهنګی شخصیت او لیکوال محمد حلیم فدایي دفکر او عمل  دمقالو کتاب چاپ او دمخکتنې په ویاړ په جوړه  شوې غونډه کې یې په لومړي ځل دکتاب دچاپ دملاتړ پروګرام مالي صندوق چارې پیل شوې.

په غونډه کې دهېواد قلموالو، لیکوالو، سیاستوالو، شاعرانو،روڼ اندو، د مدني ټولنې استازو  او سل ګونه ځوانانو او ژب پوهانو ګډون کړې و؛

په پیل کې دهلمند پخوانی والي محمدګلاب منګل ګډونوالو ته دښه راغلاست ترڅنګ د  کتاب دچاپ دملاتړ دپروګرام په اړه  وویل: (  په ټولنه کې د غریبو لیکوالو دکتابونو چاپ او دبهرنیو ژبو څخه پښتو ته دارښتمنو او علمي کتابونو راژباړه او همدارنګه په ټولنه کې دکتاب د اخیستلو او بیا دمطالعې دکچې دکموالي  له امله دمختګ مشورتي خدمتونو پلان کړی چې  یاده تشه به  دکوي او د بشپړ افغاني فرهنګ دبډاینې په موخه به دکتاب چاپ منظم  او سیستماتیک پروګرام  پیلوي).

ورپسې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مرستیال  غلام نبي فراهي دفکر او عمل دارزښتمن اثر او دکتاب دچاپ دملاتړ دپروګرام دپیلیدو په اړه دښاغلي فدایي او ملګرو هڅې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې داطلاعاتو فرهنګ وزارت او خپله ددغه پروګرام څخه خپل مالي او معنوي ملاتړ  اعلانوي، ښاغلي فراهي دفدایي ټولې هغه هلې ځلې وستایلې چې دعلم او فرهنګ دبډاینې په موخه یې ترسره کړي او ترسره کوي یې. فدایی صیب  که چارواکی وو او که اوس په حکومت کې نه ده، د خپل تعهد او ارمان له مخې دا ستر کار پر مخ بیایی. ښاغلي فراهی زیاته کړه: ددې کتاب ژبه ساده او روانه او تقریبا د ۷۴ مقالو په ترڅ کې یې ۷۴ نوي موضوعات را نغاړلي دی چې د لوستونکو لپاره ستړتیا نه رامنځته کوي.

دژوندون راډیو تلویزیون ریس پوهنوال استاد محمد اسماعیل یون په خپلو خبرو کې دښاغلي فدایي  فرهنګي هڅې وستایلي او فکر او عمل کتاب یې  د مریضي ټولنې  د درد د دواء لپاره یوه مهمه او ګټوره نسخه یاده کړه، ښاغلي استاد یون دکتاب دچاپ دملاتړ پرګروام  پيل یو مهم کار وباله او خپله مادي  او معنوي مرستو ملاتړ یې تري اعلان کړ، ښاغلي یون زیاته کړه چې اوس ګوټه په شمېر خلک موږ لرو چې دژبې او کتلور دبډاینې په موخه هلې ځلې کوي خو متاسفانه بیا هرڅوک دحق مخه نیسي او برعکس موږ په ټولنه کې داسي څیرې هم لرو چې  دافغاني کتلور او فرهنګ دله منځه وړلو او په افغانیت باندې شرمیږي خو هغوۍ بیا حمایه او ستایل کیږي، خو تاریخ  به په راتلوونکي کې  بیا دخاینو او خادمو څیرو په  پیژندلو کې به  پټه خوله نه پاتي کیږي  او لمر په څير به هېوادوالو ته ښکاره شي ، یون  دافغان دښمنه څیرو پروړاندې مبارزه دهر افغان حق  او ملي دنده وبلله.

نوموړی وویل: (فدایی صاحب هغه سیاستوال دی چې ځیني چوکۍ واخیستل شوه اما دی لا هماغسي قایم دی، له ډيرو نورو څخه خو چې چوکۍ واخلي، بیا دی هم ورسره ختم شی). ښاغلي یون په ځینو لیکوالانو او رسنیو  او قومي ټیکه دارانو هم انتقاد وکړ چې دا ډول شخصیتونه لکه ښاغلی ګلاب منګل، فدایی، عمر شیرزاد، دلبرجان آرمان، اقبال عزیزی (البته له یو څه ملاحظو) له دندو لیری کړای شول، اما هیچا دا غږ اوچت نه کړ چې والی؟

دسولې دعالي شورا مرستیال مولوي عبدالحکیم مجاهد د فکر او عمل کتاب چاپ  دروانو ستونزو  دقیقه پیژنده او پراساس یې دحل لارو چارو تشخیصولو په اړه یوه ښه میکانیزم وباله او زیاته یې کړه چې دفدایي دفکر اوعمل  کتاب لوستونکي به  دورانو شرایطو او حالاتو په مهم مسایلو ته متوجې  او له امله به یې سیاسي شعور لوړ شي. نوموړی د قلم، کتاب، فکر او عمل اهمیت د قرآن کریم له نظره  تشریح کړ او دایی د ټولو دنده وبلله چې په دې اړه زیاتي هڅي وکړي.

افغان ریاضي پوه  او نړیوال فلسفي صدیق افغان  دچاپ شوې اثر په اړه وویل(( فکر اوعمل په حقیقت کې دعلم او پوهې   او دشته ناخوالو دتشخیص په اړه هغه مهم اثر دی چې ښاغلي فدایي  پرې دمودو مودو راهیسې زیار ویستلی او له نیکه مرغه نن دلوستونکو  تږه پرې ماتیږي. نوموړي وویل: (ما دو نوع انسانها داریم یک زنده ګي برای لذت میکنم، یک زندګی برای عزت. لذت موقتی است  اما عزت دایمی است. فدایی کسی است که عزت را به لذت ترجیح داده است، من برایشان چاپ این اثر تبریک عرض میدارم).

همدارنګه  د کتاب په منځ پانګه  باندي ځوانو لیکوالو  او قلموالو دکرنې وزارت ویاند مجید قرار، دمحور ورځپاڼي مسول اباسین بریال او تکړه ژورنالسټ همیم جلالزي په زړه پورې مقالې  کښلې وی او فکر او عمل کتاب یې په حقیقت د روان ناسم وضعیت او ناورین  دپیژندلو په اړه  د پالیسي جوړنې په کچه یاد کړ، همدارنګه لیکوالو ښاغلي فدایي هغه څوک یاد کړ چې دخپل مسولیت او رسمي دندې پرمهال یې هېوادوالو ته   دملي ارزښتونو  او ملي لید لوري  په اړه دلیکنو او مقالو له لارې سم پوهاوی  ورکړی دی او هم یې   دتجربو څخه په ګټې اخیستنې سره  د روان و ضعیت  دښوالي لپاره عملي او  په زړه پورې لارې چارې وړاندیز کړي  او تر خلکو یې رسولي دي. همدارنګه یادو لیکوالو  فدایي د هغه ګوته په شمېر کسانو دجملې څخه یاد کړ چې  د هېواد په کچه  د پالیسیو او ستراتيژیو دجوړولو ځانګړې وړتیا او استعداد لري. د فکر او عمل کتاب مقالې ستراتیژیکي، رهبری کوونکې او نوښتیزي وبللي.

مجید قرار د خپلې لیکني په یوه برخه کې وویل: (فدايي صیب د سیاست تر څنګ اخلاقي جرآات او هغو موضوعاتو ته چې ډیری سیاستوال یی جراات نه کوي، په ډيره منطقي او فلسفي ډول ځواب ویلی دی).

د محور ورځپاڼي مسوول اباسین بریال وویل: (حکومت په فدایی صیب ظلم کړیدی چي هغه یی د والی په توګه و ټاکلو، دا په دي مانا نه  چې دی بریالی نه وو، په بهترینو مدیرانو کي شمیرل کېږي، اما دا په دې مانا چې نوموړی باید په ستر اکادیمیک، ستراتیژیک او پالیسۍ جوړونکې مقام کې ځای پر ځای شوی وای، ترڅو ګټه یې ټول ولس ته رسېدلای وای).

دوخت اژانس مشرې او دښځو دحقونو فعالې فریده نیکزاد بیاد کتاب دلیکوال  د ادارې او مدیریت له  لحاظه یو ښه مدبر مدیر او اداره چي یاده کړ  چې خپله ورسره زیات وخت په بېلابېلو ژورنالیستیکي ادارو کې دهمکارې  په توګه پاتې شوې ده ، او دا ځانګړی استعداد یې دفدایي  دپوهې، ژمنتیا او پراخې حوصلې  له امله یاد کړ. هغې زیات کړه چې فدایی سیاستوال، فرهنګي او تکړه مدیر هم دی.

دفکر او عمل کتاب لیکوال ښاغلي فدایي په خپلو خبرو کې  دګډونوالو دراتګ څخه دمننې سربېره یاد کتاب دخپلو تجربو او عیني واقیعتونو ته په کتو دهېواد او خت دمهمو موضوعاتو په اړه دفکر جوړونې په اړه یو قدم یاد کړ، هغه زیاته کړه چې متاسفانه تیرو څو لسزیزو جنګ او جګړو د نورو بدبختیو سره سره زموږ فکري ځواک ته زیات نقصان رسولی دی او که په هېواد کې هرڅه ولرو خو که فکر مو سالم نه وي هرڅه بیاد له لاسه ورکولی شو، ښاغلي فدایي په اندیښنه وښوده چې په افغاني ټولنه کې لاهم دکتاب چاپ او کتاب دلوست مینوال په هغه کچه نه دي چې اړینه ده او باید  فرهنګیان او فرهنګپال د ولسونو دعامه پوهاوي او ملي ارزښتونو ته په کتو داسي پروګرامونه په لاره واچوي چې له امله دپښتو ژبې مینوال دکتاب چاپ او لوست  لومړیتوب ورکړي  او دخپلو فکرونو له لارې د شته ستونزو لپاره مناسبې علمي حل لارې چارې ولټوي. ښاغلي فدایي زیاتوي چې په همدې موخه یې یو شمېر ملي پانګوالو اوبډایه خلکو سره لیدلي ترڅو دکتاب دچاپ دملاتړ پروګرام  دیو ځانګړي پروګرام له لارې تر یوه کاله په په پښو ودروي  او په راتلوونکي کې به دکتاب دچاپ او خرڅلاو له امله یاد پروګرام وشي کولای چې  د ژبې دبډاینې په موخه علمي او اړین  کتابونه دمتخصصو کارپوهانو لخوا په نښه او دچاپ په ګاڼه دلوستونکو په واک کې ورکړل شي.

ښاغلي فدایی وویل: سیاست بي فرهنګه او فرهنګه بي سیاسته زموږ اوسنی سیاست ټکنی کړیدی.

همدارنګه تکړه لیکوال استاد اکبر اکبر، قاضي لودین او ښاغلي دیپلوم انجنیر ځدران هم دفکر او عمل کتاب او یادې مخکتنې غونډې  دجوړیدو  او کتاب دچاپ دپروګرام  دملاتړ په اړه  خپلې ګټورې ویناوې ګډونوالو ته واورولې.

ډاکټر محمد اکبر اکبر وویل: (زه چې کله عمري ته تلم، نو که د فدایی صیب  یو بل کتاب د حج، احکام او فلسفه یی راسره نه وای، نو فکر نه کوم چې ما څنګه یې چې حق وو هماغسې عمره ادا کړی وای او فدایی صیب له ما سره په دغه ثواب کي برابر شریک دی.)

دینی عالم قاضی لودین وویل: (زه له فدایی صیب او منګل صیب له نیژدي پیژنم او له کارونو سره ډير بلد یم. فدايي صاحب یو با جرآته، مدبر، عالم  سیاستوال او فرهنګی شخصیت دی) ده زیاته کړه چې موږ د لومړی ځل لپاره د جغتو ولسوالۍ ته تللو، موږ یي په هیلیکوپټر کي واستولو او په خپله په موټرو کې ولاړ.

دمخکتنې او دکتاب دچاپ دملاتړ پروګرام دپیل غونډه دتکړه لیکوال  استاد نجیب منلي لخوا و ارزول شوه ، دژبې او کتلور دبډاینې په موخه یې د کتاب دچاپ دپروګرام ملاتړ څرګند کړ او هیله وښوده چې دا ډول  ګټور پروګرامونه کولای شي چې  پښتو ژبه دکتاب او لوست له امله نوره هم غني  او بیابه خلک اړ کیږي چې کتاب  په پيسو واخلي او بیایې ولولي، همدارنګه استاد منلي دکتاب ښار په استازیتوب  ژمنه وکړه چې  په یاده برخه کې به خپل ټول فعالیتونه  دکتاب دچاپ د پروګرام دبډاینې په موخه همغږي او شته ستونزو ته به دپای ټکی کیږدو.

منلی وویل: (فدایی صاحب هغه سیاستوال دی چې خپلې نیمګړتیاوي او اشتباهات مني چې نور افغان سیاستوال دا کار نه کوي. دی یو مسوول او با احساسه سیاستوال دی او د فکر او عمل د کتاب مبارکي ورته وایم).

په پای کې دکتاب دبودجې ملاتړ پروګرام سره ملي پانګوال دهېوادوال ګروپ مشر حاجي خان سل زره افغانۍ، دسلیم کاروان ګروپ مسول صفی الله اویا زره افغانۍ، دهلمند پخواني والی پنځلس زره افغانۍ، دلوګر پخواني والي اقبال عزیزي پنځلس زره افغانۍ، استاد یون شپږ زره افغانۍ، طوطاخیل ځدران یولس زره افغانۍ او نن ځوانانو ټولنې دوه زره افغانۍ مرسته وکړه.

د کتاب د چاپ د ملاتړ پروګرام په ازمایشتي ډول په لومړی ځل پیل شو، چې له یوه زده کړو او مطالعاتو وروسته به بشپړ ملي پروګرام تبدیل کړای شي.

د فکر او عمل کتاب  ټولې ۷۴ مقالې او له پښتۍ پرته ۳۸۴ مخونه لري چې د مختګ مشورتي خدمتونو په مالي ملاتړ او مومند چاپخوني به ۱۰۰۰ ټوکه کې چاپ کړیدی. د فکر او عمل د کتاب بیه ۱۵۰ افغانۍ او (هغه چاته چې کتاب اخلي او لولي یی) ډالۍ شویدی.  د کتاب پښتۍ رنګه او د پښتۍ په دننه مخونو کې د فکر او عمل د لیکوالانو له نظره او دلیکوال پرهنګۍ پیژندګلوي هم شویده. د کتاب لیکوال تر دې دمه خپله ۱۷ کتابونه لیکلي او یا راټول کړیدی او تر اوسه یي د ۴۴ کتابونو مالي ملاتړ کړیدی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery