مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولی چین د طالبانو سره خبری کول غواړی ؟

ژباړن: م.ع
سرچینه : فایرن پالیسي


لیکوونکی: ANDREW SMALL

سرچینه: Foreign Policy مجله
نیټه: ۲۹/۶/۲۰۱۳
د کرزی حکومت څخه وروسته په بیجنګ کی د کابل لپاره طرحه

د طالبانو او د سپیڼی ماڼی  سولی خبری د یو څه مشکلاتو په درلودلو سره او د حامد کرزی حکومت له پامه غورځول نه تنها امریکا نا امیده کړله بلکی چین یی هم د نا امیدی په کاسه کیناوو. چین د قطر دفتر ته ښه راغلاست وویل ځکه افغانستان کی امنیت په منطقه کی د چین اقتصادی او امنتی ګټی خوندی ساتی. چین دی ته خوښی څرګنده کړه چی د افغان حکومت او طالبانو تر میځ د پخلاینی خبری وشی تر څو طالبان هم وکولی شی چی د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته په افغانستان کی سیاسی ونډه ولری. چین د څه باندی یو کال راهستی په دی لټه کی ده چی تر څو مستقیما طالبانو سره د خبرو کولو لپاره یو لاره جوړه کړی. او همدارنګی یی په طالبانو غږ وکړ تر څو د ژنژنګ (Xinjiang) ایالت د مسلمانو سره د تړاو په اساس لاس واخلی، ځکه د نوموړی ایالت مسلمانو د چین ملی نفعو ته زیان رسولی او رسوی یی. بیجنګ د سولی خبرو څخه د یوی مثبتی نتیجی لپاره هیله مندی ښودلی ترڅو نوموړی خبری به افغانستان پرینږی چی یو ځل بیا خپلمنځنی جنګ ته لاره هواره کړی. دا چی امریکا او اروپایانو د طالبانو سره څه نا څه د خبرو کوششونه کړی، چین هم لدی څخه کم نه وه. د ۹/۱۱ د واقعی څخه وروسته یعنی د طالبانو د واک له را پرځیدو څخه وروسته چین د طالبانود کویټی شورای سره په شکل د اشکالو په تماس کی وه.
دچین یو لوړ رتبه مامور په مرکه کی وویل: علاوه د پاکستان څخه چین یوازنی دولت وه چی دغه رابطه یی طالبانو سره ساتلی وه. د سولی په خبرو کی له تیرو ۱۸ میاشتو څخه ډیر پرمختک راغلی او د هغو افرادو سره چی د خبرو مستحق وی چین د امریکا سره په هر مجلس کی ګډون کړی.نوموړی سرچینه علاوه کوی چی د طالبانو مشرانو هم د چین سره په پاکستان او چین کی خبری کړی چین د سولی د خبرو لپاره ډاډ ورکړی. یو پاکستانی وایی: چین په نوموړو خبرو کی خپله ګټه وینی چی هغه د چین امنیت دی. د چین لوی هدف د طالبانو سره په خبرو کی د چین يوګور مسلمانان Uighur Muslim دی، چین ویره لری چی په ۱۹۹۰ کی د یوګور مسلمانانو ته په افغانسان کی ټریننګ مرکزونه ورکړل شوی وه او له هغه ځای څخه د ژنژنګ ولایت په ناقراره حالت کی پروت او د چین ګټوته یی سخت ګذار متوجه کړی وه. په ۲۰۰۰ کال د ډسمبر په میاشت کی د افغانستان اسلامی امارت مشر ملا عمر په پاکستان کی د چین سفیر Lu Shulin ته دا واضح کړه چی طالبان به چا ته اجازه ورنګړی تر دافغانستان خاوره د بل چا په خلاف استعمال کړی. اګر چی طالبانو یوګور مسلمانان د خپلی خاوری څخه ونه ویستل ولی ورته وویل: چی د دوی له خاوری څخه به نورو ته زیان نه رسوی. چین په ملګروملتنونو کی خپل ویټو قوت د طالبانو په خلاف استعمال نکړ، موقف یی ثابت ساتلی وه او غوښتنه یی دا وه چی باید طالبانو سره په ډپلوماتیکه توګه خبری مخ ته یوسی، د دی څخه وروسته متصل د ۹/۱۱ واقعه مخی ته را پریوته. دواړه خواوی هم پدی سره صلاح شوی ویی چی باید یو بل سره تجارتی اړیکی ولری. په حقیقت کی چین د طالبانو د هماغی اولی ورځی نه چی کله په پینټګون او په نړیوال تجارتی غبرګونو ودانیو حمله وشوه  تجارتی موافتنامه ((Agreement امضا کړی وه. باوجود ددی چی طالبان، چین او د کرزی حکومت ته یو ګواښ وه خو چین د کرزی حکومت سره هغسی ملګرتوب ونکړ څومره چی په کار وه، ځکه بیجنګ وایی: هر هغه ځای چی د طالبانو تر کنټرول لاندی وی هغه ځای څخه د یوګور د مجاهدینو لپاره کوم خطر نه محسوسوه. علاوه کوی چی: امکان د دی شته چی په شمالی وزیرستان هغه ځای چی د افغانی او پاکستانی طالبانو تر کنټرول لاندی دی تر ۴۰ پوری د یوګور مجاهدین وی. چین دا واری داسی فکر نکوی چی افغانستان به د یوګور مجاهدینو لپاره یو لوی مرکز جوړ شی ځکه دوی په افغانستان کی په زیاته اندازه د ډالرو پانګه اچونه کړی تر څو د دی په واسطه د طالبانو د ویری مخنوی ونیسی، د مثال په توګه: لویه پروژه یی مس اینک چی په لوګر کی واقع ده او نوموړی ولایت د حقانی د ډلی یو لوی مرکز دی چی د طالبانو یو متحد ګروپ دی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery