مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

طالبان: د سولی خبری د لغوه کیدو په حال

ژباړن : محمد عالم
سرچینه : ایکانومیست


لیکوونکی : Rod Nordland

سرچینه: The economist مجله
نیټه: ۲۶/۶/۲۰۱۳

په قطر کی د طالبانو یو جګپوړی استازی د جون  په ۲۱ یو مطبوعاتی کانفرانس ته په وینا کی داسی وویل: د طالبانو اسلامی امارت نوم او بیرغ ته په سپکاوی سره امکان شته چی د امریکا او افغان حکومت سره د سولی خبری په ځمکه وغورځی. له بلی اړخه یو جګپوری طالب د تیلیفون په کرښه وویل: اسلامی امارت به نوموړی نوم او بیرغ تر ابده وساتی پداسی حال کی چی د افغان حکومت لخوا (د اسلامی امارت په نوم او د بیرغ په اوچتیدو) مختلف غبرګونونه رامنیځ ته شوی. د قطر او د امریکا متحده ایالاتو هیوادونو هم په هغه وخت کی (د اسلامی امارت په نوم اود  بیرغ په اوچتیدو) غبرګون وښود چی کله د افغان حکومت لخوا تری کلکه او جدی غوښتنه وشوه. همدارنګی د طالبانو شورای وایلی: تر هغی پوری د سولی خبری ځنډوه تر څو چی په دغو دوه ټکو موافقه رانشی.سپنه ماڼي وایی: داسی کومه موقعه به طالبانو ته ورنکړی تر څو د نوموړی دفتر څخه د افغان حکومت په خلاف کار واخلی. د قطر هیواد هم وایلی: نوموړی دفتر به د طالبانو د اسلامی امارت په نوم نه بلکی د افغان طالب سیاسی هییت دفتر The political bureau of Afghan Taliban په نوم نوموی.
تمعه وه چی د سپینی ماڼی د سولی هییت د خبرو لپاره په ۲۰ تاریخ قطر ته راشی خو د نامعلومو معلوماتو له کبله د سولی هییت وځنډید، افغان حکومت خو لا د سره نوموړی مذاکرات رد کړی.
کله چی طالبانو سیاسی دفتر په قطر کی پرانسته امریکا، ټوپکسالارانو او ټولو هیوادوالو دا هیله لرله چی نور به زمونږ هیواد ( د لیکوال په اصطلاح) د نړیوال تروریزم (القاعده) څخه خلاص شی خو د اسلامی امارت نوم او دکلیمی نښه په بیرغ دا هیله تر یو حده پوری سپیره کړه هغه ځکه چی دا نښانونه د طالبانو د وخت حکومت پر مهال هم وه چی افغانستان د نړیوالو مجاهدینو لپاره د مرکز حیثیت درلود، دا لا څه چی طالبان وایی : نوموړی دفتر به طالبانو ته د بهرانیو چارو وزارت په حیث وی چی د مختلفو دولتونو، نړیوالو ادارو او د نړیوالو مطبوعاتو سره په تماس کی وی، ولی بل اړخ ته سپینی ماڼی او کابل حکومت ګوښ کړی چی دا به صرف او صرف د سولی خبرو لپاره وی نه د کوم بل هدف لپاره. افغان حکومت هم د امریکی سره د۲۰۱۴ کال څخه وروسته د تم کیدو خبری په ټپه درولی ځکه دوی ادعا کوی چی د امریکا په ګفتار او عمل کی ځمکه او اسمان توپیر وینی یعنی دامریکا لخوا د طالبانو اسلامی امارت نه منل، پداسی حال کی چی اوس په قطر کی د طالبانو په دفتر د اسلامی امارت نوم او د بیرغ اوچتول او بل د نوموړی دفتر څخه طالبان د بهرانیو چارو وزارت په حیث کار اخستل چی دا خپله د افغان حکومت سفارت ته چی په دوحه کی دی یو ګوزار او زیان دی نو د نوموړو دلایلو په اساس کابل د امریکا سره خبری دراولی . دا چی د قطر د دولت لخوا په طالبانو فشار وارد شو ترڅوهغه نښه چی د افغانستان اسلامی امارت یی پری لیکلی  وران اوهم بیرغ را ټیټ کړی، چی همداسی وشول، خود طالبانو یو ویاند ادعا کړی چی د دوی نښه په دفتر کی ده او تخریب شوی نده او بیرغ به هم په آینده کی اوچت کړی.
کابل وایی: د قطر حکومت باید مونږ ته پوره ډاډ راکړی چی د نوموړی دفتر څخه طالبان بغیر د سولی د خبرو څخه د بل مقصد لپاره استفاده ونکړی.د طالبانو نماینده ګان د دری کالو راهستی په قطر کی دهڅو په حال کی وه بلاخره په دی وتوانیدل چی یو دفتر د سیاسی خبرو لپاره پرانیزی.
د سمبولیزم (نوم اوبیرغ)جګړی نه علاوه افغان حکومت دا ادعا کوی چی دغه دفتر هیڅکله هم د سیاسی اود سولی خبرو رول نشی لوبولی هغه داسی: کله چی طالبانو خپل دفتر په دوحه کی پرانیزه د طالبانو د دی ګروپ ویاند محمد نعیم په وینا کی وویل:”د وطن ازادول د اشغال ګرو څخه د اسلامی امارت مذهبی او ملی زمه واری ده“ چی دا خبری د سولی خلاف او جنګ ته لمن وهل دی. د نوموړو خبرو په اساس افغان حکومت به قطر ته کوم هییت د سولی لپاره ونه لیږی. 
     

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery