مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په پکتیا کي د کیک بوکسنګ نمایشتي لوبي ترسره سوې

نوربادشاه درويش

 

دپكتيا ولايت سيدكرم ولسوالي د كندرخيلو عالي ليسې په انګړ كې دكيك بوكس ښوونكي سيف الله هاشمې له خوا ديوې غونډې په ترڅ كې راغلو كډونوالو ته بيلا بيل او په زړه پورې نمايشات وړاندې شول او هم يي د احمد ابآ او دسيدكرم ولسوالي ۶۰ تنو ورزش كارانو ته كمربندونه وتړل.
 دسيدكرم ولسوالي د كندرخيلو د عالي لېسې په انګړ كې ديوې لوى غونډې په ترڅ كې چې په كې زيات شمير دولتي چارواكو قومې مشرانو، ،ورزش كارنو،ښوونكو او زده كوونكو ګډون درلود. د كيك بوكس ښوونكې سيف الله هاشمي له خوا بېلا بېل نمايشات وړاندې شول. په دغه نمايشاتو كې لومړى هاشمي په خپلو لاسونوهغه وخت ۲۰ پخې كاشې ماتې كړې چې ۷۰ سانتې اوږدوالى يي درلود. بيا يي دټولو ليدونكو پر وړاندې يو كرولا موټر د خپل سر دويښتانو په واسطه تر ليرې فاصلې كش كړ چې د كډونوالو له خوا په چك چكو بدرګه كيده او په تيز سرعت سره يي تر ليرې ځايه بوته.دكيك بوكس ښوونكي سيف الله هاشمې له دې نمايشاتو وروسته دده د يو شمير شاګردانو له خوا بيلا بل نمايشات وړاندې شول چې ۲۰ تنو شاګردانو ېې په خپلو سينو موټر سايكل وخيژوه.او په ډير برياليتوب سره يې دغه نمايش ليدونكو ته وړاندې كړ.د بيلا بيلو نمايشاتو تر ښودولو وروسته د كمربندونو او تصديق پاڼو لړۍ پيل شوه په دغه لړۍ كې په هغو شاګردانو چې له ډيرې مودي راهيسې په تمريننوبوخت وه او له يوه څخه تر شپږو خطونو يي د كمربندونو اخيستلولياقت درلود كمربندونه وروتړل شول، ورسره ترڅنګ يي خپلې تصديق پانې هم تر لاسه كړې
 د كيك بوكس ښوونكې سيف الله هاشمي د سيدكرم او احمد ابآ په ولسواليو كې دكيك بوكس د زده كړې دوه لوي كلبونه لري چې په كې ۳۰۰ تنه شاګردان دكيك بوكس په زده كړه بوخت دي او وخت په وخت د ورزش مينه والو ته بيلا بيل نمايشات وړاندې كوي
 د هاشمې په وينا چې په يادو ولسواليوكې دكيك بوكس د كلبونو جوړول اوهمدارنګه په ډيريو وختونو كې د ورزش مينه والو ته د ورزشي نمايشاتو وړاندې كولو موخه يي د ځوانانو او تنكې ځوانانو له نشي توكو ژغورل دي
 هيره دې نه وې چې له دولسو كلونو وروسته دلومړي ځل لپاره دپكتيا ولايت سيدكرم ولسوالي كې د كيك بوكس ښوونكي سيف الله هاشمي له خوا د خپل سر د ويښتانو په واسطه د كرولا موټر كش كول كيږي او دغه په زړه پورې ننداره ليدونكو او ګډواوالو ته وړاندې كيږي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery