مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د رشاد بابا په نوم میاشتنۍ خپرونې دوهمه ګڼه له چاپه راووته

سیدالرحمن نیازی

دعلامه عبدالشکور رشاد خصوصي لیسې (پکتیا- ګردیز) د رشاد بابا په نوم میاشتنۍ خپرونه په ۱۳۹۲لمریز داسد په دویمه له چاپه راوویسته.دغه میاشتنۍ چې په څلورو مخونو کې رنګه چاپ شوی دی،دوهمه  ګڼه ده. دعلامه رشاد خصوصي لیسې اداره غواړي چې دا مهالنۍ هره میاشت دزده کوونکو،ښوونکو او دزده کوونکو د والدینو لپاره خپره کړي ترڅو دوي ټول خپلو مسولیتونو او وجایبو ته متوجه کړي.
نوموړې اداره په پام کې لري چې ددې خپرونې لمن له پکتیا نه سیمې او بیا ټول هیواد ته پراخه کړي ترڅو دهیواد دپوهنې په دګر کې خپل هغه مسولیت چې ددې ولس په وړاندې يې لري، ادا کاندي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery