مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-08-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

محمد نبی پچې بایلي خو لوبې ګټي

عبدالله دراني

د افغان کرکټ ملي لوبډلې وروستی بریاوې یو ځل بیا په کور کې د هېوادوالو او په بهر کې د نړیوالو پام ځانته اړولی دی او دا ټولو ته مالومه ده چی پر له پسې بریاوې په اسانی سره لاسته نه راځي بلکې ښه کپتاني د لوبډلې ټوله ارزونه، د هر لوبغاړي نیمګړتیاوې مالومول او بیا هغه اصلاح کول دی. په لوبډله کې هر اړخیزه مثبت بدلونونه راغلي دي. زمونږ لوبډله لا پیاوړې شوې ده. حمید حسن ښه چمتو شوی. نوروز منګل لالا خپل توپ وهنې ته پوره پام اړولی او په تېرو لوبو کې ښه ځلېدلی ده بلکې نوموړی خپلې تجربې هم محمد نبي سره شریک کوي. د محمد شهزاد سلیزه او د عزت الله دولتزي هټریک یا په یوې لوبه کې درې پر له پسې ویکتې او د ستانکزي او شینواري ښه توپ وهنه دا ټول هغه نښې نښانې دي چی د لوبغاړو په لا پیاوړتیا دلالت کوي. دا چی په کرکټ کی د نورو لوبو په پرتله کپتان ډېر مهم رول لري نو د محمد نبي کپتانی هم ښه نتیجه ورکړې. داسې ښکاري چی د کرکټ په میدان کې د نبي ځینې خصلتونه د هندوستان کپتان دهوني ته ورته دي. مهندر سنګ دهوني نن سبا هندوستان لوبډلې ته د کرکټ رهبر ګڼل کېږي. نوموړی خاموش او تمکین مزاجه ښکاري خو ذهن یې ډېر تیز، او د لوبو پر مهال د هر لوبغاړي ډېرو کوچنیو امکاناتو او وړتیاوو څخه ګټه پورته کوي. نوموړی د نړی تر ټولو شتمن کرکټر هم دی. د دې په خلاف شاهد آفریدي چی کله د خپلې لوبډلې مشري کوله نو چی کله بالر به یوه څلوریزه هم ورکړه بیا به یی خپل توپ اچونکي ته لیکچر پیل کاوه خو اوسنی پاکستانی کپتان مصباح الحق بیا داسې ندی.
 محمد نبي هم خاموش خو د لوبو پر مهال ډېر د خپل ذهن څخه کار اخلي. نوموړي هم د خپل هر لوبغاړي له وړتیاوو څخه په حساسو شرایطو کې ګټه پورته کوي. محمد نبي د نن ورځې کپتان دی دا هغه کپتانان دي چی نه یوازې د مشرتابه دروند مسؤلیت پر مخ بیایي بلکې د یو لوبغاړي په څېر هم سهم اخلي (منډې جوړوي یا ویکټې اخلي). که غلط شوی نه یم، محمد نبي تر اوسه په خپله کپتانی کې ۹ لوبې ګټلي او یوه یې بایللې دې. خو په پچه اچونه کې بخت ورسره دومره یاري نه کوي او ډېر ځل یې په تېرو لوبو کې پچه بایللې ده. د پچې ګټل هم خورا مهم دي په تېره بیا په داسې میدانونو لکه د سنګاپور وروستۍ لوبې. هر کپتان چی پچه ګټله نو توپ اچونه به یې انتخاب کاوه ځکه پیچ یا لوبځای د توپ اچونکي سره ډېر سازګاره وه نه د توپ وهونکي سره. کله چی د نیپال پر وړاندې افغان لوبډلې د خپل کم هدف (۱۶۹) دفاع لپاره میدان ته راودانګل نو د افغان لوبډلې نهو لوبغاړو توپ اچونه وکړه او جالبه دا وه چی نبي وروستی اور نوروز منګل ته ورکړ چی نتیجه مثبته وه او بریا د افغانستان په برخه شوه. نبي د نمیبیا پر وړاندې نه یوازې په ۴۵ بالونو ۸۱ منډې جوړې کړې بلکې د ۵ وکټو په اخیستو سره بریا هم خپلې لوبډلې ته ورپه برخه کړه، همدارنګه په بله لوبه کې په ۲۳ بالونو (پڼډوسکو) ۴۶ منډې جوړې کړې چی بیا هم بریا د افغانستان په برخه شوه. نمیبیا سره یوې بله لوبه کې دغې لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۴ منډې جوړې کړې وي خو د افغانستان منظمه توپ اچونه ټوله لوبډله یې ۱۹۳ منډو وسوځول او بیا په همدې لوبه کې د نوروز منګل او محمد شهزاد ۱۰۶ شراکت په مرسته وشو کولوای چی لوبه په اسانی سره د افغانستان په ګټه تمامه شی. محمد نبي په خپلې مشری سکاټلنډ او نمیبیا ته پر له پسې ماتې ورکولو وروسته افغانستان یې د راتلونکو نړیوالو لوبو ته څو ګامه نور هم نږدې کړ. نړیوالو لوبو ته د غوراوي لپاره نن سبا آیرلنډ ۲۰ نمرې لومړی ورپسې افغانستان، سکاټلنډ او هالنډ (نیډرلنډ) هر یو ۱۵ نمرو سره د جدول په کتار کې دي. تېره ورځ نړیوالو لوبو ته د غوراوي په یوې سیالی کې کاناډا نیدرلنډ ته ماتې ورکړه او نیدرلنډ ونشو کولای چی خپلې نمرې د افغانستان او سکاټلنډ څخه زیاتې کړي. په سنګاپور کې د ځلېدلو ټیمونو کپ سیالیو کې د افغانستان د ملي لوبډلې وروستی بریا د هندوستان پر وړاندې لا د ستاینې وړ ده. د ځینو بهرنیو سپورټي رسنیو په آند، افغانستان لوبډلې د خپل لږ هدف (۱۸۴) څخه د داسې توپ وهونکو پر وړاندې دفاع وکړه او افغانستان ته یی تاریخي ګته ورپه برخه کړه چی هغوی د هندوستان په آي پي آيل او رانجي ټرافي په شان سترو ټورنامنټونو کې لوبيږي. کله چی افغان لوبډله د نړی سترو ټیمونو سره نن سبا مخ کېدونکې ده نو د توپ اچونې په برخه کې هیڅ ډول کمښت نه ليدل کېږي، البته د توپ وهنې په برخه کې یو څه اندازه کوچني ستونزې به وي. مونږ دعا کوو چی افغان کرکټ ملي لوبډله خپلې بریاوې همداسې جاري وساتي ترڅو په راتلونکو نړیوالو لوبو کې یو نه یو سترې لوبډلې ته ماته ورکړي او په دې هیله او دعا چی په نویو ځوانانو کې د سوېلي افریقا توپ وهونکی هاشم امله په څېر یو یا دوه توپ وهونکي لوبډلې ته وموندل شی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery