مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-08-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پکتیکاوال :په پارلمان کی ددوی استازي پدی ولایت کی د مهمو پروژو د پلي کیدو مخه نیسي

ثمرګل ثمر
 
۳۱ زمري ۱۳۹۲
پکتیکا
په پکتیکا کی د مدنی ټولنو فعالین اوچارواکي وایی چی په پارلمان کې ددی ولایت ځینی استازې د شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره پدی ولایت کی د عام المنفعه پروژو د پلي کیدو مخه نیسي.
د اورګون د ځوانانو فرهنګي ټولنی مشر یعقوب خان منظور وایی چی په ولسي او مشرانو جرګه کی د پکتیکا د خلکو استازي له هغو ساختماني شرکتونو څخه خپل باج او حصه غواړي چی د ارګون او ښرنې شکین او سروبي ولسوالیو ترمنځ د غزیدلو لویو لارو د  جوړیدودقرارداد داخیستولیوالتیا لري.دی وایی ((مونږ د هغو ساختماني شرکتونو د مسولینو سره لیدلي دي چی غواړي ددې سړک دجوړیدوچارې قرارداد کړي خو هغوی وایې چې هرځل موږ د قرارداد د اخیستو وروستیو پړاونو ته نیږدي کېږودپکتیکا یوشمیروکیلان اوسناتوران راته ستونزې جوړې وي)) منظوروایې که ددې خپل سریو په وخت مخه ونه نیول شي پکتیکا وال به ددغه لویې پروژې لپاره منظورشوې پنځوس میلیونه ډالر له لاسه ورکړي چې نړیوالواودولت ته یې له ډیرونارو وهلو وروسته پیداکړي دي
ددی ولایت د مدني ټولنې یو بل تن فعال نعمت الله خالد هم ورته نظرلری وایی چی دپکتیکاځینی وکیلان او سناتوران د شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره ددی لویی پروژې مخه ډب کړیده.دده په خبره چی تقریبآ یو کال کیږی چی ددی لویې لارې بودیجه منظوره شوې خو د چارواکو د شخصي غرضونو له وجې یی چارې په میاشتو میاشتوځنډیدلي نوموړي دمرکزي دولت څخه وغوښتل چې دڅو وکیلانو او سناتورانوترګټود ټولو پکتیکاګټې نه قرباني کوي.
د پکتیکا د ولایتی شورا ریس عبدالمبین فقیرزاده هم مني چی د ځینو کسانو د بی ځایه مداخلو او شخصي ګټو د لاسته راوړولو له امله  ددی سړک د جوړیدو چارې ځنډیدلې دي نوموړي وایي چې ځينې کسان پدې پروژه کې دشخصي ګټو په لټه کې دي ځکه دیادې پروژې د قرارداد چارې د دوهم ځل لپاره داوطلبئ ته وړاندې کيږي.خو
ده په مشخص ډول د کوم شخص او ډلې نوم وانه خیست چې څوک پدې برخه کې ښکیل دي په مشرانو جرګه کې دپکتیکا دخلکو استازي جمعه دین ګیانوال هم ومنله چې په پارلمان کې دپکتیکا دخلکوځينې استازي دخپلو ګټودلا س ته راوړلو لپاره ددې لویې پروژې دپلي کېدو مخنیوی کوي نوموړي وویل که پکتیکا وال دنوموړوکسانو دافشا کيدو غوښتنه ترینه وکړي دوی به يې افشأ کړي ګيانوال وویل چې ځینې وکیلان او سناتوران دساختماني شرکتونودخاوندانو څخه پیسې غواړي دعلت دي چې ددې لارو دجوړیدو چارې له یوي ورځې تربلې ځڼډیږي   
 خو په ولسي جرګه کي د پکتیکا د خلکو منتخب استازي سید اسحاق ګیلاني میلمه رادیو ته د یوې خانګړې مرکې په ترڅ کې وویل که هر څوک ددې لارو د جوړیدو مخه نیسي  دوی به یې په وړاندې کلک ودریږي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې په پکتیکا کې درغنیزو کارونو مخه ډب کړی نوموړي وویل که هرڅوک ددې کار مخنیوی کوي دا د پکتیکا سره نه بلکې د ټول افغان ولس سره جفا ده
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery