مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-09-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دکامې داخوندکلي له لېسې انجونې فارغې شوې

صديق عمر اغېز

 

دلومړي ځل دپاره پر (١٣٩١) کال  د کامې ولسوالۍ د اخوند کلي د عالي لېسې نه ګڼې شمېر انجونې د دولسمو ټولګيو فارغانې شوې٠

دخښي کلتوري ټولنې داړوندې لېسې د مسوولينو سره په ګډه  يوه پرتمينه نمانځ غونډه جوړه کړه ترڅو وکولای شي چې همدغه بريالۍ شوې انجونې دلوړو زده کړو دپاره وهڅوي او دټولنې او وطن د درد دوا شي٠

په نوموړې نمانځ غونډه کې د لېسې پر ښاغلي مدير ، سرښوونکي ،استاذانو او والدينو برسېره د خښي کلتوري ټولنې مشر الحاج عبدالوکيل اټک هم وينا وکړه او د درنو استاذانو نه يې د زړه له کومې  مننه وکړه چې په داسې حساسو او ترينګلو شېبو کې يې د وطن بچي د علم او پوهې پر ښکلا سمبال کړل او همدارنګه دخښي کلتوري ټولنې مشر په ناروې کې مېشتو افغانانو او په ځانګړي ډول د ښاغلي ډاکتر اکرم زلمي او اجمل اټک يوسفزي نه هم مننه وکړه چې دنوموړې غونډې په جوړونه کې يې ددوی مرسته کړې وه٠

دنوموړې غونډې وروستې ويناوال ځوان ليکوال ښاغلی اجمل اټک يوسفزی و٠

ښاغلي اجمل هم پخپل وار د استاذانو او والدينو نه تر مننې وروسته له فارغو شويو انجونو څخه هيله وکړه چې د لوړو زده کړو د دوام سره سره بايد داقرباني هم ورکړي چې بيرته په خپلې لېسې اويا د سيمې په نورو ښوونځيو کې ښوونکي او استاذانې شې ترڅو دښځينه ښوونکيو تشه ډکه شي او هغو والدينو ته پلمه پاتې نه شي چې وايي نارينه استاذان ډېر دي٠

دغونډې په پای کې دانګلستان د يوه پوهنتون د استاذې دوکتورس کيري ، الحاج اټک او د ښاغليو استاذانو له خوا هغه کتابونه، قلمونه،کالي او څادرونه چې د سوغاتونو په بڼه ترتيب شوي ول د هڅونې او تشويق په نيت پر فارغو شويوو زده کوونکيو وويشل شول٠

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery