مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-09-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ځواني دانې څه شی دی؟

ډاکټرهمنوا

 

 ځواني دانې د پوستکي يوه التهابي ناروغي ده چی د پوستکي د داغونو لامل ګرځی. دغه داغونه د پوستکي د مړو حجرو او د پوستکي د غوړوالي د راټولېدو په پايله کي منځته راځي چي د پوستکي د سطحي د وړو سوريو او وېښتانو د ريښو د بندېدو لامل ګرځي. ډېری دا ډول داغونه پر مخ اود پراوږو ليدل کيږي.
دا ناروغي ساري نده او د ناپاکۍ سره هم تړاو نلري. هورموني بدلونونه په ځانګړی توګه هغه هورمونونه د ناروغی په منځته راتګ کې رول لوبوي چی د بلوغ، مياشتني عادت او اميدوارۍ سره تړاو لري.
ځيني درمل د ناروغی د شدت لامل ګرځي لکه د حاملګۍ ضد درمل او سټرايدونه.
کوم کسان پدې ناروغۍ اخته کيږي؟
ډېری وګړی د ځوانی په دوره کې په ناروغی اخته کيږي. په انجونو کې ځواني دانې تر ډيره د ۱۴-۱۷ کلنی په عمر کې پېداکيږي حال دا چی په هلکانو کې د ۱۶-۱۹ کلنۍ کي ليدل کېږي اوکېدای سي چي تردېش کلنۍ دوام وکړي.
درملنه
 درمليزه نخسه :لمړی بايدهغه يايونه په Acnix سابون ومينځي اوبيا لاندي کريمونه وکاروي. لمړی کريم (Benzoyl peroxide) دوه ځله په ورځ کي اوبل Clindamycine کريم دوه ځله په ورځ کي وسره Doxycyline 100mg ټابليت دي دوه وځله په ورځ کي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery