مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-09-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په سويډن کښي د اروپائی هيوادو دواليبال دڅوټيمونوترمنځ سيالی ترسره شوه

انجېنر عزيز مقری

 


 دسويډن دمالمو په ښارکي داروپائی هيوادو(سويډن ،دنمارک ،جرمنی اوانګلستان)کي دافغان مېشتو زلمودواليبال لوبډلوترمنځ د(سپورت ژوند او دمخدره مواد واستعمال د مرگ هرکلی دي)ترشعارلاندي دواليبال دوستانه سيالي دروان کال دسپتمبرپر۲۱ ترسره شولې .
دواليبال پدې دوستانه سياليو کښي دپورته يادسوو هيوادونه دواليبال (۱۳) لوبډلو گډون درلود.
دواليبال په سياليودپيل نه وړاندي راغلو مېلمنوته په سويډن کي افغانانود علمياو
 فرهنگي مرکز مشرتابه په استازيتوب دښاغلي انجنير عزيزمقري لخوا ښه
 راغلاست وويل سو او دخپلو خبرو په جريان کي ئې دځوانانوپه منځ کښي دسپورتي لوبډلودسياليو پر سپورټی اوټولنيزوارزښتونوخبري وکړې اوځوانان ئي په سپورتی لوبو کي برخه اخيستلواوفعال گډون ته وهڅول .

دا افغاني زلمو لوبډلو دواليبال سياليد دوستی،خوشحالی اوورورګلوی په فضاکي (۱۵) ساعته دوام وموند
 دواليبال سيالي دواليبال دعلاقمندانواونندارچيانولخوادپيل له لمړنۍ شېبې نه تر وروستۍ شېبې پورې په چکچکو اوږوږنه ډکو خوشحاليوپه چيغوبدرگه کېدل .
دلوبډلودسياليوترپايته رسېدونه وروسته دسيالوپايله پدې ډول اعلان سول :
۱/ دسويډن ستکهلم (کابل الف)لوبډلې لمړی مقام
 ۲/ دانګلستان،لندن(خالد ) لوبډلې دوهم مقام
 ۳/ دډنمارک ( اريا ) لوبډلې دريم مقام خپل کړ .
دواليبال دسياليودپايلو تر اعلانېدو وروسته په سويډن کي دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکز دمشرتابه لخوادکوربه ټولنې په توگه ددې سياليو دټولو گډون کوونکونه په سياليو کښي دگډون له امله دزړه له کومې منني اونېکو هيلوپه څرگندولوسره دسياليو لومړی ،دوهم اودريم مقام گټونکوته کپونه اونوروته يادگاري مډالونه ورکړل سوه.


دواليبال په سياليو کښي دلوبډلودسيالی انځورونه :

دا ځاي کليک کړي تر څو فلم وګوري
https://www.youtube.com/watch?feature=player_embedded&v=FRVm_RPQ9u0

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery