مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اوبو څکل پر زړه باندی د حملی مخنیوی کولای شی

پوهنمل حاجی محمد نوزادی
( دخارجی سرچینو څخه )
       لکه څنګه چی ګران لوستونکی خبر دی ، ما عزم کړی تر وسه وسه د زړه د رګونو د ناروغۍ په هکله چی می څه تر سترګو شی ، د ډنمارکی ، روسی یا انګریزی ژبو څخه به  یی ژباړم او د وطنوالو سره به یی شریکوم . پدی لړ کی می دادی په افغان ـ جرمن پورتال کی د محترم هاشم انوری لخوا د ( نوشیدن اب و جلوګری از حملات قلبی ) تر سرلیک لاندی یوه ژباړل شوی لیکنه ولوسته . محترم انوری دقیقه سرچینه نه ده ښودلی ، خو دومره یی لیکلی چی د خارجی سرچینو څخه یی ژباړه ده . ماته پدی لیکنه کی نوی او د پام وړ ټکی تر سترګو شوه ، ځکه نو غواړم چی لوستونکی وطنوال می هم پری خبر کړم . دا تاسی او داهم دری ژبی ته د انوری صاحب په قلم د ژباړل شوی متن  پښتو بڼه :
    « ډیرۍ له موږ څخه په ځانګړی ډول هغه کسان چی عمر یی له ۵۰ نه لوړ دی ، پدی اند دی چی د شپی لخوا د اوبو څکل مو خوب ګډوډوی ځکه و دی ته مو اړ باسی چی څو ځله را پاڅو او تشناب ته ولاړ شو . اما ډیر لږ خلګ به پدی خبر وی چی د شپی لخوا د خوب نه وړاندی د اوبو څکل خورا ګټور دی او ان د زړه د حملی څخه په مخنیوی کی د پام وړ اغیز لری . ددی په زړه پوری او ګټوری یادونی شریکول د دوستانو سره اړین بولم او لوستلو ته یی رابولم :
     لیکوال وایی ، د خپل کورنی ډاکتر نه می وپوښتل چی ولی ډیرۍ کسان دشپی لخوا وتشناب تللو ته اړتیا پیداکوی . ډاکتر راته وویل ، موږ انسانان معمولا د ورځی لخوا ګرځو او یا داسی فعالیتونه کوو چی د ولاړو پښو سره تړاو لری . پدی وخت کی د ځمکی د جاذبی قوه زموږ د بدن مایعات کښته د پښو وخواته راکشوی چی کله ناکله خو لا پښی پاړسوب هم پیدا کوی . مګر کله چی بیا د شپی لخوا موږ ویدیږو ، دغځیدلو پر مهال مو د بدن ټول غړی په یوه سطح کی راځی . پدی وخت کی پښتورګی کولای شی په اسانۍ سره فعالیت وکړی ، خپلی دندی تر سره او د بدن څخه اوبه بهرکړی . بیله شکه د ډیرو اوبو څښل کولای شی زهری مواد Toxins د بدنه وباسی . په ځانګړی توګه د زیاتو اوبو څکل په لاندی وختونو کی ډیره ګټه لری :
الف ـ د سهار له خوا د خوب نه د راپاڅیدو سره سم دوه ګیلاسه اوبه څکل د ورځی په جریان کی د بدن د داخلی غړو فعالیت په ښه ډول سمبالوی .
ب ـ د غذا خوړلو مخکی د یوه ګیلاس اوبو څکل د غذا په ښه هضمولو کی مرسته کوی .
ج ـ تر دوش یا شاور ( ځان وینځلو ) د مخه د یوه ګیلاس اوبو څکل د وینی د فشار په ټیټولو کی مرسته کوی .
د ـ د شپی د خوا د خوب بستر ته د تللو نه مخکی د یوه ګیلاس اوبو څکل د زړه د حملی مخنیوی کوی .
      د متن لیکوال د خپل فامیلی ډاکتر له خولی نه دا هم لیکلی چی د شپی لخوا د اوبو څکل د پښو د پاړسوب په مخنیوی کی مرسته کوی ځکه چی د پښو عضلی د شپی لخوا اوبو ته اړتیالری او د اوبو کمښت د عضلو د دردونو لامل ګرځی او خوب نا اراموی .
      همدارنګه ښاغلی Dr. Virend Somers چی د مایو په کلینیک کی د زړه متخصص دی ، د ۲۰۰۸ کال د جولای په ۲۹ نیټه یی په امریکن کالیج کاردیولوژی ژورنال کی داسی لیکلی دی :
      د زړه اکثره حملی د ورځی لخوا ، هغه هم د سهار د ۶ بجو او غرمی ترمنځ واقع کیږی . د شپی لخوا دا پیښی لږ وی او داهم هغه وخت منځته راځی چی زړه بیخی له حرکته ولویږی چی دا کار ډیر په ندرت سره پیښیږی . نوموړی ډاکتر او همکاران یی پدی کار کی د Sleep Apnea (*) ناروغی اغیزمنه بولی .
     د اسپرین تابلیت یا د ماشومانو اسپرین Baby aspirin په اړه باید ووایو چی دا هم یو له هغو اغیزمنو درملو څخه دی چی پر زړه باندی د حملی په مخنیوی کی ډیر رول لری . هغه ناروغان چی نوموړی اسپرین د ورځی لخوا اخلی ، پکار ده چی دشپی لخوا یی واخلی .
      د یادونی وړ ده ، د بایر Bayer پنامه د درمل جوړولو شرکت اوس دا ډول اسپرین د کریستالونو په بڼه هم تولیدوی چی د ژبی پر مخ په اسانی سره حل او اوبه کیږی او پربدن باندی یی اغیز یی هم د اسپرین د عادی تابلیتونو په پرتله زیات چټک دی .
      پر زړه باندی دحملی نښی نښانی په کیڼه اوږه کی د دردونو پرته ،  په لاندنۍ زامه کی دردونه ، سرڅرخی ، خواګرځنی ( قی وهل ) ، خوله کول او نور دی . ځینی وختونه داسی هم پیښیږی چی د زړه د حملی پر وخت هیڅ ډول دردونه دسینی په قفس کی نه حس کیږی . ددغه ډول کسانو ۶۰٪ بیله دی چی درد یی له خوبه را ویښ کړی ، د زړه حمله پر راځی او ژوند یی اخلی .
     ددی خبری سره سره ډیری پیښی بیا داسی دی چی د حملی پر وخت دردونه دومره شدید وی چی سړی له خوبه را پاڅوی . پدی وخت کی باید ډیر ژر دوی دانی اسپرین خولی ته واچول شی ، و ژوول سی او د یوه ګیلاس اوبو سره وچښل شی . تر دی وروسته باید ډیر ژر عاجل سرویس ته په ۹۱۱ شمیره زنګ ووهل شی  او د زړه د حملی په هکله خبر ورکړل شی څو په چټکی سره مرستی را ودانګی ( دا شمیره په بیلابیلو هیوادونو کی فرق کوی ، د بیلګی په توګه په ډنمارک کی دا شمیره ۱۱۲ ده . ژباړ. ) . تر وسه وسه باید کوښښ وشی څو د کور د ننوتلو دروازی ته نژدی د امبولانس انتظار و ایستل شی . 
     د زړه ماهر ډاکتران پدی اند دی چی د عامه پوهاوۍ پخاطر ددی ډول مالوماتو نشرول او یا د هری لاری چی وی د خپلو وطنوالو سره شریکول بیحده نیک او دستایلو وړ کار دی . داځکه چی داډول مالومات کولای شی د یوه انسان ژوند له مرګه و ژغوری او ژوند هغه ارزښت لرونکی الهی سوغات دی چی موږ ته را په برخه شوی او موږ مکلف یو په قدر یی پوه او ساتنه یی وکړو  » .
                                                                                  د ژباړی پای
         د ژباړونکی یادوونه :
(*) ـ Sleep Apnea دا هغه ناروغی ده چی د خوب پر مهال د لنډو وقفو( د ۱۰ ثانیو څخه زیات وخت ) دپاره تنفس قطع کیږی . دا ډول وقفی معولا د ۲۰ ـ ۳۰ ثانیو پوری وی او په ډیرو سختو حالاتو کی تر ۲ ـ ۳ دقیقو پوری هم رسیږی . پدی ناروغۍ اخته کسان د ورځی لخوا خوبجن ، حافظه یی کمزوری ، د کار وړتیا یی کمه او تل د سټړیا احساس کوی .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery