مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

«پر افغانستان د امريکا نظامی تيری: حقوقي څيړنه» کتاب چاپ شو


 

پر افغانستان د امريکا او متحدينو په نظامي تيري دولس کاله پوره شول. د جګړې د پيل راهيسې په همدې اړه د نړيوالو، عامو افغانانو او مخصوصا د حقوقو د متخصيصنو او محصلينو تر منځ په حقوقي لحاظ د ګڼو پوښتنو د مطرح کيدو شاهد يو. ځينې يې داسې دي چې په جواب کې يې حقوق پوهان سره په يوه خوله نه دي، ځيني يې بيا د ګڼو اسبابو له کبله په ناسمه توګه جوابې شوې دي او د ځينو نورو جوابونه که څه هم څرګند دي خو ډيری افغانان ورته لاس رسی نه لري او مسئله ورته نه ده روښانه شوې.
له نيکه مرغه، په دې نږدې وخت کې په همدې تړاو د افغان ليکونکي ښاغلي «ابراهيم عزيز» يو څيړنيز علمي اثر: «پر افغانستان د امريکا نظامي تيری: حقوقي څيړنه» چاپ شو.
په دې حقوقي څيړنه کې له ګڼو علمي سرچينو نه په استفادې، او پر افغانستان د امريکا نظامي تيري ته په پام سره، د نړيوالو اصولو په رڼا کې په ګڼو موضوعاتو بحث شوی. د بيلګې په توګه:
• د نړيوالو شخړو د سوله اييز هواري او د جګړو او تجاوز په اړه څو نړيوالو اصولو ته کتنه.
• امريکا په کوم اساس پر افغانستان پوځي تيری کړی او په دې اړه څه مجوز وړاندې کوي؟
• آيا پر افغانستان د امريکا نظامي حمله دفاعي جګړه ګڼلی شو؟
• د دفاع حق څه ته وايي؟ د دې ډول حق د استعمال شرطونه څه دي؟
• آيا انتقامي وسلواله حمله مشروع ده؟
• آيا د راتلونکي متوقع بريد د خنثی کولو په موخه وسلوال دفاعي عمل مشروع دی؟
• آيا د افغانستان جګړه د امنيت د شورا په اجازې پيل شوې ده؟ تر نظامي مداخلې وړاندې او وروسته د ياد هيواد په اړه د دې شورا يو شمير پريکړه ليکونو ته کتنه.
• اشغال څه ته وايي او په کومو اشکالو سره رامنځ ته کيږي؟
• د ملي ازادۍ او خپلواکۍ لپاره د «وسلوال ولسي مقاومت» په اړه په نړيوال قانون کې څه اصول وضع شوي؟
• په نړيوال قانون کې د وسلوالې نښتې ډولونه او د تنظيموونکو آدابو مصادر يې.
• په افغانستان کې کوم ډول نښته روانه ده؟ په دې اړه امريکا او طالبان څه څه دريځونه لري؟ او د دوی د دريځونو کره کتنه.
• جنګي اسير چا ته ويل کيږي او د امريکايي او طالب اسيرانو حقوقي حيثيتونه څه دي؟
• سربيره پر دې، د افغانستان مسئلې ته په کتلو سره ځای په ځای د نړيوال قانون په ځينو مهمو بنيادي مسائلو بحث شوی.
اميد دی چې د کتاب په لوستلو سره د ټولو درنو لوستونکو او په تيره بيا د هغو محصلينو وروڼو علمي پانګه لا پياوړې شي چې د حقوقو له تخصص سره تړاو لري.
ان شاء الله په لنډو ورځو کې به دا کتاب په لاندې کتابپلورنځيو کې ومومئ:
۱-  کابل: انتشارات مستقبل:
 لومړۍ پته: کوټ سنګي، د سيلو د څلورم او پنځم سرک ترمنځ، شاداب ظفر بلاکونو ته مخامخ. مبايل شميره: ۰۷۷۸۸۷۰۳۰۵
 دوهمه پته: دهمزنګ، لومړی سرک، محب زاده مارکيټ. مبايل شميره: ۰۷۸۸۲۲۰۵۳۰
۲-  جلال اباد:
  د نصیر مومند کتاب پلورنځی، مخابراتو چوک،جلال اباد ښار.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery