مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-11-19   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

نوی چاپ شوی کتاب: د قهر وږي

  دا ناول په ادبیاتو کې د نوبل د جایزې د ګټونکي امریکایې لیکوال جان سټاین بېک شاهکار دی. دې اثر ته د پولیټزر ادبي جایزه هم ورکول شوې ده او سټاین بېک ته د نوبل جایزي د ورکولو په تصمیم کې یې غټ نقش درلود. دا داستان د ۱۹۳۰ کلونو د ستر اقتصادي رکود په وخت کې د کار او انساني عزت په لټه د یوې کورنۍ او ملت حرکت تعقیبوي. د داستان تمرکز د جود په نامه په یوې بیوزلې دهقانې کورنۍ باندې دی چې د وچکالۍ، اقتصادي ستونزو او د بانکونو د لاسه په اوکلاهوما کې د خپل کور پریښودلو ته اړ کیږي او د اوکلاهوما د زرهاو نورو خلکو غوندې د کار، زمکې، عزت او ښې راتلونکې په هیله کالیفورنیا ته کډه باروي. یو برتانوی لیکوال، میلوین برګ لیکي: دوی د کار په لټه د اوکلاهوما نه تښتیدل خو د ظلم، تشدد، د غیر اخلاقي بانکونو او سرمایدارانو د دښمنۍ او د ازادۍ په هیواد کې یې د خپل دولت د بې اعتنایې پرته یې بل څه په برخه نه شو. کله چې سټاین بېک ددې داستان لیکلو ته اقدام وکړ نو داسې یې ولیکل: \"زه غواړم چې هغه حرامچکي چې د ستر اقتصادي رکود د منځته راتګ مسئولیت یې په غاړه دی وشرموم.\" له دې امله چې په دې داستان کې د کارګرو د تحریک ملاتړ شوی و نو سټاین بېک په کارګره طبقه کې ډیر پلویان پیدا کړل. د قهر وږي د امریکا په لېسو او پوهنځیو کې د انګریزي ژبې د ادبیاتو په مضمون کې تدریس کیږي او هالیوډ ددې ناول نه فلم جوړ کړی دی.
دا کتاب عبدالکریم رحیم پښتو ته اړولی او د ځوانانو د ګټې د پاره یې لنډ کړی دی. د قهر وږي د ګهیځ د خپرندوی موسسې له خوا چاپ او خپور شوی دی.
نوموړی کتاب په لاندې پتو تر لاسه کولای شۍ:
کابل: ګهیځ کتاب پلورنځی، مارکیټ سرای باغ، پل باغ عمومي، (D) بلاک، ۱۸۱-۱۸۲ دکانونه
 جلال آباد: ګهیځ کتاب پلورنځی، اسحاقزی مارکیټ، لاندینی پوړ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery