مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-11-23   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د شامقصودۍ ډبري څخه لاسي جوړيدونکي تسبيح مخ پر ورکيد دي .


 

په کندهار کې له کندهارۍ شامقصودي ډبري څخه د جوړيدونکو  لاسي تسبحو هنر پر مخ ورکيدی دی او دا مهال د هيواد د نورو ولايتونو او نورو هيوادونو څخه د راوړل شويو ډبرو څخه د تسبيح جوړيدو کارو بار غوړيدلی دی .
شامقصودي ډبره د کندهار د خاکريز ولسوالۍ په غرونو کې موندل کيږي چې ورڅخه جوړي شوي تسبيح په خورا لوړه بيه پلورل کيږي او خلک يې زيات خوښوي .
د تسبحو جوړيدونکي وايې چې مخکي يې شامقصودي ډبره د دې ولسوالۍ د غرونو څخه تر لاسه کول خو اوس چې چينايي او جلاابادۍ ډبره په اساني او ار ارزانه بيه تر لاسه کولای شي ډيري تسبيح له همدې ډبرو څخه جوړوي .
په پخوانيو وختونو کې د لاسي تبسبيح جوړونکو هغه الې په خپل هنر جوړولي چې تسبيح به يې سمولي او بيا به يې سوري ورکول خو اوس يې  په بهر کې جوړ شوي ماشينونه تر لاسه کړي چې په وينا يې د تسبيح په جوړيدو کې يې ډېره اساني راوستل .
د ډبري تسبيح اوس هم خلک خوښوي خو ډېر مينه وال يې د پاخه او زاړه عمر کسان دي .
که څه هم ډير خلک دا ډول او نوري تسبيح د تسبيحاتو د ويلو په وخت کې استعمالوي خو اوس يې تر ډيره بڼه فيشين ته اوښتې ده .
اخترمحمد هغه څوک دی چې د کندهار په حضرت جي بابا سيمه کې د تسبيح جوړولو کارخانه لري ، نوموړی وايې چې هره ورځ شلو جوړو ته نژدې د ډبري تسبيح جوړوي .
(( زه دا لس دوولس کاله کيږي په دې کسب اخته يم ، مخکي مو ټولې ډبري د خاکريز د غرونو څخه راوړلې چې شامقصودۍ ډبره ورته وايې خو اوس ډيري ډبري له چينه راځی ، موږ اوس ډيري د چين هيواد ډبري کاروو .
د شامقصودۍ ډبري خوند او مينه وال ډير  دي خو  بيه يې ګرانه تماميږي ، يوه جوړه د زرو افغانيو څخه نيولي تر پنځوسو زرو افغانيو پوري بيه لري ، اوس ګراني  دي خلک يې چندان نه رانيسي ، د دا نورو ډبرو دا پر ارزانه دي اوس  يې خلک ځيني وختونه رانيسي))ا
د لاسي تسبحو جوړيدونکی وايې چې مخکې پې د جوړيدو ماشينونه خپله دلته په لاس جوړول چې د يوې جوړې تبسبحو جوړيدو به اونۍ جتی لس ورځي نيولي خو اوس چې ماشينونه پرمختللي دي او په بهر کې جوړيږي په ورځ کې لس او شل جوړې تسبيح جوړوی. 
بلخوا يو شمير د زاړه عمر کسان او پاخه خلک وايې ، تجربو ورته ښودلې ده چې د کندهارۍ شامقصودۍ ډبرو څخه د جوړو شويو تسبحو استعمال او اړول زړه ته تقويه ورکوي او د استعماليدو په وخت کې خلک په طبعي ډول د حوښۍ او خوشحالۍ احساس کوي .
شپيته کلن سپين ږيری حاجي سعدالله چې د تيرو پنځه ويشتو کلنو راهيسي د تسبحو مينه وال دي او استعمالوي يې وايې :
(( دا موږ معلومه کړې ده ، زړه ته ډيره ګټه لري ، زه چې يې کله استعمالوم نو يو ډول خوښي احساسوم ، دا تجربه يوازي ما نه ده کړې هر چا که د شامقصودۍ ډبري تسبيح استعمال کړي وي همدا خبره به کوي . ))
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د هنر او ادب امر عزيزالله عزيز   په لاسي ډول د تسبحو جوړيدل خورا پخوانی هنر بولي او زياتوي چې دلته يې زيات مينه وال شته .
عزيزاحمد عزيز وايې چې اوس ټولي لاسي تسبيح له جلال ابادۍ او چينايي ډبري څخه جوړيږي چې د شامقصودۍ ډبري  څخه د جوړو شويو تسبيحو  په پرتله يې ارزښت خورا کم دی .
عزيز وايې د شامقصودۍ  ډبري څخه د جوړيدونکو تسبحو کاروبار ځکه پيکه دی چې هغه خورا ګراني تماميږي او د چينايي ډبرو هغې مناسبه بيه لري .
د عزيزاحمد په خبره چې د ډبرو څخه جوړيدونکو تبسبحو لاسي هنر تر پخوا څه غوړيدلی دی خو د شامقصودۍ ډبري څخه د جوړيدونکو تبسحو جوړيدل تر پخوا کم شوي دي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery