مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نوروز منګل په نړیواله کچه د کال غوره لوبغاړي ته کاندید سو

فرید هوتک
د کرکټ نړيوالې شورا د کال غوره لوبغاړو ترمینځ د نوروز منګل نوم هم اعلان کړ.
 د کرکټ نړيوال شورا (اى سي سي) لخوا د ٢٠١٣ کال د غوره لوبغاړو لپاره کانديد لوبغاړي اعلان شوي دي.
د هندوستان په بمبۍ ښار کې د اى سي سي اجرائيوي رييس ډېوېډ رچرډسن د ټسټ کرکټ، يو ورځنۍ او شل اووريزو لوبو د کال غوره لوبغاړو لپاره کانديد لوبغاړي اعلان کړل.
نوموړي د کال د غوره لوبغاړي لپاره د هندوستان د ملي لوبډلې کپتان مهندر سنګهـ دهوني، د سريلانکار کمار سنګاکارا، د انګلستان اليسټر کک او جيمز اڼدرسن ، د سويلي افريقې هاشم املا، او د اسټراليا ټسټ کپتان مايکل کلارک نومونه اعلان کړل ، چې له دوى څخه به يوه تن دغه جايزه ترلاسه کوي..
دغه راز د کال د غوره ټسټ لوبغاړي لپاره ، هاشم املا، ډيل سټين، مائيکل کلارک، جيمز انډرسن، روى چندرن اشون، او چتيشور پوجارا نومونه شامل دي، چې له دوى څخه به يوه تن دغه جايزه ترلاسه کوي.
د کرکټ د يوه ورځنيو يا ون ډي لوبو لپاره د پاکستان کپتان مصباح الحق، سپنر سعيد اجمل، اېم اېس دهوني، شيکر دهوان، جديجه، او د کمارسنګاکارا نومونه شامل دي، چې له دوى څخه به يوه تن دغه جايزه ترلاسه کوي.
 د شل اووريزو لوبو د غوره لوبغاړي لپاره د پاکستان عمر ګل، د سريلانکا اجنتا مينډس او د نيوزيلينډ مارټن ګپټل او بريډن ميکلم شامل دي.
د کال د غوره نوي لوبغاړي لپاره ټرينټ بولټ، پجارا، جويى روټ او مچل سټارک شامل دي چې له دوى څخه به يوه تن دا جايزه ورکول کېږي، د کرکټ د جذبې لرونکي لوبغاړي لپاره د سريلانکا جى وردهنى او د بنګله دېش فرهاد رضا شامل دي.
د کرکټ د نړيوالې شورا لخوا له دوهمې او درجې هېوادونو له لوبغاړو څخه د افغانستان له لوري نوروز منګل ، دايرلينډ له لوري کيون اوبراين او ايډ جوايس ، د سکاټلينډ کايل کويټزرو ټاکل شوى دى، تر دې مخکې تېرو کلونو کې دې جايزې ته شهزاد محمدي ، دولت ځدران او حميد حسن ټاکل کېدل. د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریس دآکټر نورمحمد مراد د نړۍ پیاړو لوبغاړو ترمینځ د نوروز منګل کاندیدل د افغانستان کرکټ بورډ ترڅنګ ټولو افغانانو ته ستر ویاړ بولي او نوموړي ته د بریا دعا کوي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery